1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بيربوک: نړۍ بايد طالبانو ته ووايي چي پر ناسم لوري روان دي

۱۴۰۱ خرداد ۱۷, سه‌شنبه

د آلمان د بهرنيو چارو وزیري انالینا بیربوک چې دا وخت په اسلام آباد کې ده په افغانستان کې د ېوې بشري فاجعې د پيښيدو خبرداري سره له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې باید د طالبانو رهبرۍ ته پيغام واستوي چې دوی پر ناسم لوري روان دي.

Pakistan Außenministerin Baerbock Bilawal Bhutto-Zardari
انځور: Bernd von Jutrczenka/dpa/picture alliance

د آلمان د بهرنيو چارو وزیره د سه شنبې په ورځ اسلام آباد ته ورسيده او د دغه هیواد له چارواکو سره ېې وکتل. تر دې وړاندې ويل شوي وو چې د آلمان خارجه وزيره به د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو کې د پاکستان په پلازمينه اسلام آباد کې د دغه هیواد له صدراعظم، شهباز شریف او خپل پاکستاني سيال، بلاول بوتو زرداري سره خبرې اترې ولرې.

انالینا بیربوک د دوشنبې په ورځ ويلي ول چې هغه به په دغه سفر کې د نورو مسئلو تر څنګ له پاکستاني چارواکو سره له افغانانو سره د مرستې، آلمان ته د حفاظت په موخه د اړمنو افغانانو پر انتقال او د افغان ښځو د حقونو د رعایت له پاره پر طالبانو د فشار راوړلو پر ډېريدو خبرې وکړي.

میرمن بیربوک د سه شنبې په ورځ په اسلام آباد کې له خپل پاکستاني سيال بلاول بوټو زرداري سره په يو ګډ خبري کنفرانس کې پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې باید په افغانستان کې د طالبانو رهبرۍ ته پيغام واستوي چې هغوی پر ناسم مسیر روان دي.

نوموړې د افغانستان پر اوسني وضعیت اندېښنه ښکاره او په دغه هیواد کې ېې د ېوې انساني فاجعې د پېښیدو خبرداری ورکړ. د آلمان خارجه وزیرې وويل: «دا چې په افغانستان کې څه پيښيږي په اړه ېې زموږ اغیز ډير محدود دی. دا پخپله په طالبانو پورې اړه لري چې د خپلو اقتصادي منافعو له پاره منطقي موخي انتخاب کړي، خو دا هغه څه نه دی چې دوی [طالبان] ېې ترسره کوي.»

بیربوک له بلاول بوټو سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په باغچه کې د نیالګي کينولو پر مهالانځور: Bernd von Jutrczenka/dpa/picture alliance

بيربوک په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «دا د افغانستان د خلکو ګناه نه ده چې حکومت ېې د طالبانو له خوا ړنګ کړل شو.»

د آلمان د بهرنيو چارو وزیره پاکستان ته له افغانستان څخه د حفاظت په موخه د ځينو افغانانو د رايستلو په پروسه کې د یو مهم شريک په سترګه ګوري.

هغې د خبري کنفرانس پر مهال زیاته کړه چې آلمان او پاکستان، د پاکستان له لارې د افغان مهاجرو د چټک انتقال له پاره خپل اړوند سیستمونه بيا تنظیم کړل او له دې لارې د تیرو څو میاشتو په جریان کې څه باندې ۱۴ زره افغانان په ځانګړې توګه هغه چې له خطر سره مخ ول وتوانیدل آلمان ته سفر وکړي.

بیربوک نن وويل چې برلین او اسلام آباد، آلمان ته د افغان مهاجرو د لیږد پروسې وخت رالنډ کړی دی.

د آلمان د بهرنيو چارو وزيرې د دوشنبې په ورځ پاکستان، يونان او ترکېې ته د خپل څلور ورځني سفر څخه د مخه اعتراف وکړ چې حفاظت ته د اړمنو افغانانو د تخلېې پروسه سسته روانه ده او تر څنګ ېې دا هم وويل چې د حل ساده او واقعاً د رضایت وړ لارې چارې هم موجودې نه دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب