بُن: پر افغان قونسلگرۍ شکمن تيږي ويشتونکي نيول شوي دي
۱۳۹۹ شهریور ۱۹, چهارشنبه
د آلمان په بُن ښار کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت قونسل نجیب الله مهاجر د دویچه ویله د پوښتنې په ځواب کې وویل چې د سه شنبې په ورځ مخکې له غرمې دوو شکمنو کسانو د قونسلګرۍ د احاطې کټاره ماته کړه او د قونسلګرۍ احاطې ته ننوتل: «دغو کسانو د یو شمیر دفترونو او قونسلګرۍ ته د ننوتلو دروازې د ساتونکو غرفې د ښيښو پر ماتولو پیل وکړ. د قونسلګرۍ ودانې ته لږ څه زیان اوښتی دی، لکه د ځینو دفترونو د ښيښو ماتیدل.»
د سه شنبې په ورځ په بهرنیو هیوادونو کې د افغانستان د نورو سیاسي نمایندګیو په څیر د شهید اوونۍ د پيلیدو په مناسبت رخصتي وه. مهاجر وویل چې د قونسلګرۍ ساتونکي د ودانۍ په دریم پوړ کې وو او په بیړه یي پولیسو ته اطلاع ورکړې ده.
د بُن ښار د پولیسو ویاند تائیدوي چې د افغانستان پر قونسلګرۍ تیږې ویشتل شوي دی. د پولیسو ویاند دویچه ویله ته وویل چې پولیسو سمدستي ځان رسولی دی او دوه شکمن کسان یي نیولي دي. د پولیسو ویاند ویلي دي چې نیول شوي شکمن کسان افغان پناه غوښتونکي دي.
د قونسلګرۍ له کارونو نارضایتي او که کومه بله انګیزه؟
په بُن کې د افغانستان قونسلګیري د استوګنې په یوه سیمه کې موقعیت لري. له دې سیاسي نمایندګۍ څخه ټولو اروپا میشتو افغانانو ته پاسپورتونه ورکول کیږي. څو واره داسې پيښ شوي چې یو شمیر افغانانو د اداري کارونو د ځنډیدو له امله اعتراض کړی وي.
د پولیسو ویاند ویلي دي چې د دې پيښې په ارتباط نیول شوي دواړه شکمن کسان افغان پناه غوښتونکي دي او ممکن دا موضوع د دوی او قونسلګرۍ ترمنځ جنجال سره ارتباط ولري، خو تر اوسه پورې قضیه په بشپړ ډول روښانه نه ده. د پولیسو ویاند زیاته کړې ده چې د قونسلګرۍ ودانې ته د مالي زیان اړولو او ناکرارۍ رامنځته کولو په شک د دغو دواړو کسانو پر وړاندې تحقیقات جریان لري.
خو په بن کې افغان قونسل وایي ناممکنه ده چې دغه پيښه دې له اداري کارونو څخه د نارضایتې په دلیل رامنځته شوې وي: «زمونږ موندنې ښيې چې دوی مخکې له مخکې تیارۍ سره پر دې تعرض لاس پورې کړی دی او هڅه یې کړې ده چې اصلي ودانې ته ننوځي، خو بریالي شوي نه دي.»
مهاجر زیاته کړه: «دغو کسانو له ځان سره وسائل، لکه قیچي چې د احاطې حصار پرې قطع کړي راوړي وو. هغه تیږي چې دلته ویشتل شوي د دې ځای نه دي، او دا یې د مخکې له مخکې پلان په اساس له ځان سره راړوي دي.»
مخکې تر دې هم څو واره د دغې قونسلګرۍ مخې ته اعتراضونه شوي دي او د دې ناحیې اوسیدونکو هم د خلکو د بیروبار او مراجعینو د مزاحمت له امله شکایت کړی دی.
مهاجر وایي چې د دې ستونزو د حل له پاره تدابیر ترلاس لاندې نیول شوي او عملي کیږي چې د هغو له جملې څخه د قونسلګیرۍ هغه کارونه چې فزیکي شتون ته ضرورت نه لیدل کیږي، د آنلاین له لارې ترسره کیږي.