"بهرنیان دي د ټاکنو په مسلي کي مداخله نه کوي"
۱۳۹۰ تیر ۶, دوشنبهافغان چارواکو وروسته له هغی د نړیوالي تولني څخه دغه غوښتنه وکړه چي د ولسمشر کرزي لخوا جوړه شوي، د ټاکنو ځانګړي محکمي 62 د پالمان غړي په درغلیو تورن کړل او پر ځای يي نوي وکیلان پارلمان ته وروپیژنل.
خو وکیلانو بیا دغه پریکړه څه، بلکه د ټاکنو ځانګړي محکمه هم رد کړي او د نړیوالي ټولني او ملګرو ملتونو څخه يي غوښتي چي دوي سره په دغي برخي کي مرسته وکړي.
د ټاکنو د ځانګړي محکمي پریکړه د افغان چارواکو او د ټاکنو د نړیوالو کتونکو لخوا غندل شوی او ورته د یوی «غیري قانوني» پریکړی خطاب ورکړل شوي دي.
ځینی کار پوهان خو بیا آن وایي چي کرزی د خاصي محکمي په جوړولو سره، غواړی خپله سیاسي اجندا تعقیب کړي.
افغانستان کي دغه سیاسي کړکیچ په داسی حال کی رامنځ ته کیږی چی د راتلونکي کال تر دوبي پوري به افغانستان څخه 33000 امریکایي سرتیري ووځي.
د کرزي لخوا جوړي شوي د ټاکونو ځانکړي محکمي، خپله پریکړه یواځی څو ساعته وروسته له هغي اعلان کړه، چی بارک اوباما افغانستان څخه د امرکایي سرتیرو د ښکلو په اړه خپله پریکړه د یوي تلویزیوني بیانیي په ترڅ کي واوروله.
د ځانکړي محکمي پریکړي ډیری غربی سیاستوال حیران کړل او د کرزی او غربی هیوادونو منځینۍ اړیکي یي له پخوا څخه لا ډيري ترنګلي کړي.
وروسته له هغه چی د ټاکنو ځانکړي محکمي، خپله پریکړه اعلان کړه، د افغانستان د پارلمان غړو د ملګرو ملتونو مشر ته یو لیک و استوه چي په کي یي د هغه څخه د ځانګړي محکمي په هکله مرسته غوښتي ؤ.
خو د افغان ولسمشر ویاند، وحید عمر، ویلي چي د ټاکنو مسله د افغانستان یو کورني ستونزه ده او باید خپله افغاني سازمانونه یي حل کړي.
عمر زیاته کړي چي که بهرني هیوادونو په دغه بهير کي لاس وهنه وکړي نو دا به د افغانستان د قوانینو پر خلاف وي.
«په دغه کړکیچ کي بهرني مداخله به نه یوازي مرسته و نه شی کولاي، بلکه دا به د افغانستان په داخلي امورو کي د مداخلي په معنی وي.»
دا په داسي حال کي ده چي افغانستان ته د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی، ستیفن دیمستورا، پر افغان وکیلانو غږ کړی چي داسي کوم کار و نه کړي چي په ملک کي د ناآرامي لامل شي.
د ټاکنو د ځانګړي محکمي پریکړه د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا هم رد شوي. دغه کمیسیون ویلي چي هیڅ څوک نه شي کولای چي د ټاکنو وروستیو پایلو ته تغیر ورکړي.
آژانسونه: مسعود جهش
کتونکی/ نجیب الله زیارمل