1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورين

بنګله دیش کې اورلګېدنې درنه مرګ ژوبله اړولې

۱۴۰۱ خرداد ۱۵, یکشنبه

په بنګله دیش کې د کانټينرونو په يوه زېرمه کې پراخې اولګېدنې چاودنه رامنځ ته کړې چې په نتیجه کې یې سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. حکومتي چارواکو د لږ تر لږه ۳۴ مړو او ۳۰۰ ټپيانو خبر ورکړی دی.

Bangladesch - Feuer-Explosion in Sitakunda
انځور: AFP

د بنګله دېش بندري ښار چيتاګونګ ته څېرمه په سيتاکوندا کې د کانټينرونو په يوه زېرمتون کې د اورلګېدنې په پايله کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. داسې ښکاري چې د پېښې د قربانيانو شمېر به لا پسې لوړ شي ځکه چې ډېر مړي لا موندل شوي نه دي او د ژوبلو کسانو شمېر هم ډېر لوړ ښودل شوی دی.

د شنبې په ماښام په سيتاکوندا کې په سلونو ژغورونکي ځواکونه د يوې اورلګېدنې له کبله د نجات په ماموريت بوخت ول چې په دې ترڅ کې د کيمياوي موادو يوه کانټينر کې چاودنه رامنځ ته شوه. د څېرمه پراته لوی ښار چيتاګونګ ښار روغتون سرطبيب، الياس چودهري، په خبره د وژل شوو او ژوبلو کسانو په منځ کې د اور وژونکو تر څنګ پوليس او ژورناليستان هم ګډون لري چې د اورلګېدنې په هکله يې رپوټ ورکاوه. د روغتيا د ادارې مشر، حسن شهريار، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي چې »د مړو شمېر ښايي لوړ شي، ځکه چې اور لا په بشپړه توګه تر کنترول لاندې نه دی.« 

يوه ځايي رضاکاره مرستندوی خبريالانو ته وويل چې »د اور له کلبه په اغېزمن شوو ځايونو کې لا مړي پراته دي.«

سرطبيب چودهري وويل چې ډېر خلک د خپل بدن د ۶۰ تر ۹۰ سلنې سوځېدنې له کبله تر درملنې لاندې دي. چاودنه داسې سخته وه چې له ډيپو سره يو څو کيلومتره لېرې پراته کورونه يې ولړزول. دغه خبره ۶۰ کلن محمد علي وکړه چې په دغه ځای کې د خوراکي توکو يو دوکان لري. د هغه په خبره درانه شيان په سوونو متره لېرې توغول شوي او په آسمان کې »د اور غونډسکې« وليدل شوې چې د اورني باران په څېر راپرېوتې.

د سیمې د اور وژنې ادارې مشر، بريد جنرال معين الدين وويل چې د ډيپو په ځينو کانټينرونو کې هايدروجن پراکسايد مواد وو چې ژر اور اخلي. د هغه په خبره »موږ اور د دغه کيمياوي توکي له کبله تر کنترول لاندې نه شوای راوستلی.«

د ځايي ادارې مشر، مومن الرحمان، وويل چې اور اوس تر کنترول لاندې راغلی، خو د »انګار ځينې سرچينې« لا پاتې دي. اور د ډيپو په داخل کې پر درې هکټاره مساحت غځېدلی و.

په ياده ډيپو يا زېرمتون کې د نورو تر څنګ د څو ميليونو ډالرو په ارزښت جامې ساتل کېدې چې لويديځو سوداګرو ته بايد صادرې شوې وای. د کانټينرونو د زېرمې مشر، مجيب الرحمان، وويل چې د اورلګېدنې علت لا ناڅرګند پاتې دی. د هغه په خبره تقريبا ۶۰۰ تنو په دغه ډيپو کې کار کاوه. په بنګله دېش کې ۱۹ خصوصي د کانټينرونو دغسې ډيپوګانې شتون لري. په ۲۰۲۰ کال کې د پاتېنګا په سيمه کې د تېلو د ټانکيو د چاودنې له کبله درې تنه مړه شوي ول.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب