سياستچین
بیجنګ: امریکا سره مو په ځینو برخو کې همکاري ځنډولې ده
۱۴۰۱ مرداد ۱۴, جمعهاعلان
د چین د بهرنيو چارو وزارت په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې چین د اتو مشخصو اقداماتو په ډله کې له امریکا سره اقليمي مذاکرات او همدارنګه په سرحدونو کې د غیرقانوني مهاجرتونو او جرمونو د مخنیوي په برخه کې همکارۍ هم د تعلیق په حال کې راوستي دي.
چین وايي دغه تصمیم ېې روانه اوونۍ له تایوان څخه د نانسي پلوسي د کتنې په ارتباط نیولی دی.
په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ويلي دي چې تایوان ته د پلوسي سفر یو سولیز سفر وو او د تایوان په هکله د امریکا متحده ایالاتو په سیاست کې کوم بدلون نه وړاندې کوي.