1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بښنې نړیوال سازمان افغانستان کې د مېرمنو د حالت ارزونه کړې

۱۴۰۲ مرداد ۲۱, شنبه

پر افغانستان د طالبانو له دوه کلنې واکمنۍ وروسته بښنې نړیوال سازمان دغې هېواد کې د ښځو «دردوونکی» حالت ارزولی دی. دغې بنسټ د ژوندانه له ټولو چارو د مېرمنو او نجونو منع کول «بشري جنایت» بللی دی.

افغان مېرمنو د خپلو حقونو له پاره لاریون کړی
افغان مېرمنو د خپلو حقونو له پاره لاریون کړیانځور: AFP/Getty Images

بښنې نړیوال سازمان د جمعې پر ورځ روښانه کړې: «د طالب اورپکو له لوري د واک تر لاسه کولو وروسته د ښځو او نجونو له حقونو سیستماتیکې سرغړونې ښايي د بشریت ضد جنایت سره یو شان وي. طالبانو په منظم ډول د ژوند په ټولو چارو کې د مېرمنو او نجونو حقونه تر پښتو لاندې کړي دي.»

د اسیا په چارو کې د بښنې نړیوال سازمان کارپوهې مېرمن ترزا برګمان ویلي، د ۲۰۲۲ کال د مارچ له میاشتې راهیسې نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو ته د تګ اجازه نه لري او دا د نړۍ په هېڅ هېواد کې معمول نه دی. هغې زیاته کړې: «د رپوټونو تر مخه، آن په ځینو ولایتونو کې لس کلنې نجونې هم ښوونځیو ته نه پرېښودل کېږي.»

هغې زیاته کړې، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر پنځلسمه پر کابل د طالبانو له دویم‌ځلي واکمنۍ راهیسې دغې ډلې نجونې او مېرمنې د ژوند له ټولو چارو منع کړي. د روان کال د جولای له میاشتې راهیسې بیا په دغې هېواد کې طالبانو زرګونه سینګارځایونه تړلي دي.

په بند سینګارتون کې د یوې سینګاروونکې ژړاانځور: Waslat Hasrat-Nazimi/DW

بښنې نړیوال سازمان ویلي، د دوی ګڼې څېړنې ښيي، چې طالب اورپکي د بشري حقونو پخواني وکیلان، بهرنیو هېوادونو او بنسټونو له پاره پخواني سیمه‌ييز کارکوونکي او همداشان فعالان څاري. ویل شوي: «په خپل سر زنداني کول، ورکول، له محاکمې پرته اعدامول او شکنجې له تېرو دوو کالو راهیسې په ډېرو سیمو کې د هرې ورځې په امرونو کې شامل دي.»

 بښنې نړیوال سازمان د آلمان له حکومته غوښتي، چې د افغانانو د منلو غوښتنې دې عملي کړي. دغې بنسټ څرګنده کړې ده، چې د ۲۰۲۱ کال اکتوبر میاشت کې د آلمان د حکومت د پروګرام له پیلېدو راهیسې «د خطر تر کچې لاندې یو کس هم واقعآ له افغانستان څخه المان ته نه دی راغلی»، ښايي دا چاره د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد کې د المان د سفارت کارکوونکیو له کمي سره هم تړلې وي.

د بښنې نړیوال سازمان د موندنو له مخې، شاوخوا ۱۲ زره کسان افغانستان کې په دې تمه دي، چې المان ته ولاړ شي.

/OD/afpd/rsm/hm

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل