دغه چاودنه د پنجشنبې په ورځ په هرنای کې يعنې د بلوچستان ايالت يا صوبې په سويل لويديځ کې شوې ده. د کانونو مفتش، محمد اکرم، وويل چې ۲۴ ساعته يې وخت ونيو څو بند شوي کان کيندونکي آزاد او مړي هم راوسپړل شي.
د پاکستان کان کيندونکي ډېری وخت شکايت کوي چې د کانونو خاوندان لازم احتياطي تدابير نه نيسي او کافي سامان آلات هم په اختيار کې نه ورکوي. خو د خطر او کمو معاشونو سره سره په زرونو تنه د بلوچستان په کانونو کې کار کوي.
له ۲۰۰۰م کال راهیسې مرګونې زلزلې
د دوشنبې په ورځ په ترکیه او سوریه کې زورورې زلزلې تر ۲۱۰۰۰ زیات کسان مړه کړي دي. داسې اندېښنې هم شته چې ښایي د تلفاتو شمیر لا پسې لوړ شي. له ۲۰۰۰م کال راهیسې د افغانستان په ګډون د نړۍ په کچه ځینې مرګونې زلزلې وپېژنۍ. انځور: picture-alliance/AP Photo/str په ترکيه او سوريه کې د ۲۰۲۳م کال په فبرورۍ کې د ۷ اعشاریه ۸ درجې په شدت زلزله وشوه. د زلزلې له لومړۍ ورځې د تلفاتو ارقام مه په لوړيدو حالت کې دي. د فبرورۍ په ۱۱مه رپوټونو کې د مړو شمیر نژدې ۲۵ زره ښودل شوی دی.
انځور: SNA/IMAGO د ۲۰۲۲م کال د جون میاشتې په ۲۲مه نېټه په خوست او پکتیکا کې زلزلې تر ۱۱۰۰ زیات کسان مړه کړل. په انځور کې د خوست په سپیره ولسوالۍ کې یو سپين ږیری په زلزله کې د خپل ويجاړ شوي کور ته نژدې ناست دی.
انځور: AP Photo/picture alliance د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۴ په هایتي کې یوې زورورې زلزلې چې د ریشتر پر مقیاس ۷،۲ درجې وه تر ۲۲۰۰ زیات انسانان مړه کړل.
انځور: Orlando Barría/Agencia EFE/imago images د ۷،۵ درجې په شدت زلزلې په اندونیزیا کې تر ۴۳۰۰ انسانان مړه کړل.
انځور: Rudy Akdyaksyah/AP/picture alliance / د ۲۰۱۶م کال د اګست مياشتي پر ۲۴ نېټه د ایټالیا په مرکز کې د زلزلې له کبله تر ۳۰۰ زیاتو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Chiodi د ۲۰۱۵م کال پر ۲۵ یوې مرګونې زلزلې تر ۸۸۰۰ ډیر کسان مړه کړل.
انځور: Reuters/D. Siddiqui چین: د ریښتر په مقیاس ۶،۲ درجې شدت لرونکې زلزلې له کبله تر ۷۰۰ زیات انسانان مړه شول. دغه زلزله د ۲۰۱۴م کال د اګست مياشتي پر دریمه نېټه رامنځ ته شوې وه.
انځور: Reuters د ۲۰۱۳م کال د سپتمبر میاشتې پر ۲۴مه نېټه په پاکستان کې د زلزلې له کبله تر ۸۰۰ زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
انځور: picture-alliance/ZUMA Press په جاپان کې د ۲۰۱۱م کال د مارج میاشتې پر ۱۱ نېټه څونامي تر ۲۰ زرو زیات کسان ووژل.
انځور: AP د ۲۰۱۰م کال د فبرورۍ پر ۲۷ د زلزلې په پایله کې رامنځ ته شوي څونامي د ۵۲۴ کسانو ژوند واخیست.
انځور: Imago Images/Xinhua دا د نړۍ په کچه یوه له مرګونو زلزلو وه چې د حکومت د اټکلونو له مخې ۳۱۶ زره کسان پکې مړه شول. دغه زلزله د ۲۰۱۰م کال د جنورۍ پر ۱۲ رامنځ ته شوه.
انځور: AP د ۲۰۰۹م کال د سپتمبر مياشتي پر ۳۰ د زلزلې له کبله په اندونيزيا کې د تلفاتو شمیر تر ۱۱۰۰ لوړ وو.
انځور: AP د ۲۰۰۹م کال د اپریل پر شپږمه په ایټالیا کې زلزلې تر ۳۰۰ زیات کسان ووژل.
انځور: dapd د چین په ختیځ سچوان کې په ۲۰۰۸م کال کې د یوې مرګونې زلزلې په ترڅ کې ۸۷۵۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
انځور: Shifang/dpa/picture alliance د مرکزي پیرو سوحالو ته څیرمه د ۸ درجې لرونکي شدت یوې زلزلې تر ۵۰۰ زیات کسان ووژل. دغه زلزله د ۲۰۰۷م کال د اګست پر ۱۵مه رامنځ ته شوه.
انځور: Carlos Lezama/AFP/Getty Images د اندونیزیا په جاوا ټاپو کې د ۲۰۰۶م کال د می میاشتې پر ۲۶مه نېټه یوه زلزله وشوه چې تر ۵۷۰۰ زیات کسان یې ووژل.
انځور: Donal Husni/ZUMA Wire/IMAGO د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر سیمه کې د ۲۰۰۵م کال د اکتوبر پر اتمه نېټه یوه مرګوني زلزله وشوه. په دغه زلزله کې تر ۸۰۰۰۰ زیات کسان مړه شول.
انځور: AFP/Getty Images/T. Mahmood د ۲۰۰۵م کال د مارچ پر ۲۸مه نېټه د اندونیزیا د سوماترا په شمالي برخه کې یوې زلزلې تر ۱۳۰۰ زیات کسان ووژل.
انځور: picture-alliance/AP Photo/str د هند په سمندرګي کې یوې څونامي په اندونیزیا کې ډیر ځاني زیان اړولی وو. د ۲۰۰۴م کال د اکتوبر میاشتې پر ۲۶مه نېټه په رامنځ ته شوې دغه پېښه کې تر ۲۳۰ زرو زیات انسانان مړه شول
انځور: AFP/Getty Images/Choo Youn Kong د ۲۰۰۳م کال د دسمبر پر ۲۶ نېټه د افغانستان په ګاونډي هیواد ایران کې یوې زلزې تر ۵۰ زرو زیات کسان مړه کړل.
انځور: AP تر ۲۲۰۰ زیات کسان په الجیریا کې هغه وخت مړه شول چې د ۶،۸ درجې زلزلې دغه هیواد ولړزاوه. انځور په الجیریا کې د ۲۰۰۳ کال د زلزلې دی.
انځور: Mohamed Messara/picture-alliance/dpa د ۲۰۰۲م کال د مارچ میاشتې پر ۲۵مه نېټه د افغانستان په شمال کې یوې زلزلې تر ۱۰۰۰ زیات انسانان مړه کړل. انځور د بغلان په نهرین کې د ۲۰۱۲م کال زلزلې
انځور: picture-alliance/dpa د ۲۰۰۱م کال د جنورۍ پر ۲۶ نېټه په هند کې یوې زلزلې چې شدت یې ۷،۷ درجې وو تر شلو زرو ډیر انسانان مړه کړل.
انځور: Arko Datta/AFP/Getty Images
په دغه ايالت يا صوبه کې د پاکستان د نورو برخو په نسبت بې کاري هم زياته ده. په بلوچستان کې د لسيزو راهيسې په ټيټه سطح يو پاڅون او د ياغيتوب خوځښتونه هم جاري دی چې يوه بېلتون پاله ډله په کې د اسلام آباد له مرکزي حکومت څخه خپلواکي غواړي.
بېلتون غوښتونکي د پاکستان د حکومت له توپيري چلن څخه شکايت کوي او د دغه آيالت په سرچينو او شتمنۍ کې برابره ونډه غواړي. دا په داسې حال کې ده چې په بلوچستان کې په تېرو مياشتو کې د اورپکو ډلو له خوا بریدونه هم ډېر شوي دي.
ن.ص / خ.ح