بلوچستان: د وسله والو په برید کې ۹ پولیس وژل شوي
۱۴۰۵ تیر ۱۶, سهشنبه
د پاکستان پولیسو د سه شبنې په ورځ د جولای ۷مه، وویل چې په لسونو وسله والو تېره شپه د بلوچستان ایالت په لرې پرته ولسوالۍ زیارت کې د امنیتي ځواکونو پر ېوې پوستې برید وکړ چې په نتيجه کې ېې ۹ پولیس وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي، خو نور جزئیات ېې نه دي ورکړي.
په عین وخت کې د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاند شاهد رند، وویل چې حمله کوونکو ۸ پولیس برمته کړي هم ول، خو په وینا ېې چې وروسته د امنيتي ځواکونو د هڅو په پایله کې وژغورل شول.
نور ولولئ: پاکستان: په ځانمرګي بريد کي ۳۱ کسان وژل سوي
د ویاند په خبره امنيتي ځواکونو تر برید وروسته په سیمه کې چاڼيز عملیات پيل کړل چې د ۱۵ وسله والو په وژلو سره عملیات پای ته ورسېدل.
رند زیاته کړه چې د دا ډول نورو بریدونو د مخنيوي او د وسله والو د ځپلو په موخه به د استخباراتي معلوماتو پر اساس د امنیتي ځواکونو عملیات ادامه ولري. په سملاسي توګه د دغې حملې مسئولیت هېڅ چا پر غاړه نه دی اخیستی.
نور ولولئ: ماه رنګ بلوچ ته د عمري بند سزا اورول شوې؛ هغه څوک ده؟
خو د بلوچستان په مرکز کويټه کې د پولیسو مرستیال کمشنر عبدالقدوس اڅکزي، د برید پړه پر تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) چې په پاکستاني طالبانو هم یاديږي، ورواچوله. اڅکزي، رويترز ته وویل چې ۵ پولیسان له بریده روغ وتلي دي.
په پاکستان کې په وروستیو کلونو کې پر حکومت او امنيتي ځواکونو بریدونه ډېر شوي دي. اسلام آباد ډېری وخت پر افغانستان تور لګوي چې هغو وسله والو ته ېې په خپله خاوره کې ځای ورکړی چې په پاکستان کې بریدونه کوي، خو په کابل کې د طالبانو ادراې تل دا ډول تورونه رد کړي دي.
له آرشیف څخه: