له ۲۰۰۵م کال راهيسې په نړۍ کې پر بيره يا اختلال اضطرابي د اخته کسانو شمير ۱۵ سلنه لوړ شوی دی. دا رواني ناروغي څه علايم لري او څرنگه یې مخنيوی کولی شو؟
اعلان
د روغتيا د نړيوال سازمان (WHO) په حواله په ۲۰۱۵م کال کابو ۲۶۴ ميليونه انسانان له Anxiety يا بيرې څخه کړيږي. خو بيره يا اضطرابي اختلال په اصل کې څه ته وايي؟
بيره يو ډېر طبعې احساس او په ډېرو مواردو کې د توجې وړ هم ده ځکه چې موږ له خطره ساتي. خو په ځينو داسې موارد کې چې هلته انسان ته په اصل کې هيڅ خطر متوجې نه وي، د بيرې احساسول Anxiety يا اضطرابي اختلال دی. له منطقي نظره که ورته وکتل شي نو دا بيره بيخې بې بنسټه وي خو بيا هم لکه حقيقي داسې احساسيږي.
عمومي اضطرابي اختلال
Anxiety يا بيره څو ډوله وي د مثال په توگه د ځينو مخصوصو شيانو څخه بيره يا کرکه درلودل چې «فوبيا» هم ورته ويل کيږي. خو تر ټولو محدوده کوونکې یې عمومي اضطرابي اختلال دی. په داسې حال کې چې فوبيا په يوه مشخص وضعيت يا له يوه شي څخه په بيره پورې، د مثال په توگه له ځینو حشراتو يا په الوتکه کې د سفر څخه په بيره پورې تړلې ده، عمومي بیره بيا ډېر لږ مشخصه ده. دا لکه د يوه دوامداره ملگري يا يوه سيوري له انسان سره وي او هر وخت او په هر ځای کې رامنځته کيدلای شي.
خو دا په دې معنا هم نه ده چې په دې رواني ناروغۍ اخته کسان دې تل په يوه ناوړه او کړيدونکي حالت کې وي. د ډېرو اغیزمنو له پاره دوامداره فشار يا ستريس عادي خبره گرځي. زياتره په دې ناروغۍ اخته کسان له ډېر چوکنيوالي د خپلو انديښنو د پټولو هنر زده کوي او خپل ورځنی ژوند پر مخ وړي. خو بيا هم ناروغان د دې بيه پرې کوي.
عوامل
د بيرې يا ډار په رواني ناروغۍ د اخته کيدو عوامل بېلا بېل دي. ښځې د نارينه وو په مقابل کې دوه برابره زياتې اغيزمنې دي. ځينې خلک په جنيتکي توگه ډېر بيرې او رواني فشار ته تمايل لري. د يوه کس د ژوند چاپيريال او ناوړه تجربې هم د دې اختلال په رامنځته کيدو کې نقش درلودلی شي.
ستړتيا، بې خوبي او د معدې او هاضمې ستونزې یې عامې نخښې دي. څوک چې احساس ولري چې د انديښنو او بيرو له گردابه نور نه شي وتلی او دا حالت یې شپږ مياشتې دوام پيدا کړي هغه ته توصيه کيږي چې له يوه ډاکتر سره مشوره وکړي. سربيره پر دې په ورځني ژوند کې يو څو کوچني تغيرات هم مثبت اثرات درلودلی شي.
ورزش
په اوونۍ کې دوه يا درې وارې د لږ تر لږه ۳۰ دقيقه ورزش ډېره گټه لري. دا هيڅ مهم نه دی چې سړی څه ډول سپورت وکړي: ځغاسته، د سپورت کلب ته تلل، فوټبال کول او لامبو ټول گټه لري. مهمه داده چې سړی ستړی شي.
بدني فعاليت د بيرې او فشار پر وخت د خارجيدونکي هارمون «آدرنالين» په له منځه وړو کې مرسته کوي. د سپورت پر وخت د انسان د زړه ضربان لوړيږي، بدن خوله کوي او سړی ژر ژر ساه اخلي. په دې ترڅ کې بدن د هغو علايمو سره چلن زده کوي چې د بيرې يا ډار د يوې حملې په وخت ورسره مخامخ کيږي.
خوراک
مناسب او سالم خواړه چې غلجات، ترکارۍ او د کب غوړي پکښې شامل وي، د ستريس په کمولو کې مرسته کوي. له کومو شيانو چې ډډه بايد وشي هغه نشاسته لرونکي خواړه دي لکه له نورمالو سپینو وړو پخه شوې ډوډۍ او يا له دې وړو تيار شوي مکروني. دا ډول خواړه په وينه کې د انزولين اندازه لوړه ساتي او د انزولينو زيات مقدار په بدن کې التهابي غبرگونونه پارولی شي چې پر مغزو منفي اغیزه کوي.
قهوه يا کافي د هغو کسانو له پاره چې بيره او ډار لري، په دې کې د موجود مواد کافين له کبله ښه نه ده. کافي نه يوازې سړی ويښ ساتي بلکې کيدای شي د زړه ضربان هم لوړ کړي. بدن بيا دې ته د فشار يا بيرې د يوه سگنال په سترگه گوري.
د عضلاتو آرامول
پر مناسب خوراک او ورزش سربيره د عضلاتو د آرامولو تخنيکونه د رواني فشار يا بيرې په کمولو کې ډيره مرسته کوي د بيلگې په توگه يوگا، مراقبه او داسې نور د آرامتيا تخنيکونه. د ساه اخيستو يو ډول تخنيک چې له لارې يې سړی په آرام سره ساه اخيستل زده کوي، هم ډېر گټور دي. په دې توگه بدن آراميږي او د بیرې او فشار پر وخت خارجيدونکی هارمون په وينه کې کميږي.
خو که چيرې سپورت، مناسب خوراک او د آرامتيا دغه نور ټول تخنيکونه تر دوو مياشتو پورې فايده ونه لري نو سړی بايد بيا يوه ډاکتر ته مراجعه وکړي.
Sophia Wagner (B.S/N.Z)
زموږ له آرشيف څخه:
د خوشاله ژوند تیرولو له پاره لس لارښوونې
خوښي د ژوند خوند دی او داسې اټکل کیږي چې خوشاله خلک اوږد ژوند لري. هیله مندي او مثبت احساسات موږ د زړه له بې نظمیو ژغوري او د انسان مقاومت لوړوي. د خوشاله ژوند تیرولو له پاره لس لارښوونې په دې انځورونو کې ولولئ.
انځور: Colourbox/Syda Productions
له خلکو سره لا ډیري اړیکې ولرئ!
د انسان په ژوند کې د خوښیو په ډیریدو کې اړیکې تر نورو ډیر مهم رول لري. هغه خلک چې پراخې او غښتلې ټولنیزې اړیکې ولرې تر نورو ډیر خوشاله، د ښه روغتیا خاوندان او ډیر ژوند کوي. له کورنۍ او ملګرو سره نږدې اړیکې د مینې، هدف د ملاتړ سبب کیږي او په انسان کې د خپل ځان د ارزښت احساس را ژوندی کوي. په ژوند کې د خوښیو له پاره د نویو اړیکو جوړول او غښتلي کول مهم رول لري.
انځور: Colourbox/yanlev
د نورو له پاره یو څه وکړئ!
زموږ د خوښیو له پاره یو څه چې ډیر مهم دي هغه نورو ته پاملرنه ده. له نورو کسانو سره مرسته نه یوازې د هغوی له پاره ښه دي، بلکي له اخلاقي پلوه ښه کار دی او د دې سبب ګرځي چې موږ د خوښۍ او د ښې روغتیا احساس وکړو. د نورو لاس نیوی هم د خلکو ترمنځ غښتلې اړیکې رامنځ ته کوي. پیسې مهمې نه دي، موږ کولی شو یو چاته خپل وخت، نظر او انرژي ورکړو نو له همدې کبله که غواړئ ښه احساس ولرئ، ښه کارونه وکړئ.
انځور: Colourbox/Kuzma
د خپل بدن ښه ساتنه وکړئ!
زموږ بدن او ذهن سره نښتي دي. فعالیت موږ خوشاله کوي او زموږ روغتیا ته هم ګټور دی. فعالیت زموږ وضعیت ښه کوي او انسان له روحي فشاره ساتي. لازمه نه ده چې درانه کارونه وکړئ. ډیرې ساده لارې شته چې هره ورځ مو د منفي انرژۍ د مصرف سبب ګرځي. یوازې قدم وهل او په کافي اندازه خوب کول هم د انسان روغتیا ته ګټور دي او بلاخره د انسان د خوښۍ سبب ګرځي.
انځور: Colourbox
په ژوند کې هدف وټاکۍ او ورته هیله مند اوسئ!
د راتلونکي له پاره ښه احساس لرل هم د انسان د خوښۍ سبب ګرځي. موږ ټول په ژوند کې هدفونو ته اړتیا لرو کوم چې موږ دې ته اړ کوي چې په هکله یې زیار او فکر وکړو. که چیرته وغواړو چې ناممکن کارونه وکړو، دا مو له روحي پلوه تر فشار لاندي راولي. داسې اهداف باید وټاکل شي چې د لاسته راوړلو وړ وي او زموږ ژوند ته یو مثبت لید لوری وربخښي. او کله چې دغه هدفونه ترلاسه شي، انسان د خوښۍ احساس پیدا کوي.
انځور: Colourbox
د خپل ژوند شاوخوا ته پام وکړئ!
آیا کله مو احساس کړۍ چې په ژوند کې مو نیمګړتیاوي شته؟ ښه نو ښه خبر دا دی چې نیمګړتیاوې په ژوند کې وي! موږ باید توقف وکړو او هرڅه ته پام وکړو. هیله مندي او له چاپیریال څخه خبرتیا، لکه کله نا کله کار ته پلي تګ کول، د ژوند په ټولو برخو کې ښه ثابتیږي. دا مو له تیر وخت څخه حاضر وخت ته راولي او د راتلونکي په هکله مو له اندیښنو ساتي. نو له همدې امله له هرې ورځې باید ډیره استفاده وشي.
انځور: Colourbox/PathomP
تل مثبت فکر کوئ او مثبته لاره غوره کوئ!
مثبت احساسات لکه خوښي، درنښت، ویاړ، قناعت په ژوند کې خوږوالی ډیروي. خو بیا هم موږ باید د ژوند د هسکو او ژورو په هکله خوشبین اوسو ځکه دا په هر وضعیت کې پر ښه اړخ باندي زموږ د تمرکز لامل ګرځي. دا دقیقا هماغه د نیمايي تش او نیمايي ډک ګیلاس تیوري ده، چې مثبت فکر لرونکي ورته د ډک ګیلاس او منفي فکر لرونکي ورته د نیمايي تش ګیلاس فکر کوي.
انځور: Colourbox/Dmitry
تل هڅه کوئ نوي شیان زده کړئ!
زده کړه په مختلفو مثبتو لارو زموږ پر روغتیا مثبت اغیز کوي. دغه څخه موږ نویو نظریو ته ځیر کوي او زموږ سره مرسته کوي چې لا ډیر کنجکاو او بوخت شو. سربیره پر دې دا انسان ته د لاسته راوړني احساس بخښي او پر ځان اعتبار زیاتوي. کولی شو له نورو ملګرو سره خپل مهارتونه شریک کړو، په یوه کلب کې نوم لیکنه وکړو، د موسيقۍ د آلو زده کول، د نوې لوبې زده کول او ډیر نوي شیان انسان ته خوښۍ وربخښي.
انځور: Colourbox/Antonio Gravante
صحنې ته د راتګ له پاره هڅې وکړئ!
موږ ټول د روحي فشار، بايلل، ناکامۍ او په ژوند کې بدې پیښې تجره کوو. خو دا چې دغو پیښو ته څه راز عکس العمل ښیوو، دا په اصل کې زموږ پر ژوند ډیر اغیز کوي. موږ ډیر وخت نه پوهيږو چې موږ ته پيښيږي، خو دا کولی شوی چې د یوې پیښې په هکله خپل عکس العمل انتخاب کړو. په عمل کې دا ساده کار نه دی خو څیړنې ښيي چې زړورتوب هغه څه دي چې د نورو هنرونو په څیر زده کیدلی شي.
انځور: Colourbox
څه چې یې، په همغه راضي اوسئ!
هیڅوک پوره نه دي. خو موږ ډیر وخت ځان له نورو سره پرتله کوو. موږ په دې اندیښمن کیږو چې څه نه لرو او پر دې فکر نه کوو چې موږ په ژوند کې څه لرو او دقیقاً همدغه څه خوښۍ له منځه وړي. د خپل ځان منل او پر خپل ځان مهربانه کیدل د ژوند خوند ډیروي. زموږ سره دا هم مرسته کوي چې دا ومنو چې موږ څه یوو او څه لرو.
انځور: Colourbox
د کل جز اوسئ!
هغه خلک چې په خپل ژوند کې هدف لري، هغوی د نورو په نسبت خوشاله ژوند لري. دوی همدا راز کم روحي فشار تجربه کوي. خو پوښتنه دا ده چې د ژوند هدف او معنی چیري موندلی شو؟ ممکن د ژوند هدف او معنی زموږ په مذهب او دین کې وي یا ممکن په نورو برخو کې وي، لکه کورنۍ او کار او داسې نور. خو د دې پوښتنې ځواب د هر انسان له پاره توپير کوي.