1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بیربوک: «دا د روسیې له خوا يوازي نوی پروپاگنډ دی»

۱۴۰۱ تیر ۳۰, پنجشنبه

روسیه خبرداری او د جرمني خارجه وزیره بالمقابل جواب ورکوي. انالینا بیربوک له دویچه ویله سره په مرکه کي د مسکو له خوا تندي لهجې سره سره بیا هم له اوکراین سره د نورو مرستو ژمنه وکړه.

DW-Interview mit Bundesaußenministerin Baerbock
انځور: Zura Karaulashvili/DW

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بیربوک د روسیې د هغه اعلان په وړاندي سخت غبرگون وښود چي غواړي د اوکراین پر نورو سیمو هم بریدونه وکړي. د هغې په خبره روسیه هر ځل یو بل ډول دلیل راوړي، او دا ځل وايي چي د پوځي ملاتړ له امله. خو پر کیف او د اوکراین پر نورو برخو یې پخوا لا بریدونه کړي دي. نوموړي وزیري په هانوور کي له دویچه ویله سره په ځانگړي مرکه کي وویل: دلته خبره فقط د روسیې له خوا پر یوه نوي پروپاگند ده.  

له اوکراین سره د آلمان مرسته

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف مخکي له دې له روسي رسنیو سره په خبرو کې ويلي ول چي په راتلونکي کي به د روسیې پوځي ماموریت د اوکراین لویدیځ ته هم پراخ سي. لاوروف خبرداری ورکړ چي جغرافیايي هدفونه به له اصلي جبهې څخه نور هم لیري سي، که لویدیځ اوکراین په لا ډیرو وسلو سمبال کړي. هغه برعکس په نیژدې راتلونکي کي د سولي خبري اتري له امکانه لیري بولي.

د جرمني خارجه وزیري بیربوک بیا برعکس له اوکراین سره د لا نورو مرستو ژمنه وکړه. د هغې په خبره موږ د مرستو بیلابیل ډولونه ارزیابي کوو. هغه څه چي موږ کولای سو هغه دادی چي مرستي ترسره کړو: »د څیړنو او د ښارونو د ماین پاکولو په برخه کي. موږ د طبي مرستو او د مهاجرو په برخه کي د اوکراین ملاتړ کوو.« هغې وویل چې که په نورو برخو کي هم مستقیمو مالي مرستو ته اړتیا وي بیا به هغه هم تر ارزوني لاندي ونیسي.

بیربوک په اوس وخت کی په آلمان کی دننه په لس ورځني دوبني سفر بوخته ده. د »په امنیت کي ژوند« په نامه هشتگ لاندي هغه غواړي له اولس سره د ملي امنیت پلان سوې ستراتیژۍ په اړه خبري وکړي. نوموړي وزیري د مارچ په میاشت کي په رسمي ډول په دې پیل وکړ چي دغه ډول یوه ستراتیژي رامنځته کړي.

د چین نوی سیاست

په همدې ارتباط هغه غواړي د چین د سیاست په هکله هم له سره غور وکړي. بیربوک دویچه ویله ته وویل: هدف دادی چي په ځینو برخو کي د اقتصادي وابستگي په هکله له سره فکر وسي. د مثال په ډول برقي ترانسپورت: «کله چي موږ اوس په بشپړ توگه له برقي موټرانو څخه کار واخلو تر څو خپل اقلیمي اهداف ترسره کړو، بیا نو طبعاً بطریو ته ضرورت لرو. موږ دلته د بطریو داسي تولید نه لرو چي د الکترونیکي موټرو له پاره ورڅخه گټه واخلو. موږ اوس یوه جوړوو، خو د هغو ټولو موادو له پاره چي په بطریو کي موجود دي، موږ ۹۸ سلنه وابستگي لرو او دا کار د اروپا پر ټولو موټرو دلالت کوي.»

له همدې کبله به آلمان د خپلو اروپايي متحدینو او د اروپايي اتحادې له کمېسیون سره نیژدې همږغي وکړي. کمېسیون په ښکاره ډول ویلي دي چي چین د ځینو اقتصادي پوښتونو په برخه کي یو سیال او د اقلیمي بحران په وړاندي یو متحد، خو همدارنګه یو سیستمي سیال هم دی.

بیربوک وایی: «څرنگه چي هغه یو سیستمي سیال دی، موږ باید دا واضح کړو چي موږ هیڅوک نه سي کولای تهدید کړي، لکه د روسیې د وابستگۍ په هکله چي دا کار سوی دی. دا د چین د ستراتیژۍ په هکله د آلمان د حکومت یو اساس دی.»

بیربوک زیاته کړه: «موږ په هغه برخه کي چي امکان لري، گډ کار کوو، خو موږ همدارنگه د خراب زیربنايي سیستم په برخه کي د خپلواکۍ یوه اروپايي ستراتیژي هم لرو، چي زموږ د خارجي سیاست سره سمون لري.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب