1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

بنو: پاکستاني چارواکو له ټي ټي پي سره مذاکرات پېل کړي

۱۴۰۱ آذر ۲۸, دوشنبه

پاکستاني چارواکو وروسته له هغې پاکستاني طالبانو سره د مذاکراتو لړۍ پيل کړه چې یادې ډلې یوه ورځ مخکې د دغه هیواد په سويل لويديځ کې د تروریزم ضد پولیسو يو مرکز ونيو او هلته موجود يو شمير امنيتي ځواکونه یې یرغمل کړل.

د آرشیف انځور - په خيبر پښتونخوا پېښور کې پاکستاني پولیس
د آرشیف انځور - په خيبر پښتونخوا پېښور کې پاکستاني پولیسانځور: ABDUL MAJEED/AFP/Getty Images

د رويټرز خبري آژانس د رپوټ پر اساس، امنيتي ځواکوانو بنو ښارګوټي ته نژدې د استنطاق له مرکزه راچاپېر شوي چېرته چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) چې په پاکستاني طالبانو هم یاديږي، یوه شاوخوا شل کسیزه ډله پکې ځای پر ځای شوې ده.

د ولایتي حکومت د یوه ویاند په خبره، د وسلوالو غوښتنه دا ده چې هغوی ته دې افغانستان ته د تلو خوندي لاره ورکړل شي.

د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت یوه ویاند، محمد علي سیف، رويټرز ته وويل: «موږ په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو له مرکزي رهبرانو سره د مذاکرې په حال کې یو.» سیف زیاته کړه چې په دغو مذاکراتو کې په مرکز کې دننه د وسلوالو خپلوان هم برخه لري.

د ویاند په خبره، په پېښه کې د تروریزم پر وړاندې د مبارزې یو افسر وژل شوی چې د چارواکو په خبره د مذاکرې پر مهال ېې د خپلو ساتونکو وسلو ته لاس وروړی وو. هغه زیاته کړه چې په مرکز کې د پاکستاني طالبانو ګڼ شمیر مهم غړي حضور لري.

محمد علي سیف ونه ويل چې پاکستاني طالبانو په څه شمیر کې امنيتي ځواکونه یرغمل نيولي دي. خو د استخباراتو ادارې يوه افسر رويټرز ته وويل چې شپږ ځواکونه يرغمل شوي چې څلور ېې د پوځ او دوه یې د تروریزم پر وړاندې د مبارزې پولیس دي.

پاکستاني طالبانو تېره میاشت حکومت سره د اوربند د پای اعلان وکړ چې ورسره جوخت يې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. دغه ډله پر پاکستان د واکمنېدو او پکې د خپلې نظريې مطابق د اسلام تحميلولو په لټه کې ده.

د بنو سيمه، د شمالي وزیرستان قبایلي سېمې ته څيرمه پرته ده. شمالي وزیرستان چې افغانستان سره پر ګډه پوله پرته علاقه ده له اوږدې مودې راهیسې د اورپکو له پاره یو امن ځان ګڼل کيږي.

mks/bs/(Reuters)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب