1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بلغاریه غواړي د ملګرو ملتونو د مهاجرت له تړون څخه ووځي

۱۳۹۷ آبان ۲۲, سه‌شنبه

تر هنګری، استرالیا او اتريش وروسته اوس بلغاریه هم غواړي چې د مهاجرينو له پاره د ملګرو ملتونو له تړون څخه ووځي. نور هیوادونه هم کیدای شي چې په ورته اقدام لاس پورې کړي.

Mittelmeer - Flüchtlinge – Boot
انځور: Getty Images/AFP/A. Messinis

د BTA ورځپاڼې په حواله د بلغاريا محافظه کار حاکم ګوند GERB مشر څيوتان څيوتانوو، ویلی دي چې دا تړون د بلغاريا ملي ګټو ته زيان رسوي. هغه زیاته کړې: «موږ فکر کوو چې په هیواد کې د ټولو اړخونو نظرياتو او روانو حالاتو په پام کې نیولو سره په اوس وخت کي دا سمه پريکړه ده.»

په صوفيه کې به د چهارشنې په ورځ د بلغاريې پارلمان د مهاجرينو له پاره د ملګرو ملتونو د تړون په هکله خبرې وکړي. له امریکا متحده ایالاتو پرته د ملګرو ملتونو ۱۹۲ غړيو هیوادونو په ۲۰۱۶ کال تر هغه وروسته د دې تړون د رامنځ ته کولو پریکړه وکړه چې په ۲۰۱۶ کال یو شمیر هیوادونه د مهاجرو له یوه بهیر سره مخامخ شول.

دغه ۳۴ صفحه يې سند، د امضا کوونکو هيوادونو له پاره الزامي بڼه نه لري، خو له مخې یې باید د پناه غوښتونکو بهیر په سمه توګه تنظیم شي او د هغوی د حقونو ملاتړ وشي. همداراز په دې سند کي ټينګار شوی چې هيوادونه باید خپل ملي حاکمیت مستقل وساتي او د مهاجرينو په سیاست کي د دغه تړون تر اغیز لاندې رانه شی. منتقدین بیا  نیوکه کوي چې په دې سند کې مهاجرت تر ډیرې کچې مثبت ګڼل شوی.

د اتریش د صدراعظم سبتيان کورڅ، له نظره دا خطر هم موجود دی چې قانونې او ناقانونه مهاجرت، د کار موندنې په موخه مهاجرت او پناه غوښتنه سره ګډوډ شي.

کورڅ وايې که څه هم دغه تړون الزامي نه دی خو کیدای شی چې ځينې انفرادي موادو څخه يې د حقوقي دعواو له لارې احتمالي سیاسي استفاده وشي.

پولنډ او چک هم له دې تړون څخه د وتلو زیګنالونه ورکړي دي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په اوس وخت کې په ټوله نړۍ کې ۱۹۰ ميلیونه انسانان مهاجر دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب