1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيبنگلدیش

بنګله دیش: د شیخ حسینه غوښتنه او د احتمالي تاوتریخوالي ویره

۱۴۰۳ مرداد ۲۴, چهارشنبه

پخوانۍ لومړۍ وزیرې د اګست پر ۱۵ د خپل پلار د تلین د لمنانځنې غوښتنه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې سرپرست حکومت بیا په دغه ورځ د ملي رخصتۍ د لغوه کولو پریکړه کړې ده.

Bangladesch Dhaka | Proteste
سرپرست حکومت د اگست د ۱۵ ملي رخصتۍ د لغوه کولو پریکړه کړې دهانځور: Suvra Kanti Das/ZUMA/dpa/picture alliance

له تاوتریخوالي او ناکرارۍ سره مخامخ دغه اسیایي هیواد کې د وضعیت لا پسې خرابیدو اندېښنه رامنځته شوې ده. له استعفا ورکولو وروسته له هیواده تښتیدلې پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینه د سه شنبې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړې ده، چې په هغې کې یې له ولس څخه د اګست پر ۱۵ د خپل پلار د تلین لمانځلو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې موقتي حکومت بیا د اګست د پنځلسمې ملي رخصتۍ د لغوه کولو پریکړه کړې ده.

شیخ حسینه خلکو ته ویلي دي چې د اګست ۱۵ د دې د پلار او د بنګله دیش د بنسټ ایښودونکي شیخ مجیب الرحمان د وژل کیدو د «ملي ماتم ورځې» په توګه ولمانځي او د بنګ بندهو د یادون په موزیم کې دې د درناوي په موخه د ګلانو ګیډۍ کیږدي.

د شنونکو په باور د هغې له دې اعلان سره په ډهاکه کې د احتمالي مخامخ کیدنې فضاء رامنځته شوې ده.

په بنګالي ژبه د حسینه پيغام په امریکا کې میشت د هغې زوی سجیب واجد جوئی، په ایکس شبکه کې خپور کړی دی.

د احتجاج په نوم د بربادۍ نڅا

د بنګله دیش لیري کړای شوي لومړۍ وزیرې له ډاکا څخه له وتلو وروسته په خپلو لومړیو څرګندونو کې شورشیانو ته د سزا ورکولو غوښتنه وکړه. نوموړۍ د خپل پلار شیخ مجیب الرحمان د مجسمې  ماتولو په تړاو د عدالت غوښتنه کړې ده.

د بنګله دیش لیري کړای شوې پخوانۍ لومړۍ وزیره شیخ حسینه اوس په هند کې شې ورځې تیرويانځور: Mohammad Ponir Hossain/REUTERS

د پوځي بغاوت په ترڅ کې خپل پلار او نورو وژل شوو عزیزانو ته د درناوي مراتبو تر وړاندې کولو وروسته شیخ حسینه په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د احتجاج په نوم چې په ټول هیواد کې د «بربادۍ کوم رقص وشو، په هغې کې ډېر زده کوونکي، استادان، پولیس، ژورنالیستان، ټولنیز فعالان، عام خلک، د ولسي لیګ مشران، کارکوونکي او د دفترونو کارمندان ووژل شول.»

د عدالت غوښتنه

شیخ حسینه زیاته کړه: «له هغو کسانو سره چې زما په شان یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي، خپله ژوره غمرازي څرګندوم او زه غوښتنه کوم هغه کسان چې په دې عام وژنه او تباهۍ کې ښکیل دي له هغوي څخه دې تحقیقات وشي او تر نیول کیدو وروسته دې ورته مناسبه سزا ورکړل شي.»

نوموړۍ وویل چې مظاهره کوونکو نه یوازې ملي څلې په نښه کړل، بلکې هغه کور یې هم په نښه کړ په کوم کې چې دوی لویان شوي دي او په موزیم بدل کړای شوی وو او مهمو بهرنیو شخصیتونو له هغې څخه لیدنه کړې وه.

آیا دا د شیخ حسینه وروستۍ کاري دوره ده؟

13:06

This browser does not support the video element.

د شیخ حسینه پر ضد د قتل قضیه

په بنګله دیش کې محکمې د سه شنبې په ورځ د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینه او د هغې د حکومت د شپږو لوړپوړو چارواکو پر وړاندې د قتل په قضیه کې د تحقیقاتو پیلولو امر کړی دی.

دغه حکم تیره میاشت د نا امنیو پر مهال د پولیسو په لاس د یوه بنګله دیشي د وژل کیدو له کبله صادر شوی دی.

د فرانسې خبري آژانس (ای ایف پي) په حواله د یوه بنګله دیشي له خوا محکمې ته د رجوع کوونکي وکیل مامون میا وویل: «د شیخ حسینه او شپږو نورو کسانو پر ضد دعوی ثبت شوې ده» نوموړي زیاته کړه چې نظامي محکمې پولیسو ته امر کړی دی چې د تورنو کسانو پر وړاندې دې د قتل د قضیې غوښتنه ترلاسه کړي.

د بنګله دیش د قانون له مخې دا په نظامي محکمه کې د تحقیقاتو په برخه کې لومړی ګام دی. په دې قضیه کې اووه کسان د یوه دوکاندار د وژل کیدو په قضیه کې تورن کڼل شوي دي، چې د جولای مياشتي پر ۱۹ د پولیسو له خوا د تاوتریخوالي ډکو مظاهرو د سرکوبه کولو پر مهال په ډزو وژلی وو.

۷۶ کلنه شیخ حسینه له بنګله دیش څخه تر فرار یا تیښتې وروسته اوس په هندوستان کې شپې او ورځې تیروي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل