بلينکن تام ويست د خليلزاد مرستيال وټاکه
۱۳۹۹ بهمن ۱۷, جمعهد امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو نوي وزير، انتوني بلينکن په خپله ټويټر پاڼه لیکلي چي د زلمي خليلزاد سره يې ملاقات کړی دی. بلينکن ويلي دي چي په دغه ملاقات کي يې په افغانستان کي د پرمختګ پر لارو چارو او پر دې خبري وکړې چي «د ترهګرۍ له ګواښ څخه مخ وړاندي هم د متحده ايالاتو حفاظت بايد ادامه ولري.» هغه زياته کړې په افغانستان کي د يو «عادلانه سياسي توافق او جامع دايمي اوربند» پر موضوعاتو يې هم خبري وکړې.
زلمي خليلزاد د متحده ايالاتو د بهرنیو چارو د وزير سره د خپل ملاقات په هلکه ليکلي دي چي د افغانستان د سولي د پروسې په تړاو خبرو اترو ته د امريکا د سياست د چوکاټ دننه په ادامې معلومات وړاندي کړل سول. هغه زياته کړې: «موږ پر خپلو شرايطو د ولاړي ستراتيژۍ پر داسي تمرکز بحث وکړ چي افغانستان ته سوله او اوسېدونکو ته يې خوندي او ټيکاو لرونکی راتلونکی راولي او د امريکا او متحدينو پر ضد د افغانستان څخه له کار اخيستلو د هر چا مخنيوی وکړی.»
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د دغه هيواد د ملي امنيت په شورا کي د افغانستان او پاکستان له پاره د ځانګړي څانګي پخوانی رئيس، توماس ويست د خليلزاد د معاون په توګه ټاکلی دی. وېست د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ کالونو تر منځ د يادي څانګي رياست په غاړه درلود. خليلزاد په خپل ټويټر پيغام کي د ويست په هکله ليکلي چي «په ټوله سيمه کي د هغه تجربه به په افغانستان کي و يوې پايداره سولي ته په رسيدو کي مرسته وکړي.»
د امريکا د متحده ايالاتو نوی حکومت تر مخه اعلان کړی ؤ چي پر هغه تفاهم به له سره کتنه وکړي چي د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کي يې د وسله والو طالبانو سره لاسليک کړی ؤ. ويل سوي ول چي متحده ايالات به وارزوي چي ايا طالبانو د افغان حکومت سره په تفاهم کي راغلي شرايطو اړخونه عملي کړي او که نه.
ن.ا./ا.ا.