نازمین خان وايي: «موږ هېڅکله فکر نه کاوه چې بېرته به افغانستان ته ځو.» هغه نه پوهیږي څرنګه چې په افغانستان کې ښځې د خپلو حقونو لږ آزادي لري خپل او د کورنۍ راتلونکې به ېې څنګه وي.
خان وايي: «کله چې زموږ مور او پلار موږ ته وویل چې موږ باید [له پاکستانه] ووځو، موږ وژړل.»
اسلام آباد تور لګوي چې افغانان د مخدره موادو په قاچاق کې ښکیل او د «تروریزم ملاتړ» کوي، له همدې کبله ېې د سلونو زره هغو افغانانو د اخراج اعلان کړی دی چې په پاکستان کې ېې د اوسېدو اسنادو موده پای ته رسېدلې ده. د ملګرو ملتونو سازمان په وینا په دغو افغان کډوالو کې اکثریت ېې ماشومان دي، چې دغه وضعیت په تېره د نجونو د راتلونکې له پاره سخت دی، هغه په دې دلیل چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت نجونو ته یوازې تر شپږم ټولګي پورې د تعلیم اجازه ورکوي.
نور ولولئ: ملا حسن د پاکستان له خوا د افغانانو اجباري اخراجونه غندلي او هغه یې «یواړخیز» اقدام بللی
نازمین خان په پاکستان کې ښوونځي ته تله خو اوس ورڅخه پاته شوی. هغه اوس د خپلې راتلونکې په هکله داسې احساس کوي لکه هرڅه ېې چې له لاسه ورکړي وي.
کويټه: د افغان مهاجرو په کمپونو کې د لټون عملياتThis browser does not support the video element.
خان د پاکستان په پنجاب ایالت کې ژوند کړی او په افغانستان کې د ژوندانه د شرایطو په هکله لږ معلومات لري، خو هغه پوهیږي چې په افغانستان کې به هغه ازادي ونه لري چې پاکستان کې ېې درلوده. هغه وايي: «هغه آزادي چې هتله وه دلته نشته.»
طالبان چې په ۲۰۲۱م کال کې بیا پر افغانستان واکمن شو ي، جاري کړو فرمانونو ېې تر ډېره افغان ښځې اغیزمنې کړي، لکه د کار او تعلیم څخه د هغوی بې برخې کول، چې ملګرو ملتونه د طالبانو دغه سیاست «جنسي اپارتاید» بولي.
د اسلام آباد په وینا، د افغان کډوالو د اخراج په کمپاین کې د اپریل میاشتې له پیل راهیسې څه باندې ۹۱زره افغانان خپل هېواد ته بېرته ستانه شوي دي. د ملګرو ملتونو په وینا په پاکستان کې شاوخوا درې میلیونه افغانان میشت دي چې ډېر ېې له څو لسیزو له پاره هلته اوسېدلي دي.
نور ولولئ: د بشري حقونو د څار سازمان: اجباري اخراج افغانان له ګواښ سره مخامخ کوي
د نازمین کورنۍ په ۱۹۶۰ لسیزه کې پاکستان ته کډه شوي وه. هغه او څلور وروڼه او خویندې ېې په پاکستان کې زېږېدلي دي.
هغه او د کورنۍ شپږ غړي ېې وایي چې په افغانستان کې د اوسېدو له پاره هېڅ ځای نه لري چې ورشي. دوی اوس د تورخم پر پوله کډوالو له پاره په جوړ د عمري په نوم کمپ کې په یوه ګډه او بد حالت خیمه کې ژوند کوي.
نازمین د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې ښايي په راتلونکو ورځو کې په ننګرهار ولایت کې چې هلته ېې ځينې خپلوان اوسېږي یو کرايي کور پیدا کړي.
نور ولولئ: پاکستان وايي د افغانان اخراج ته یې چمتووالی بشپړ کړی
د دوی په خیمه کې د کېناستو او ملاستې له پاره د څو بالښتونو او لږو کالیو علاوه نور څه نشته، دوشکې او کمپلې نه لري. تر ترپالي خیمو لاندې د مچانو بنګاري اورېدل کیږي په داسې حال کې چې بې شمېره ماشومان په کمپ کې په خیرنو او شلېدلو جامو کې ګرځي راګرځي.
انځورونه: د سرپناو د موندلو له پاره د افغان مهاجرو سرګردانه ژوند
له پاکستان او ایرانه د ګڼ شمیر افغان مهاجرو اخراجول، په افغانستان کې بشري وضعیت سخت کړی دی. په سلونو زره اخراج شوي افغانان د ژوند کولو له پاره سرپناه نه لري. مرستندوی سازمانونو د یوې انساني فاجعې خبرداری ورکړی دی. انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance د تورخم بندر ته نژدې په دښته کې دغه درول شوې خېمې له پاکستانه د تازه اخراج شوو مهاجرو ډکې دي. د مهاجرو د ډېر شمیر له کبله خېمې ټولو ته نه رسیږي، ډېری مهاجر تر شنه آسمان لاندې میدان کې ژوند کوي.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance له پاکستانه د افغانانو اخراج یوه افغان میرمن پر تورخم پوله له پاکستانه افغانستان ته د بېرته ستنېدو په حال کې ده. پاکستان هغو افغانانو ته چې په دغه هېواد کې داوسېدو قانوني اسناد نلري د تېرکال په اکتوبر کې یوه میاشت، یعنې د نومبر تر لومړۍ نېټې وخت ورکړ چې له دغه هېواده ووځي. د افغانانو د اجباري اخراج د څرنګوالي په هکله دردونکې کېسې اورېدل کیږي.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance کابل ته څېرمه د داخلي بېځایه شوو کورنیو په دغه کمپ کې ۱۵ کلن رحمت، د ژمي په سړې هوا کې پر وېلچر ناست دی. د جګړو له کبله د افغانستان ځپل شوی اقتصاد چې یوازې پر بهرنیو مرستو متکي وو، اوس د سقوط په حال کې دی. له پاکستان او ایرانه د افغان مهاجرو اخراج پر داخلي بېځایه شوو هم فشار زیات کړی دی.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance هغه افغانان چې په پاکستان کې د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ شوي اوس کابل ښار ته څېرمه په یو کمپ خپل ځان د کثافاتو په سوځولو ګرموي. ډېری اخراج شوي افغانان په کمپونو کې اوسيږي او دوی د پخلي او ځان ګرمولو له پاره په کافي اندازه د سوند توګي نه لري. په دوی کې ډېری ېې داخلي بېځایه شوي هم دي.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance په افغانستان کې له جګړو ور ها خوا د اقلیمي تغییراتو، په ځانګړې توګه د وچکالۍ له کبله هم په سلونو زره افغانان د خپلو کورنو او سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي. دوی تر ډېره د افغانستان لويو ښارونو ته نژدې هستوګن شوي او د بشري لحاظه په ډېر سخت وضعیت کې ژوند کوي.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance له پاکستانه د افغانانو اخراج د تیر ۲۰۲۳م کال د نومبر له لومړۍ پیل شو. ډيری اخراج شوي افغان مهاجر خپلو اصلي سیمو ته تر تلو دمخه پاکستان پولې ته نژدې په یو کمپ کې په راڼه ميدان کې خوب کوي. ځېنې ېې سرپنا او حتی خپلو اصلي سیمو ته د تلو له پاره د لارې مصرف نه لري. د طالبانو حکومت بیا وايي چې ولایتونو ته د دوی د استولو له پاره یې اقدامات عملي کړي دي.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance ټول په راڼه مېدان کې او تر شنه آسمان لاندې تورخم سرحد ته نژدې افغانستان لور ته د مهاجرو له پاره کمپ جوړ شوی. ډېری دغه مهاجر خیمو ته لاسرسی نه لري، په راڼه مېدان کې شپې او ورځې تېروي. دوی سړې شپې په داسې شرایطو کې تېروې چې چت ېې آسمان او فرش ېې ځمکه ده.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance د ماشومانو د خوارځواکۍ خبرداری له ایران او پاکستان څخه د اخراج شوو افغانانو ډېره برخه ښځې او ماشومان تشکيلوي. د روغتیا نړېوال سازمان خبرداری ورکوی چې په افغانستان کې په ميلیونو ماشومان له خوارځواکۍ کړيږي او ښايي د نویو کډوالو راتګ دغه ستونزه لا پسې پراخه کړي.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance ۱۴ کله فهیمه پلازمېنې کابل ته نژدې د یوې بېځایه شوې کورنۍ غړې ده چې د بې وزلۍ له کبله واده کولو ته اړ شوې ده. د ماشومانو له حقونو څخه د دفاع نړېوالو سازمانونو خبرداری ورکړی چې دغه وضعیت کولی شي په افغانستان کې ټولنیز بشري کړکیچ رامنځ ته کړي. په کم عمرونو کې ودونه، یو له هغو مواردو څخه دی چې د مهاجرو په کمپونو کې زیات شوی دی.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance کابل ښار ته څېرمه د بېځایه شوو کمپ ته نژدې یو افغان ماشوم خیرات یا ګدايي کوي. د ماشومانو ملاتړ کونکي سازمانونه وايي چې د بېځایه شوو او اخراج شوو مهاجرو وضعیت سبب کيږي چې ماشومان اجباري او شاقه کارونو ته مخه کړي او همدارنګه د ناوړه استفادې په معرض کې واقع شي.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance تورخم سرحد ته نژدې په کمپ کې مهاجر د مرستو ترلاسه کولو له پاره په تمه دي. نړیوالو مرستندویانو په وار وار په افغانستان کې اړمنو خلکو سره د مرستو له پاره د بودیجې له کمښت څخه خبر ورکړی دی. د طالبانو له واکمنېدو وروسته اړمن افغانان لږ مرستې ترلاسه کوي.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance دغه مدرسه هرات ښار ته نژدې د بېځایه شوو په یوه کمپ کې ده چې ماشومان پکې د ديني زدکړو پر مهال ليدل کيږي. طالبانو په ۲۰۲۱م کال کې د افغانستان تر نيولو وروسته، په دغه هېواد کې له اسلام څخه د خپل سخت تفسیر پر اساس شرایط وضع کړي دي. دوی په ټولنه کې شریعت تطبیقوي.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance نجونو له پاره ديني مدرسته تورخم بندر ته نژدې د مهاجرو په کمپ کې یو شمېر نجونې په ديني مدرسه کې زده کړې کوي. طالبانو نجوني له شپږم ټولګي پورته او پوهنتونونو څخه منع کړي دي. د نړیوالو غبرګونو باوجود طالبان له خپل دغه دریځه نه دي په شا شوي. طالبان وايي نجونې په مدرسو کې کولی شي تعلیم وکړي.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance پاکستان سره د تورخم پر پوله یو طالب جنګیالی په داسې حال کې امنیت ساتي چې افغان مهاجر د نوم ليکنې له پاره نوبت کې ولاړ دي. له پاکستان پرته ایران هم ګن شمېر نيول شوي افغانان اخراجوي. د ایراني چارواکو په خبره یوازې تېره یوه میاشت کې له ۶۰زرو ډېر بې اسناده افغانان له ایرانه اخراج شوي دي.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance که له ېوې خوا له ايرانه افغانان ایستل کيږي، له بلې خوا بیرته دغه هیواد ته ورځي. په انځور کې يو شمېر افغانان ليدل کيږي چې زرنج ښار ته نژدې په یوه کنډواله کې دې ته انتظار باسي چې په غیرقانوني توګه ایران ته واوړي. د طالبانو په حاکمیت کې د اقتصادي ستونزو ډېرېدل د دغو مهاجرتونو له عمده عواملو څخه یو دی.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance دا په نیمروز ولایت کې ایران سرحد ته نژدې يو متروکه کور دی چې ایران ته تلونکي مهاجر راټول شوي او غواړي چې د شپې له تیارې څخه په استفاده پټ ایران لور ته واوړي او هلته ېې یو کار او غريبي موندلي وي تر څو ېې په هېواد کې خپلو کورنيو سره مرسته کړي وي.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance افغان مهاجر باید له یو سرحدي ديواله ټوپ ووهي تر څو د ایران خاورې ته داخل شي. په وروستیو کې له پاکستانه د افغانانو ډلیز اخراج سبب شوی چې له افغانستانه ایران ته د ځوانو نارینه و بې نظمه مهاجرت ډېر شي. ځينې وخت ایراني پوله ساتونکې پر مهاجرو ډزې هم کوي چې یو شمېر ېې د لارو په اوږدو کې ټپیان او حتی خپل ژوند هم له لاسه ورکوي.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance دا د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار ته نژدې یوه هدیره ده چې د ځايي خلکو په خبره ډېر داسې ځوانان په کې ښخ کړل شوي ایران ته د اوښتو پر مهال او یا د نورو دلایلو له وجې وژل شوي دي. ایران ته د مهاجرت یوه لار دا ده چې مهاجر لومړی پاکستان او بیا له هغه ځایه د ایران خاورې ته داخل شي.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance
په عمري کمپ کې له پاکستانه د بېرته ستنېدونکو افغانانو له پاره د اسلامي مرستو موسسې شاوخوا ۲۰۰ خیمې لګول شوي دي. د کمپ مسئول ابراهیم حمادي وايي: «دا د دوی له پاره یو نوی ژوند دی. دوی به اوس خپل نوی ژوند عمومي خدماتو ته په ډېر کم لاسرسي، لږ وسایلو، پېسو او ملاتړ سره پیلوي.»
ابراهیم زیاتوي ځينې کډوال په کمپ کې تر درو وړاندیز شوو ورځو تېرولو وروسته نور نه پوهیږي چې په ډېرو لږو ټولو کړو پیسو ېې چېرته ولاړ شي.
نور ولولئ: خلیلزاد: افغانستان ته د داعش غړو د انتقال له امله اندېښمن یم
ابراهیم وايي: «که څه هم دوی پوهیږي چې خپلو سیمو ته په ستنېدو سره به ېې د ځايي خلکو له خوا ملاتړ او هرکلی وشي، خو دوی په دې هم پوهيږي چې ځايي خلک هم د مخه د افغانستان سختو شرایطو ځپلي دي.»
د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د رپوټ پر اساس، شاوخوا ۸۵ سلنه افغانان په ورځ کې یوازې په څه کم یو ډالر خپل ژوند تېروي.
۲۸ کلن جلیل خان محمدين هم له خپلې ۱۶ کسیزې کورنۍ سره افغانستان ته راستون شوی دی. هغه د خپل کور سامان په یوه لارۍ کې بار کړی او غواړي کابل ته ولاړ شي. هغه سخت اندېښمن دی او وايي: «موږ په خپل ژوند کې هېڅکله [افغانستان] نه دی لیدلی. موږ نه پوهیږو چې ځان ته به کار پیدا کړو، په همدې دلیل موږ اندېښمن یو.» طالب چارواکو ویلي دي چې په ځانګړې توګه له پاکستانه د بېرته راستنېدونکو له پاره ښارګوټي جوړوي.
نور ولولئ: پاکستان د مهاجرو شکایتونو ته د رسیدگۍ له پاره د کنترول خونه جوړه کړې
ځيني افغان کډوال: په خپل هېواد کې پاکستانيان بلل کيږوThis browser does not support the video element.
د مهاجرت نړېوالې ادارې (آی او ام) وايي چې «لا ډېر وضاحت» ته اړتیا ده تر څو ډاډ حاصل شي چې د بېرته ستنیدونکو افغانانو له پاره هستوګنځایونه په څه ډول
ځایونو کې جوړيږي. دغه اداره وايي باید وکتل شي چې دغه سایټونه د روغتیا او تعلیم په څېر ابتدایي خدماتو له اړخه «د دوام وړ» ځایونه دي او که نه.
د فرانسې خبري آژانس د عزیز آغا په نوم یوه کارپوه له قوله ليکلي چې افغانستان ته بېرته ستنېدونکي د هستوګنځایونو په انتخاب کې په خپل اختیار دي.
د نازمین خان ورور دلاور خان هم زړه ماتی ښکاری. د خان ښځه پاکستانۍ ده چې نه ېې غوښتل ورسره افغانستان ته ولاړه شي. هغې له خان څخه د جلا کېدو غوښتنه کړې وه.
نور ولولئ: کرزي له پاکستانه له افغان مهاجرو سره د نړیوالو اصولو مطابق د چلندغوښتنه کړې
دلاور خان چې ۲۵ کاله مخکې په پاکستان کې زېږېدلی، یو لارۍ چلوونکی دی. هغه وویل کله چې له سرحده واوښتو فکر مو وکړ چې موږ به بېرته راوګرځو، خو تر ېوې ورځې تېریدو وروسته حالت ښه شو.
خو خان او کورنۍ ېې د دې باوجود اندېښمن دي. خان وايي: «موږ لا هم نه پوهېږو. موږ خو یوازې کار کړی.»
له آرشیف څخه:
له پاکستان څخه اخراج: په سرحدي کمپونو کې د افغانانو وضعيتThis browser does not support the video element.