په دغه لاگر کې ميشت شاوخوا ۶۰۰ مهاجر به په راتلونکو درو ورځو کې ساراییو ته نژدې، یوې پخوانۍ پوځي قشلې ته انتقال سي. پولیسو د سه شنبه په ورځ ژورنالیستانو او عکاسونه ته دغه لاگر ته د نزدې کیدو اجازه نه ده ورکړې.
د وچیاک لاگر د خرابو شرایطو یعنی، ویجاړو خیمو، بریښنا او اوبو د نشتوالي او د تودیدو د امکاناتو نه درلودلو له امله ډیر مشهور سوی دی. د بیهاج ناحیې دغه لاگر په تیر جون میاشت کې د کثافاتو په یوه پخواني ځای کې جوړ شوی وو ، تر څو هغو ډیرو مهاجرو او پناه غوښتونکو ته د اوسيدو ځای برابرشي چی د اروپایی ټولنی غړي هیواد کروشیا سره په سرحد کې ځای پر ځای دي او د ملگرو ملتونو د سازمانونو په عادي کمپونو کې ورته نور ځای نه وو.
د ژمي، واورو او د شپې له خوا سختې یخنۍ په رارسیدو سره، د وچیاک په لاگر کې د حالت د ښه کیدو هیله نه ترسترگو کیږي. اروپایی ټولنې هم د دغه لاگر د ژر تر ژره تړلو غوښتنه کړې. د کمپ زیاتره اوسیدونکي نه یوازې له دې کبله چې دلته پر اوسيدو سربیره بل بديل نه لري، بلکې له دې کبله هم دلته اوسي چې غواړي د کروشیا سرحد ته نژدې وي. مهاجر او پناه غوښتونکي په وار وار سره دا هڅه کوي چې په اصطلاح له زرغونې کرښې څخه تیر سي او د اروپایی ټولنی هیوادونو ته ځانونه ورسوي.
د بالکان د لارې تر تړل کیدو راهیسي چې له یونان څخه پیل او د مقدونیې، صربستان او هنگرې څخه د اروپا مرکز ته رسیدله، اوس د بوسنیا، کروشیا او سلوانیا لار د مهاجرو له پاره په یوه بدیل اوښتې ده.
G.P/B.S/dpa
زموږ له آرشیف څخه:
په وچیاک کمپ کې میشت مهاجر ژمي ته سخت اندیښمن دي
د بوسنیا هرزګووینا په شمال لویدیخ کې له دوبي راهیسې د مهاجرو یو کمپ جوړ شوی. د دغه کمپ وضعیت خراب دی. ډير ناولی دی، د ژوند شرایط په کې ډیر خراب دي او اوسیدونکي یې له ستونزو سره مخامخ دي. او اوس ژمی هم را ورسید.
انځور: Reuters/M. Djurica
کله چې یوازې ساړه وي
د اکتوبر میاشتې په پای کې د وچیاک په کمپ کې د ژمي راتګ محسوسیده. په بوسنیا کې د تودوخې درجه تر لس سانتي ګراده ښکته ده. زیاتره مهاجر د یخنې پر وړاندې په اصطلاح ښه مجهز نه دي او یوازې په هغو کالیو او کمپلو باندې ګوازره کوي چې ورته د مرستې په توګه ورکړل شوي دي. ځینې خو آن لا سم بوټان هم نه لري.
انځور: Reuters/M. Djurica
زهرجن دود تنفس کول او یا سخته یخني زغمل
دا چې ځانونه لږ ګرم کړي، په دغه کمپ مېشت افغانان، سوریایان او پاکستانانیان په خپلو خیمو کې لرګي سوځوي. خو دغه څه د دې سبب کیږي چې خیمه له لوګي ډکه شي. د کمپ اوسیدونکي د یو انتخاب حق لري. له یوې نرۍ ټوټې څخه جوړه خیمه کې دې یخه شپه تیره کړي او یا دې د تنفسي ستونزو خطر ومني.
مرستندویه سازمانونه د بوسنیا له چارواکو غواړي چې وچیاک کمپ وتړي او مهاجر نسبتا بهتره سرپناوو ته انتقال کړي. د ملګرو ملتونو د مهاجرت چارو د نړیوال سازمان له دفتر څخه د لویدیځ بالکان همغږی کوونکی پېتر فان دیر اوویرایرت، خبرداری ورکوي که چیرې انسانان په ژمي کې دغلته پاتې شي نو په یو څو ورځو یا په څو اوونیو کېی ښایي هلته ځیني انسانان ومري.
انځور: Reuters/M. Djurica
کومه مرسته نه تر سترګو کیږي
داسې ګونګوسي شته چې وچیاک کمپ باید تخلیه شي. خو چارواکو دا ګواښ هم کړی دی چې ډیر ژر به په بیهاچ کې یو بل کمپ وتړي. د مهاجرت له نړیوال سازمان څخه فان دیر اوویرایرت، وایي دا به یوه «فاجعه رامنځ ته کوونکي پریکړه» وي. د هغه په خبره اوسمهال په دغه سیمه کې له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۵۰۰ پورې انسانان په یوه خوندي سرپناه کې ژوند نه کوي. که چیرې په بیهاچ کې دغه مرکز له منځه یوړل شي نو نور ۱۳۰۰ کسان به بې سرپناه شي.