1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بوش: ناټو دې په افغانستان کې لا زيار وباسي

۱۳۸۵ بهمن ۲۷, جمعه

په افغانستان کې د خشونت او تاوتريخوالي د ډېرېدو له امله د امريکې ولسمشر جورج بوش په ناټو غړيو هېوادونو باندې غږ کړی دی چې لا زیاتې هلې ځلې دې پورته کړي. دغه ټلواله دې د امريکې د متحده آيالاتو په څېر نور عسکر چمتو کړي تر څو شته امنيتي تشې د منځه يوړلې شي.

متحده آيالات 3200 نور سرتېري افغانستان ته استوي
متحده آيالات 3200 نور سرتېري افغانستان ته استويانځور: AP
د عسکرو د عملياتو ساحه دې د بوش په وينا د ځانگړو ملي مقرراتو له مخې محدوده کړای نه شي. په دې لړ کې د آلمان د پوځ د ماموريت محدوده ساحه د افغانستان په شمال او پلازمېنې کابل کې وار په وار تر نيوکو لاندې راغلې وه. متحده آيالات 3200 نور سرتېري افغانستان ته استوي تر څو د طالبانو د پسرلني بريدونو مخه ونيسي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب