بېنظير بوټو په يوه چاودنه کي تر سخټ ټپي کېدو وروسته سا ورکړه
۱۳۸۶ دی ۶, پنجشنبهد اسوشيټت پرس آژانس د عيني شاهدانو له قوله ليکي، چي چاودنه لږ وروسته تر هغي وينا وسه، چي د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزيري بېنظير بوټو په نوموړي ښار کي خپلو راټولو سوو ګوندي غړو ته کوله.
د اسوشيتت پرس يوه خبريال پخپله په لياقت باغ کي د انسانانو تيت سوي غړي ليدلي دي. د پوليسو يوه افسر عبدالکريم په ډاګه کړې، چي بېنظير بوټو د چاودني دمخه تللې وه خو وروستي خبرونه وايي چي بېنظير بوټو هم سخته ټپي سوې ده او روغتون ته د رسېدو سره سم يي ساورکړې ده.
د يو بل خبر د مخه د پاکستان د پخواني لومړي وزير نواز شريف د پلويانو په يوه لاريون کي څلور تنه ويشتل سوي دي.
د نواز شريف ګوند ددې وژونو پړه د مشرف پر پلويانو باندي وراچولې ده.
د مسلم ليګ ګوند داهم ويلي چي په دې حمله کي اوولس تنه نور زخمي سوي دي.
داسي معلوميږي چي د جنورۍ د مياشتي د اتمي نېټې ټاکني به د سختو بريدونو سره مخامخ وي.