1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
بشري حقونهبنگلدیش

بنګله ديش کې تاوتريخوالی؛ ۱۷۴کسان مړه او ۲۵۰۰ نور نیول شوي

۱۴۰۳ مرداد ۲, سه‌شنبه

په بنګله دیش کې د څو ورځو تاوتريخجنو اعتراضونو په جریان کې د حکومت له خوا د نيول شوو کسانو شمېر نن سه شنبه ۲۵۰۰ ته رسېدلی دی. په دغو اعتراضونو کې تر اوسه لږ تر لږه ۱۷۴ کسان مړه شوي هم دي.

په ځانګړې توګه پلازمينه ډاکه کې د پوځ زښت ډېر عسکر حضور لري چې ځینې څلورلارې او مهم واټونه ېې په اغزنو سيمانو د ترافیکو پر مخ بند کړي دي.
په ځانګړې توګه پلازمينه ډاکه کې د پوځ زښت ډېر عسکر حضور لري چې ځینې څلورلارې او مهم واټونه ېې په اغزنو سيمانو د ترافیکو پر مخ بند کړي دي.انځور: Mohammad Ponir Hossain/REUTERS

د فرانسي خبري آژانس د سه شنبې په ورځ د بنګله دیش د پولیسو او روغتونونو له قوله ويلي دي چې په روانو اعتراضونو کې لږ تر لږه ۱۷۴ کسان وژل شوي چې پکې ګن شمېر پولیس هم شامل دي.

په بنګله دیش کې دغه اعتراضونه تېره اوونۍ د محصلينو له خوا په دولتی سکتور کې د سهميه بندۍ سیستم پر ضد پیل شوی چې د صدراعظمې شيخ حسینې په حکومت کې یوه تر ټولو ستره ناامنۍ ګڼل کیږي.

په بنګله ديش کې ګرځبنديز وضع او د ټول هېواد په سطح امنيتي ځواکونه په دندو ګمارل شوي دي، له دې نه علاوه په ټول بنګله دیش کې انترنيت قطع شوی، اطلاعاتو ته لاسرسی نشته چې دغه وضعیت د اکثریت خلکو ورځنی ژوند سخت کړی دی.

سترې محکمې د یکشنبې په ورځ د یو شمېر خاصو ډلو له پاره له ريزرف شوو کاري سهميو شاتګ وکړ چې په هغو کې یوه ډله د پاکستان پر ضد د ۱۹۷۱ کال جګړه کې د «آزادي غوښتونکو جنګیالیو» اولادونه دي.

بنګله دیشي اعتراض کونکي له ملګرو ملتونو سازمان څخه د تحقیقاتو غوښتنه کړې دهانځور: Subrata Goswami/DW

د محصلینو هغه ډله چې د دغو اعتراضونو رهبري کوي، د دوشنبې په ورځ ېې خپل اعتراضونه د ۴۸ ساعتونو له پاره وځنډول. د ډلې رهبر ويلي چې دوي د «دومره ډېرې وينې په بیه» اصلاحات نه غوښتل.

لګول شوي محدودیتونه د سه شنبې په ورځ هم په خپل حال پاته شوي، هغه وروسته له دې چې د پوځ مشر اعلان وکړ چې وضعیت «تر کنټرول لاندې» راوستل شوی دی.

د فرانسې خبري آژانس زیاتوي چې په ځانګړې توګه په پلازمينه ډاکه کې د پوځ زښت ډېر عسکر حضور لري. دغو عسکرو د سنګرونو په جوړولو ځینې څلورلارې او مهم واټونه په اغزنو سيمانو د ترافیکو پر مخ بند کړي دي.

خو پر دې سربېره، په کوڅو او واټونو کې د خلکو ګڼ حضور او په سلهاوو رکشاګانې تر سترګو کیږي. د حنیف په نوم یوه ريکشا چلوونکي د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «ما د ګرځبنديز په لومړيو څو ورځو کې ريکشا ونه چلوله، خو نن زه بله چاره نه لرم.» حنیف وویل مجبوره دی چې کار وکړي: «که زه دا کار ونکړم، کورنۍ به مې له لوږې مړه شي.»

د تبعیض پر ضد د محصلینو د ډلې مشر، چې دغه اعتراضونه ېې تنظیم کړي د دوشنبې په ورځ په روغتون کې ويلي وو چې د شکنجې او وهلو ډبلو له کبله ېې ژوند ته اندېښمن دی. دا په داسې حال کې ده چې نن سه شنبه دغې ډلې د خپلو لږ تر لږه څلورو مشرانو د لادرکه کېدو خبر ورکړ. دوی چارواکو ته تر ماښامه وخت ورکړی چې هغوی بېرته «آزاد» کړي.

د پلازمينې ډهاکې په ګډون، د بنګله دیش په مختلفو ښارونو کې پوځیان ځای پر ځای شوي او لارې او څلور لارې ېې د ترافیکو پر مخ تړلي ديانځور: Mohammad Ponir Hossain/REUTERS

حکومتي چارواکي بیا په پرله پسې توګه اعتراض کوونکي او اپوزيسیون د ناامنيو په جوړولو تورن کړي دي.    

د پولیسو یو لوړ رتبه افسر وويل چې له مختلفو ښارونو تر اوسه ټول ټال ۱۱۹۵ کسان نيول شوي دي.

د رسمي ارقامو له مخې په بنګله دیش کې شاوخوا ۱۸ ميلیونه ځوانان بېکاره دي.

صدراعظمه شيخ حسینه چې له ۲۰۰۹م کال راهیسې پر بنګله دیش حکومت کوي، وتوانېده چې د جنوري میاشتې په انتخاباتو کې هم د کوم واقعي مخالف پرته، د څلورم ځل له پاره انتخابات وګټي. بشري ډلې پر شیخ حسینې تور لګوي چې له حکومتي بنسټونو څخه په واک کې د پاته کېدو او د مخالفو فعالانو د غیر قانوني وژنو په ګډون، مواردو کې ناوړه استفادې کوي.

د تېرې اوونۍ اعتراضونو د صدراعظمې د راتلونکې په هکله شکونه زیات کړي، خو شيخ حسینې د دوشنبې په ورځ سوداګرو سره د یوې کتنې پر مهال وویل چې «شیخ حسینه به هېڅ کله ونه تښتي.»

(AFP)mks/nz

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل