1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بنګله دېش: عادي زدکوونکي د مدرسو د شاګردانو څخه لا افراطي دي

۱۳۹۸ تیر ۷, جمعه

يوې څېړنې موندلې چې د بنګله دېش څه باندې پنځوس سلنه افراطي زده کوونکي له عادي ښوونځيو فارغ شوي. کارپوهان وايي چې حکومت باید د بالقوه یاغیانو د په نخښه کولو تر څنګ کلتوري فعالیتونو ته هم پام وکړي څو مبارزه ورسره وشي.

Bangladesch Rohingya Bildung
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Swarup

د بنګله دېش د پوليسو د تروريزم ضد واحد تېره اوونۍ د «د تروريزم او افراطيت مخنيوی د ټولنيزو هلو ځلو له لوري» تر عنوان لاندې یو رپوټ خپور کړ. په څېړنه کې له ۳۰۰۰ شکمنو کسانو څخه، چې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ نیول شوي ول، ترلاسه شوي معلومات کارول شوي.

د بنګله دېش د پوليسو د ادارې د عمومي مفتش مرستيال محمد منير الزمان، دويچه ويله ته ويلي دي: «عادي او عمومي فکر خو دا دی چې يوازې مدرسې افراطي کسان روزي، خو دا بېخي غلطه ده. ثابته شوې خبره دا ده چې يوازې پر مدرسو يا اسلامي تعليمي نظام باندې د افراطيت پړه نه شي اچول کېدای.»

پړه د چا ده؟

په بنګله دېش کې د ښوونځيو چارې په درو برخو وېشل شوې دي. عمومي يا عادي ښوونيز او روزنيز سيستم ټولو دينونو او مذهبونو ته په ورته سترګه ګوري چې تعليمي نصاب يې د حکومت له خوا کنتروليږي. مدرسې بيا پر اسلامي زده کړو باندې ټينګار کوي، په داسې حال کې چې د انګليسي ژبې مکتبونه ټول مضامين په انګليسي ژبه تدريسوي. 
په بنګله دېش کې تقريبا سل زره ابتدايي مکتبونه يا لومړني ښوونځي شته چې د عادي يا عمومي سيستم پيروي کوي. د څېړنې ارقام ښيي چې ۵۶ سلنه مسلمان افراطيان په عمومي ښوونځيو کې روزل شوي، په داسې حال کې چې ۲۲ سلنه له انګليسي ژبو مکتبونو او مدرسو څخه راوتلي دي. بل واقعیت دا دی چې د انګليسي ژبې يوازې ۲۰۰ ښوونځي شته، په داسې حال کې چې په بنګله دېش کې شل زره مدرسې موجودې دي. 
له دويچه ويله سره په خبرو کې شانتانو ماجومدار، چې د ډاکا د پوهنتون پروفيسر دی، وويل چې يوازې تعليمي سيستم نه دی چې زده کوونکي په منفي توګه اغېزمنوي. نوموړي دويچه ويله ته ويلي: «سړی کېدای شي په هر ډول ښوونځي کې له دغسې افراطي افکارو څخه متاثره شي. خو زه خپله لا په دې نظر يم چې حکومت بايد له دې څخه لاس وانه خلي چې په مذهبي ښوونځيو او مدرسو کې تدریسونکي کتابونه او تعليمي نصاب وڅاري.»

انترنېټ هم افراطيت ته لمن وهي؟

يادې څېړنې دا هم رابرسېره کړې ده چې ۸۰ سلنه نيول شوي کسان د انترنېټ له خوا افراطي شوي ول، په داسې حال کې چې شل سلنه کسان يې د خپلو همزولو له خوا متاثره شوي ول. د پوليسو صاحب منصب منيرالزمان، دا هم ويلي دي چې د بنګالي او انګليسي ژبو ښوونځيو شاګردان د مدرسو د زده کوونکو په پرتله له انترنېټ څخه زياته استفاده کوي. نوموړي وويل چې د دې امکان شته چې انترنېټ ته لاسرسی کېدای شي افراطيت هم زيات کړي، خو نورې څېړنې بيا بر عکس نتيجه لري. د مثال په توګه د (Move) بنسټ په نوم په بنګله دېش کې مېشت يوه غير دولتي سازمان دی، موندلې ده چې ۷۵ سلنه کسان د موبايل تليفونونو او ټابلټونو د لارې انترنېټ ته لاسرسی لري. د هغوی په څېړنه کې د بنګله دېش په دولس مختلفو برخو کې ۳۶ مدرسې ارزول شوې دي. د دغه سازمان مشر سيف الحق، دويچه ويله ته وويل چې «په اوسط ډول، د مدرسو شاګردان هره ورځ يو نيم ساعت په انترنېټ کې تېروي. د هغه په خبره نجونې د هلکانو په پرتله زيات وخت په انترنېټ کې مصروفې وي.
مولانا محفوظ الحق، چې د پلازمېنې ډاکا د جامعه رحمانيه عربيه مدرسې مدير دی، دويچه ويله ته وويل: «ډېری دغه شاګردان په کور کې له ګرځنده تليفونونو او کمپيوټرونو څخه استفاده کوي. هغوی په کور کې انترنېټ کارولی شي.» 
نوموړي دا هم وويل چې د هغه خپله مدرسه په پر له پسې ډول ځوانانو ته داسې زده کړې ورکوي څو هغوی له افراطي ډلو څخه لېرې پاته شي: «د سپېڅلي قرآن او احاديثو په نقل قولونو سره موږ هغوی ته وايي چې د دين او ترهګرۍ تر منخ ارتباط نه شته.»

د توجه اوښتل

په تېرو څو کلونو کې په بنګله دېش کې ډېر تروريستي بريدونه شوي دي لکه د ډاکا پر يوه نانوايي باندې بريد او د بلاګرانو او آزادو مفکرينو وژنې. دغو کړنو د بنګله دېش حکومت دې ته اړ کړی چې د اسلامي افراطيت پر وړاندې د «نه زغم پاليسۍ» ته مخه وکړي. د پوهنتون استاد شانتانو ماجومدار، وايي چې حکومتي ادارو په برياليتوب سره د تروريسي پېښو پر ضد عمل کړی دی، خو د افرطيت او افراطي کېدو بهير ډېر پېچلی دی چې افراطيت هم په دغه هېواد کې ډېر شوی دی. په ورته وخت کې کلتوري فعاليتونه لکه تياتر چې د خلکو نظريات پرې پرانيستل کیږي او آزاد فکرۍ ته هم لار هواروي، راکم شوي دي. ماجومدار په دې اند دی چې پر کلتوري فعاليتونو باندې زيات ټينګار کېدای شي د افرطيت په مخنيوي کې مرسته وکړي. د هغه په خبره «د دې له پاره بايد په ښوونځيو، ليليو او نورو ځايونو کې کلتوري فعاليتونو ته وده ورکړو.»

په بنګله دېش کې د يوې مدرسې زده کوونکيانځور: DW/H. C. Ostermann

زبير احمد/ن ص/م س

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب