1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان؛ بلوڅ بیلتون غوښتونکو د الوتکې د راغورځولو ادعا کړې

۱۴۰۱ مرداد ۱۲, چهارشنبه

د پاکستان بلوچستان ایالت کې وسله والو بیلتون غوښتونکو ادعا کړې چې دوی د پاکستان د پوځ څرخي الوتکه راغورځولې ده. په دغه پېښه کې د پاکستان د پوځ د جګپوړو چارواکو په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.

Pakistan Überschwemmung in der Provinz Balochistan
انځور: ISPR/Xinhua/IMAGO

خو د پاکستان پوځي چارواکو د بیلتون غوښتونکو دغه ادعا رد کړې ده او هغه یې پروپاګند او جعلي بللې. د پوځ په وینا څرخي الوتکه د خرابې هوا له کبله رالوېدلې ده.

د بلوچ راجي آجویي سنګر (بي آر اې اس) په نوم یاغي ډلې د رویټرز خبري آژانس ته په استول شوې اعلامیه کې ویلي دي چې د دوی جنګیالیو په ټیټه ارتفاع کې پرواز کوونکي څرخه الوتکه ویشتلې ده.

رویټرز لیکلي دي چې دغې ډلې هیڅ کوم شواهد نه دي وړاندې کړي او رویټرز هم په خپلواک ډول د دغې ادعا په تائیدولو نه دی توانیدلی.

بلوڅ بیلتون غوښتونکو له څو لسیزو راهیسې د پاکستان د حکومت پر ضد یاغیتوب پیل کړی دی. هغوی شکایت کوي چې د بلوچستان ایالت ګاز او نورې طبیعي سرچینې په غیر منصفانه ډول د هیواد نورو برخو ته ګټه رسوي او بلوڅان استثماریږي.

په دغه ایالت کې د ګوادر بندر هم موقعیت لري، او چین هلته د دواړو هیوادونو ترمنځ اقتصادي دهلیز پر جوړیدو باندي هم میلیاردونه ډالر پانګونه کوي. یاغیان د دغې پروژې مخالفت کوي او پر هغې د بریدونو هڅه هم کوي.

د الوتکې د رالویدو په پېښه کې د ۱۲ قل اردو قوماندان تورن جنرال سرفراز علي هم وژل شوی.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل