1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې بې اسنادو موټرو ته اسناد ویشل کیږي

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ شهریور ۲۸, دوشنبه

د طالبانو ادارې د مالیې وزارت اعلان کړی دی، چې لسګونه زره هغه موټرو ته به د ګرځیدو قانوني اسناد وویشي چې د افغانستان لاس دي او اسناد نه لري.

Afghanistan Herat | Illegale Autos mit Lenkrad auf der rechten Seite
انځور: Herat Gov Press office

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل دویچه ویله ته وويل چې یوه هر اړخیزه طرحه یې جوړه کړې ده او د  ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت تائید کړې ده چې له مخې به یې په ټول هيواد کې بې اسناده موټر قانوني شي.

نوموړی وایي د دغي طرحې له مخې به موټر ماډل ته په کتو په ګمرک کې ثبت او محصول کیږي، چې وروسته به پلېټ ترلاسه کوي.
هرات: طالبانو ښځو ته د موټر چلولو د جوازونو ويش درولی دی

حقمل وویل: «په دې طرحه کې د هر کال موټر ته ځانګړی محصول ټاکل شوی. له ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۰۰ ماډل پورې ۶۰ سلنه تخفیف، له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۹ پورې۵۰ سلنه تخفیف، له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۲ما‌ډل پورې ۲۵ سلنه تخفیف او له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۲۲ پورې ماډل ته هیڅ تخفیف نه ورکول کیږي.»

د حقمل په خبره، دغو سلو زرو موټرو ته به د شپږ میاشتو په موده کې قانوني اسناد ورکړل شي او له هغې وروسته به، په هیڅ ډول دا پروسه ونه غځول شي.

اوسمهال په افغانستان کې لسګونه زره بې اسنادو پاکستاني لاس موټر هم شتون لري.

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل د هغې په اړه وایي: «د هغو بې اسنادو موټرو چې افغانستان لاس نه دی په اړه مالیې وزارت تصمیم نشي نیولی، د هغې په اړه به د ترافیکو ریاست او کورنیو چارو وزارت پریکړه کوي.»

د پخواني حکومت پرمهال هم بې اسنادو موټرو ته د اسنادو ورکولو بهیر پیل شوی و، چې زرګونه موټرو ته د اسنادو له ورکولو وروسته به پروسه تمدید نه شوه.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل