1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان د بامیانو بند امیر ملي پارک ته د ښځو تګ منع کوي

۱۴۰۲ شهریور ۵, یکشنبه

د طالبانو یوه جګپوړي چارواکي د شنبې په ورځ ویلي چې حکومت به افغان میرمنې د هیواد په مرکزي بامیان ولایت کې د بند امیر ملي پارک ته له تګ څخه منع کړي. دغه څرګندونې د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزیر کړي دي.

Afghanistan Bamiyan Band-e-Amir Seenkette
انځور: DW/Z. Ahmady

د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزیر مرستیال خالد حنفي دغه څرګندونې په بامیان ولایت کې د یوې غونډې په ترڅ کې کړي دي. حنفي ویلي چې بند امیر پارک ته د ښځو پر تګ بنديز به تر هغه وخته پورې نافذ وي تر څو چې په دې اړه نوي مقررات نه وي رامنځ ته شوي.

نوموړي مرستيال وزير د دې ولایت پر امنيتي مسوولينو او د دغه ولايت پر اوسېدونکو غږ وکړ چې پارک ته د ښځو د ممانعت په پلي کولو کې دې همکاري وکړي. د حنفي په وينا، د دغه ولايت اوسېدونکو د تیرو دوو کلونو په ترڅ کې د یاد وزارت له لوري لارښوونې نه دي عملي کړي.

بل لوري ته د طالبانو یوه سیمه ایز چارواکي رسنیو ته ویلي چې یوازې هغه میرمنې چې "اسلامي حجاب" نه مراعت کوي پارک ته یې د تګ مخه نیسي.

بند امیر په ۲۰۰۹ کال کې د افغانستان لومړنی ملي پارک اعلان شو. انځور: DW/Ashaq Akramy

د ۲۰۲۱م کال په اګست کې هغه مهال چې طالبان بیا ځلې واک ته ورسیدل، هغوی د نجونو د تعلیم او تربیې د مخنیوي سربیره په عامه ژوند کې پر ښځو باندې په تدریجي ډول محدودیتونه وضع کړي دي. تېر کال د طالبانو چارواکو د هېواد په ټولو تفریحي پارکونو کې د ښځو پر تګ بندیز وضع کړی وو.

بند امیر په ۲۰۰۹ کال کې د افغانستان لومړنی ملي پارک اعلان شو. د مرکزي افغانستان په غرنیو دښتو کې د بند امیر د ملي پارک په زړه پورې نیلي جهيلونه هر کال د نړیوالو سیلانیانو په ګډون په زرګونو کورني سیلانیان هم جذبوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل