1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستبنگلدیش

بنګله دیش: صدراعظمې شیخ حسینه استعفی کړې او له هیواده وتلې

۱۴۰۳ مرداد ۱۵, دوشنبه

رپوټونه وايي د بنګله دیش صدراعظمې استعفی ورکړې او له هېواده وتلې ده. نن دوشنبه وروسته له هغې چې یو امن ځای ته د شیخ حسینه د انتقال خبر خپور شو، په زرونو اعتراض کونکو د هغې پر دفتر هجوم وروړ.

د بنګله ديش د وروستیو اوونیو په تاوتریخجنو اعتراضونو کې شاوخوا ۳۰۰ کسان وژل شوي او په سلونو نور ټپیان شوي دي
د دوشنبې په ورځ د اګست ۵مه وروسته له هغې چې یو امن ځای ته د شیخ حسینه د انتقال خبر خپور شو، په زرونو اعتراض کونکو د هغې پر دفتر هجوم وروړانځور: Mohammad Ponir Hossain/REUTERS

د بنګله ديش ۲۴ تلویزیوني شبکې داسې انځورونه خپاره کړي چې ښيي د خلکو لویه ګڼه ګوڼه د صدراعظمې شیخ حسينه د دفتر پر لور منډې وهي.

رويټرز خبري آژانس لیکي چې صدراعظمې شیخ حسینه نن دوشنبه د اګست ۵مه استعفی ورکړې او له هېواده وتلې ده.

بنګله ديش په وروستیو اونیو کې د تاوتریخجنو اعتراضونو شاهد پاته شوی چې اعتراض کونکو ېې په ترڅ کې د نورو تر څنګ د شيخ حسینه د استعفي غوښتنه کوله.

اسوشتید پريس خبري آژانس د رپوټ پر اساس، یوازې پرون یکشبنه د اګست ۴مه په پلازمينه ډهاګه کې په تاوتريخوالو کې د ۱۴ پولیسو په ګډون ۹۵ تنه ووژل او په سلونو نور ټپیان شول.  

بنګله ديشي اعتراض کونکي او د پوځ ځواکونه دوشنبه د اګست ۵مه په پلازمینه ډهاکه کېانځور: Sazzad Hossain/DW

نن په سر کې رپوټونو وويل چې تر پرونۍ خونړۍ يکشنبې وروسته د حکومت ضد اعتراض کونکو نن د ټول هېواد په سطحه، د پلازمېنې دهاکې پر لور د يو ستر مارش پلان مطرح کړی او ورسره جوخت پوځ بیا د ګرځبنديز اعلان کړی دی. 

د نن سهار په رپوټونو کې دا هم وويل شول چې چارواکو د ګډوديو د لا ډېرېدو د مخنیوي په مقصد د ګرځنده ټیلېفونونو انترنیتي خدمات قطع کړي دي. زیاته شوې چې خلک فیسبوک او وټس اپ په څېر ارتباطي ټولنیزو رسنیو ته لاسرسی نه لري.

زیاته شوې چې د پوځ له لوري ګرځبندیز د یکشنبې په ماښام اجرا شوی چې د پلازمینې ډهاکې او نورو سیمو مرکزونه ېې تر پوښښ لاندې راوستلي دي. تر دې وړاندې هم حکومت د پلازمينې په ګډون يو شمير سيمو کې مشروط ګرځبنديز وضع کړی وو. د رپوټونو مطابق د پوځ ویاند ويلي دي چې د پوځ مشر جنرال واکر الزمان غواړي نن خلکو ته خپله وینا واوروي. 

د حالاتو د قابو کولو له پاره د بنګله دیش پوځ د یکشنبې په ورځ ناوخته د پلازمينې ډهاکې په ګډون یو شمېر نورو مهمو سیمو ګرځبندیز اعلان کړانځور: Munir Uz Zaman/AFP/Getty Images

په بنګله ديش کې روان اعتراضونه په جولای کې د محصلينو له خوا د حکومت د کاري سهیمې پروګرام د درولو په موخه پيل شول. دغه اعتراضونه د پولیسو او د حکومت ملاتړ کونکو فعالانو تر منځ پر اخ و ډب اوښتي دي.

په دغو اعتراضونو کې لږ تر لږه ۱۱زره کسان نيول شوي هم دي. دغه نا آرامۍ همدارنګه د ښوونځيو او پوهنتونونو د رخصتۍ د مودې د غځولو سبب شوي دي.

تر دې مخکې هم د اعتراضونو په ډېریدو سره د شيخ حسینه د برخليک په هکله ګونګسې راپورته شوې وې، خو صدراعظمې هغه مهال په یوه غونډه کې ويلي وو چې هغه د تېښتې ښځه نه ده.

آژانسونه/م.ک.ص./ا.خ.ح.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل