1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د وسله والو په برید کې ۷ پاکستاني عسکر وژل شوي

۱۴۰۳ آبان ۲۷, یکشنبه

پاکستاني چارواکي وايي د وسله والو په یوه برید کې لږ تر لږه ۷ پاکستاني عسکر وژل شوي دي. حمله د پاکستان د بلوچستان ایالت کې د شپې پرمهال شوې چې پکې یو شمېر عسکر ټپیان شوي هم دي. د برید مسوولیت بلوچ بیلتون غوښتونکو منلی دی.

 آرشیف: د پاکستان پېښور ښار په مربوطاتو کې د پاکستان امنيتي ځواکونه
د آرشیف انځور - په بلوچستان ایالت کې د ځايي پولیسو یو ویاند وويل چې دغه حمله د کلات ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه امنيتي پوسته شوې ده انځور: picture alliance / ZUMAPRESS.com

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ځايي پولیسو یو ویاند وويل چې دغه حمله د دغه ایالت په کلات ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه امنيتي پوسته شوې چې په کې له لسو ډېر ځواکونه ټپيان شوي هم دي. بلوچستان د پاکستان د تر ټولو ناامنه ایالت په توګه ګڼل کيږي چې مختلفې وسله والې ډلې له هغې جملې بلوچ بيلتون غوښتونکي په کې فعالیت لري.

د پولیسو ویاند زیاته کړه چې امنيتي ځواکونو د تروریستانو د تعقیب په موخه په سیمه کې چاڼيز عملیات پيل کړي دي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په یوه اعلامیه کې چې د هغه د دفتر له لوري خپره شوې، دغه برید غندلي او ژمنه یې کړې چې په پاکستان کې به د تروریزم جرړلې وباسي.

ځايي رسنیو ويلي چې د دغې حملې مسئولیت بلوچ ليبریشن آرمي (BLA) ډلې منلی دی.

تېره اوونۍ د دغه ممنوعه ډلې يوه غړي د بلوچستان د کويټې ښار د اورګاډي په تمځای کې پر پاکستاني عسکرو ځانمرګی برید وکړانځور: Banaras Khan/AFP/Getty Images

بي ال اې یا د بلوچانو د آزادۍ پوځ په پاکستان کې د بلوچانو یوه وسله واله ډله ده چې له پاکستانه د خپلواکۍ په موخه د حکومت ضد غلچکۍ حملې کوي. د آلمان خبري آژانس په حواله دغې ډلې د وروستيو میاشتو په جریان کې په ځانګړې توګه پر پاکستاني ځواکونو ګڼې حملې کړي دي.

تېره اوونۍ د دغه ممنوعه ډلې يوه غړي د بلوچستان د کويټې ښار د اورګاډي په تمځای کې پر پاکستاني عسکرو ځانمرګی برید وکړ چې په کې دپاکستاني عسکرو په ګډون ۲۶ کسان ووژل شول او له ۶۰ ډېر نور ټپیان شول.

بلوچ لبریشن آرمي په خپلو بریدونو کې په سیمه کې د چین اړوند پروژې هم په نخښه کوي چې په دې لړ کې ېې یوه حمله مخکې د کراچۍ ښار په هوايي ډګر کې د چینايي کارګرو پر يو پلاوي کړې وه.

(dpa)mks/akh

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب