1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان داخله وزير: له ۲۰۰زرو ډېر افغانان له پاکستانه وتلي

۱۴۰۲ آبان ۱۳, شنبه

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر نن، شنبه وويل چې تر اوسه له ۲۰۰زرو ډېر غیر راجستر شوي افغان مهاجر له پاکستانه خپل هېواد ته بېرته ستانه شوي دي. پاکستان وايي په دغه هېواد کې ۱ اعشاريه ۷ ميليونه افغانان د اوسېدو اسناد نلري.

د پاکستان حکومت د اعلان پر اساس، د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر میاشتې په ۳۱مه په دغه هېواد کې د غیر راجستر شوو افغانانو د اوسېدو مهلت پای ته ورسېد
د پاکستان حکومت د اعلان پر اساس، د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر میاشتې په ۳۱مه په دغه هېواد کې د غیر راجستر شوو افغانانو د اوسېدو مهلت پای ته ورسېد انځور: Abdul Majeed/AFP/Getty Images

د پاکستاند کورنیو چارو وزير، سناتور سرفراز بګټي، د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۳م کال د نومبر ۴مه) د آلمان خبري آژانس ته وويل: «تر اوسه پورې له ۲۰۰زرو ډېر افغان مهاجر خپل هېواد ته بېرته ستانه شوي دي.»

بګټي زیاته کړه چې افغانستان ته د بېرته ستنېدا پروسه د خيبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو په ټولو سرحدونو کې په نرمۍ سره روانه ده. د پاکستان یاد دوه ایالتونه له افغانستان سره ګډې پولې لري.

په وروستیو اونیو کې له ۱۶۰زرو ډېر افغان مهاجر د پاکستان له خیبر پښتونخوا او له ۶۰زرو ډېر له بلوچستان ایالت څخه افغانستان ته بېرته اوښتي دي.

د پاکستان د رسمي ارقامو له مخې په دغه هېواد کې شاوخوا ۴ اعشاريه ۴ ميلیونه افغانان ژوند کوي چې په دې ډله کې ۱ اعشاريه ۷ ميلیونه ېې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

پاکستان تېره میاشت اعلان وکړ چې له اسنادو پرته افغانان دې د نومبر میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې په خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

په افغانستان کې طالب چارواکو د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د افغانانو په اېستلو کې دې له بېړې کار نه اخلي او د هغوی د باعزته بېرته ستنيدو له پاره دي اضافي وخت ورکړي. رپوټونه وايي چې په پاکستان کې مېشت افغانان د چارواکو له خوا ځورول کيږي تر څو له دغه هېواده وتلو ته ېې اړ کړي وي. ځينې بشري سازمانونو او فعالینو د پاکستان پر چلند نېوکې کړې دي.

(dpa)mks/mns

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل