1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

بوریس جانس تر رغیدو وروسته له روغتونه رخصت کړل شو

۱۳۹۹ فروردین ۲۴, یکشنبه

د بریتانیا د حکومت یوه ویاند وویل چې د دې هیواد لومړی وزیر بوریس جانسن په کرونا ویروس تر اخته کیدو وروسته په روغتون کې تر درملنې وروسته ښه شوی او له روغتون څخه رخصت کړل شوی دی.

NSH UK - Coronavirus
انځور: Getty Images/Afp/D. Leal-Olivas

د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د اپریل میاشتې په ۱۲مه نیټه) د بریتانیا د حکومت یوه ویاند وویل چې بوریس جانسن چې په کوید ۱۹ یا کورنا ویروس اخته شوی وو،‌ په روغتون کې تر درملنې وروسته کورته استول شوی دی.‌ نوموړی وروسته له هغې روغتون ته انتقال شو،‌ چې په کرونا ویروس تر اخته کیدو وروسته یې روغتیايي وضعیت د خرابیدو په حال کې وو.‌

د حکومت دغه ویاند همدا راز زیاته کړه چې بوریس جانسن نن د یکشنبې په ورځ په مرکزي لندن کې له توماس روغتون څخه رخصت کړل شوی دی او زیاتوي چې د ډاکټرانو د لارښونې په اساس به د لومړي وزارت دندې سمدلاسه پر مخ یونسي.‌

د بریتانیا دغه ۵۵ کلن محافظه کاره سیاستوال کابو یوه اونۍ ترمخه د سختې تبې له کبله روغتون ته انتقال شوی وو.‌ جانسن د روغتون د جدي مراقبت په څانګه کې هم درې ورځې تیرې کړي دي.‌

په عین وخت کې د شنبې ورځې ناوخته،‌ بوریس جانسن د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې زه مې د خپل ژوند له کبله د روغتیايي چارواکو پوروړی یم.‌

د پي‌ اې په نامه د بریتانیا یوه خبري آژانس د حکومتي سرچینو په حواله ویلي‌ چې جانسن په روغتون کې خپل وخت د فلمونو په کتلو،‌ د عامو خلکو له لوري د استول شویو لیکونو په لوستلو او د خپلې کوژدنې کاري سیموندز د میندوارئ الټراساونډ انځورونو په کتلو تیر کړی دی.‌

د بوریس جانسن د نه شتون په موده کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومینیک راب د هغه ځای ناستی وو خو د دې سربیره بیا هم د په بریتانیا کې داسې مشخص او تعریف شوي قوانین او لارښونې نه شته چې د حکومت د مشر د نه شتون په صورت کې څه باید وشي.‌

بریتانیا هم د کرونا ویروس له کبله سخته ځپل شوې ده.‌ تراوسه پورې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس شاوخوا ۷۹ زره مثبتې پیښې ثبت شوي‌ دي. د حکومتي شمیرو له مخې،‌ په بریتانیا کې کرونا ویروس تر اوسه پورې د شاوخوا ۱۰ زرو کسانو ژوند اخیستی دی.‌

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب