1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهپاکستان

بلوچستان: د ډبرو سکرو په کان کې زهرجن ګاز ۱۱ کسان وژلي

۱۴۰۳ خرداد ۱۵, سه‌شنبه

د چارواکو په حواله د پاکستان په سويل لوېدیځ کې د بلوچستان ايالت د ډبرو سکرو په يوه کان کې زهرجن ګاز ۱۱ کسان وژلي دي چې ۹ یې کان کېندونکي دي.

آرشيف انځور: د پاکستان په کانونو کې کاري شرايط خطرناک او د خونديتوب معيارونه ناقص دي.
آرشيف انځور: د پاکستان په کانونو کې کاري شرايط خطرناک او د خونديتوب معيارونه ناقص دي.انځور: Saadeqa Khan/DW

د فرانسې خبري آژانس د پاکستان د بلوچستان ايالت د ماینونو د دولتي ادارې د مشر عبدالغني بلوچ، له قوله ليکلي دي: «دغه کسان د ګازو تر اخراجيدو وروسته د ساه بندیدو له کبله مړه شوي دي.« نوموړي زياته کړې ده چې په مړو شويو کسانو کې يو قراردادي او د کان يو مدير هم شامل دی.

د ژغورنې د سيمه ایزې ادارې وياند شاه جمال وويل: «د ټولو مړو شويو کسانو جسدونه را ايستل شوي دي.» د بلوچستان د حکومت وياند شاهد رند، په دې منځ کې ويلي دي چې ايالتي حکومت «د حفاظتي تدابیرو د نه رعايت کولو پر وړاندې د اقداماتو کولو لارښوونې کړې دي.»

دا معدن چې د «يوناېتډ کول کمپني» په نوم يوه خصوصي شرکت له خوا اداره کيده، د ايالتي مرکز کويټې څخه ۴۰ کيلومتره لېرې پروت دی.

دا ډول خونړۍ پېښې د پاکستان په کانونو کې تل رامنځته کيږي چېرې چې کاري شرايط خطرناک او د خونديتوب معيارونه ناقص دي.

په مارچ مياشت کې هم په همدې ايالت کې په يوه کان کې د ګازو چاودنې د ۱۲ کان کېندونکو ژوند اخيستی وو.

بلوچستان د مساحت له لحاظه د پاکستان تر ټولو ستر خو بې وزله ایالت دی. خو دا ایالت په طبيعي زېرمو غني دی او اوسيدونکي یې له اوږدې مودې راهېسې په دې اړه شکايت کوي چې دغه زيرمې په عادلانه توګه نه ويشل کيږي او دوی ترې بې برخې دي. 

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب