بوش نه غواړي چې له عراق څخه د ځواکونو د ايستلو نېټه وټاکي
۱۳۸۶ اردیبهشت ۱۲, چهارشنبهاعلان
بوش دغه څرگندونې د يوې وينا په ترڅ کې کړي دي. هغه زياته کړه چې د شاتگ د دقيقې نېټې ټاکنه تروريستانو سره مرسته کوي او داراز يو مهالوېش «د ماتې خوړلو د نېټې» په مانا وي. دموکراتانو په کانگرس کې يو ځل بيا ټينگار وکړ چې قصد لري امريکايي ځواکونو له عراقه وباسي. د دموکرات گوند غړو په پارلمان کې د چارشنبې په ورځ د راي اچونې وړانديز کړی دی، خو داسې ښايي چې هغوی د امريکې په دواړو جرگو کې له ماتې سره مخ دي ځکه چې دموکرات گوند لازم اکثريت نه لري. ولسمشر بوش او د کانگرس نور غړي غواړي چې له ناندرې څخه د وتو د جوړجاړۍ لاره ولټوي.