1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بوریس جانسن په نوې کابینه کې څوک ټاکل شوي؟

۱۳۹۸ مرداد ۳, پنجشنبه

د بریتانیې نوي لومړي وزیر بورس جانسن چې پلان لري د اکتوبر په ۳۱مه بریتانیا له اروپایې اتحادیې څخه وباسي، په خپله کابینه کې خپل نیږدې ملاتړي ګومارلي دي. یو شمیر وزیرانو مخکې له دې چې له دندو لیرې کړل شي، استعفا کړې وه.

UK Boris Johnson tritt in die 10 Downing Street ein
انځور: Getty Images/J. J. Mitchell

د بریتانیې نوي لومړي وزیر بورس جانسن د چهارشنبې په ورځ په کابینه کې مهم بدلونونه رامنځ ته کړل او پر مهمو پوستونو یې خپل هغه ملاتړي ټاکلي دي چې د صدراعظمۍ د مقام له پاره یې د ده ملاتړ کاوه.

د بورس جانس نوې کابینه له اروپایي اتحادیې څخه د بریتانیې د وتلو یا بریګزیټ کلک ملاتړې ده. زیاتره پر مهمو څوکیو هغه کسان ګومارل شوي دي چې د اکتوبر په ۳۱مه نیټه له اروپایي اتحادیې څخه د تړون یا د تړون پرته د بریتانیې د وتلو په هکله د جانسن د پلان ملاتړ کوي.

د بریګزټ د چارو پخوانی مرکچي دومنیک راب، چې د پخوانۍ صدراعظمې تریزا مې له کابینې څخه یې له بروکسل سره د بریګزټ پر سر د اختلاف له کبله استعفا کړې وه، د بهرنیو چارو وزیر ټاکل شوی دی.

ډومنیک راب، د جرمي هنت پر ځای ټاکل شوی دی. هنت د بریتانیې د واکمن محافظه پاله ګوند د مشرۍ له پاره په وروستي پړاو کې د جانسن سیال وو او له ماتې سره مخ شو.

پریټي پټېل چې د نړیوالو پرمختیايي چارو وزیره وه، بیرته په کابینه کې شامله شوې او د کورنیو چارو د وزیرې په توګه ټاکل شوې ده. پټېل چې د تریزا مې له لوري د اسرائیل له حکومت سره په پټه د ملاقات کولو له کبله له دندې ګوښه شوې وه، له اروپایي اتحادیې څخه د بریتانیې د وتلو په تړاو د پخوانۍ لومړۍ وزیرې د تړون سر سخته مخالفه وه.

پټیل د ساجد جاوید پر ځای ټاکل شوې او ساجد ته بیا یوه بله مهمه څوکۍ یعنې د مالیې وزارت ور سپارل شوی دی. پر دې څوکۍ باندې فیلیپ هاموند کار کاوه، چې ویلې یې دي نه غواړي له بورس جانسن سره کار ته ادامه ورکړي.

د تریزا مې د کابینې د عدلیې وزیر ډیویډ ګاک، د نړیوالو پرمختیایي چارو وزیر روري سټیوارت او د مې مرستیال ډیویډ لیډنګټون هغه وخت له خپلو څوکیو استعفا وکړه چې جانسن لومړی وزیر شو. د جانسن د مشرتابه له پاره د کمپاین دوه نور مشهور ملاتړي هم په حکومت کې شامل شوي دي. لیز ټرس او ګاوین ویلیمسن په ترتیب سره د سوداګرۍ او د پوهنې د وزیرانو په توګه ټاکل شوي دي.

دغه نوي ګومارنې هغه وخت وشوې چې تریزا مې له خپل دفتر څخه ولاړه او ملکې ایلزابت دوهمې، سره تر لیدنې وروسته جانسن لومړی وزیر شو.

جانسن خپله دا ژمنه بیا تکرار کړې ده چې د کوم جوړ جاړي پرته به هم د اکتوبر په ۳۱مه نیټه بریتانیا له اروپایي اتحادیې څخه ووځي.

rc/se (dpa, AP, AFP, Reuters)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل