1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په منځنۍ آسیا کی اروپایي ټولنې ته پر نژدیوالي د آلمان تأکيد

۱۴۰۱ آبان ۹, دوشنبه

د جرمني د خارجه وزیري انالېنا بېربوک د درې ورځني سفر هدف قزاقستان او ازبکستان دي. د اوکراین جگړې ته په کتو سره، منځنۍ آسیا ته د هغې سفر یو سیاسي زیگنال هم دی.

Verleihung Goethe-Medaille 2022 des Goethe-Instituts
انځور: Bodo Schackow/dpa/picture alliance

د جرمني د خارجه وزیري انالېنا بېربوک د درې ورځني سفر هدف قزاقستان او ازبکستان دي. د اوکراین جگړې ته په کتو سره، منځنۍ آسیا ته د هغې سفر یو سیاسي زیگنال هم دی.

د آلمان خارجه وزیري قزاقستان ته تر سفر مخکي وویل: « دمنځنۍ آسیا دولتونو دا هیله لرله چي د روسیې، چین او اروپا ترمنځ یو پُل وگرځي. خو اوس بیریږي چي د سیالو قوتونو ترمنځ تر فشار لاندی راسي.»

بیربوک تینگار وکړ چی «زما له پاره مهمه ده چي هغوی په راتلونکي کي د روسیې او چین د انحصار په بحران کی نه وي او د هغې سفر هم ددې ښکارندویه دی چي آلمان له »منطقې« څخه مخ نه اړوي، بلکه برعکس موږ له منځنۍ آسيا سره په اړیکه کی پاتیږو.»

قزاقستان او ازبکستان ته د بېربوک د سفر هدف څه دی؟

د جرمني خارجه وزیري څرگنده کړه چی هغه تر ټولو مخکي غواړي چي واوري، خلک په دغه ډول یوه حالت کي له اروپا څخه کومي هیلي او انتظارات لري. هغې زیاته کړه چي د اوکراین په وړاندي د روسیې یرغلیزه جگړه د شوروي اتحاد دغه ټول مخکیني جمهوریتونه هم ددې پوښتني سره مخامخ کړي چي د هغوی د حکومتونو موجودیت به هم یو وخت ترپوښتني لاندي راسي.

بیربوک واضح کړل چی دا دلیل ډیر مهم دی چي اروپا د هر هیواد د خپلواکۍ د حق، د ملگرو ملتو د منشور او په اروپا کی د امنیت او همکارۍ د سازمان له اصولو او د مساوي حقونو په لرلو سره د هیوادونو ترمنځ له گډون څخه په ملاتړ کی روښانه دریځ ولري.

بیربوک غواړي نن دوشنبه د قزاقستان په پلازمینه آستانه کي له خپل همتا مختار تلوبردي سره وویني. د مدني ټولني له استازو سره خبري اتري هم په پام کي نیول سوي دي.

په پام کی ده چی د جرمني خارجه وزیره به د دوشنبه په ماښام د ازبکستان پایتخت تاشکند ته هم سفر وکړي. هغه به هلته له خپل سيال ولادیمیر نوروف سره خبري او د آلمان او ازبکستان د زده کړي له یوې گډي پروژې څخه به لیدنه وکړي.

ریگستان ، د ازبکستان تاریخي ځایانځور: Alexander Nemenov/AFP/Getty Images

په سمرقند کی د اوبو رسولو پروژه

ددغه سفر په دوام د چارشنبه په ورځ په سمرقند کی د اوبو رسولو د پروژې څخه لیدنه کتنه هم پلان سوې ده چي آلمان د منځنۍ آسیا د زرغون نوښت په چوکاټ کي ورڅخه ملاتړ کوي. د سیمي په لیدنه کتنه کي د پایدارو زنځیره یی انتقالاتو او د ښځو د حقونو موضوعگاني پلان سوي دي. په دغه سفر کی د انرژۍ او زیربناوو په برخه کی تمرکز ته په کتو سره  یو اقتصادي هیئت د نوموړې وزیرې ملتیا کوي.

بېربوک وویل چي د همکاریو په برخه کی ظرفیتونه ډیر دي، د مثال په ډول ازبکستان د څه د پاسه ۳۵ میلیونو نفوسو په لرلو سره په ۲۰۲۱ م کال کي ۷،۴ سلنه اقتصادي وده درلوده. هغې د قزاقستان په اړه وویل چی دغه هیواد د شاوخوا ۱۹ میلیونه نفوسو په لرلو سره د هایدروجني اقتصاد د ودې په برخه کی ډیر امکانات لري او له لسو کلونو راهیسي له آلمان سره نیژدې اقتصادي اړیکي لري او د منځنۍ آسیا له دولتونو سره د آلمان  ۸۵ سلنه تجارت قزاقستان ته ځانگړی سوی دی.

د اقتصاد او صادراتو د کنترول په چارو کي د آلمان د ادارې د رپوټ پر اساس، په تیرکال کي د آلمان د اومو تیلو د وارداتو ۱۰ سلنه له قزاقستان څخه ترسره سوې ده.

ازبکستان او ایران د اگست میاشتي په نیمایی کې، د انرژۍ او صنعت په برخه کي د لا زیاتي پیاوړۍ همکارۍ په هکله توافق کړی دی. اروپایی ټولنه د منځنۍ آسیا د دولتونو د تجارت تر ټولو ستر شریک دی. روسیه ځانته تر اوسه، په دغه سیمه کي د نظم د تأمینولو د قدرت په سترگه گوري. د منځنۍ اسیا هیوادونه له اقتصادي او تر یوځایه نظامي پلوه په مسکو پوري تړلي دي.

GP/BS/DW.Online

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب