1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
رسنۍآسیا

بې پولې خبریالان: پاکستان ۲۰ افغان خبریالان اخراج کړي

حسین سیرت | ژباړونکې گل غوټۍ پوپل
۱۴۰۴ آذر ۱۴, جمعه

د بې پولو خبريالانو سازمان ویلي دي چې سږکال ۲۰ افغان خبریالان په جبري توگه له پاکستان څخه افغانستان ته اخراج سوي دي. دغه سازمان د افغان خبریالانو وضعیت ته د نړیوالو پر بې پرواهۍ انتقاد کړی دی.

پاکستان؛د تورخم سرحدي لار
د بې پولو خبريالانو سازمان ویلي چې سږکال ۲۰ افغان خبریالان په جبري توگه له پاکستان څخه افغانستان ته اخراج سوي . انځور: Muhammad Sajjad/AP Photo/picture alliance

د بې سرحده رپوټ ورکوونکو سازمان په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې له پاکستان څخه د اخراجونو په چټکوالي سره، په دغه هیواد کې نور په لسونو افغان خبریالان هره لحظه د نیول کیدو له بیرې سره ژوند کوي.

ځینو دغو خبریالانو د بې سرحده رپوټ ورکوونکو له سازمان سره د خپلو دوامدارو اندیښنو په هکله خبرې کړي دي. دغه غیردولتي سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي دي چې د هغوی اخراجونو ته د پای ټکی کېږدي او له نړيوالې ټولنې یې په ټينګار سره غوښتي چې د بیا میشتیدو ډاډمنې لارې دي پرانیزي.

اړونده موضوع: د مطبوعاتو د آزادۍ شاخص؛ په افغانستان کي د رسنیو تیاره وضعیت

دغه سازمان ویلي چې له هغو نیژدې ۲۰۰ افغان خبریالانو څخه یې ملاتړ کړی دی چې په مؤقتي ډول یې سرپناوې درلودې، تر څو بلاخره وکولای سي دریمو هیوادونو ته ولاړ سي.

دغه سازمان ویلي چې لویدیځو هیوادونو ته د انتقال پروسه دمګړۍ تړلې ده او یا هم ډیړه ورو پر مخ روانه ده او د انتظار وخت کله ناکله څو کلونو ته رسیږي.

په پاکستان کې دغه خبریالان اوس افغانستان ته له اجباري اخراج سره مخامخ دي، هغه کار چې د بشري حقونو د سازمانونو په حواله، ښايي نوموړي خبریالان د طالبانو له خوا د غچ اخیستلو له سخت گواښ سره مخامخ کړي.

طالبانو د رسنیو ازادي او مسلکي توب څومره سانسور کړی دی؟

15:37

This browser does not support the video element.

په تیرو شپږو میاشتو کې، بې سرحده رپوټ ورکوونکو په جلاوطنۍ کې له هغو افغان خبریالانو څخه مخ په زیاتیدونکي توگه رپوټونه او د مرستې غوښتنې ترلاسه کړي دي چې په خپلسري توگه د پاکستان د پولیسو له خوا نیول سوي، توقیف ځایونو ته استول سوي او حتی ځینې یې د څو ساعتونو په ترڅ کې اخراج سوي دي. له هغوی څخه  لږترلږه ۲۰ تنه یې چې د بې سرحده رپوټ ورکوونکو تر ملاتړ لاندې وو، په زور سره خپل ټاټوبي ته اخراج سوي دي.

د خبريالانو د حفاظت له پاره پر بې شمیرو عریضو سربیره، له پاکستان څخه د افغان مهاجرو اخراج چې له ۲۰۲۳ م کال راهیسې پیل سوی، همدارنگه ادامه لري.

د پاکستان له خوا د ویزو تمدید ځنډول سوی دي

د افغان مهاجرو له پاره د اقامې ویزې د ۲۰۲۵ م کال له دوبي څخه ډیرې کمې تمدید سوي او هغوی یې د ژوندانه له یوه غیرقانوني وضعیت سره مخامخ کړي دي. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په جلاوطنۍ کې د خبریالانو د اخراج په هکله د نوموړي سازمان پوښتنو ته جواب نه دی ورکړی.

د جنوبي اسيا په هېوادونو کې د بې سرحده رپوټ ورکوونکو د سازمان مدیرې، سلیا میرسیه ویلي دي چې په پاکستان کې افغان خبریالان "اوس هره ورځ له خپل سري نیونو او د اخراج له گواښونو سره مخامخ دي، چې دا په جبري توګه د نه ګرځولو له اصل څخه مستقیمه سرغړونه ده."

هغې ویلي دي چې په افغانستان کې دغه خبریالان د طالبانو له ځورونې او تعقیب سره مخامخ وو او د ځان د ژغورلو له پاره یې پاکستان ته پناه راوړې ده، په پاکستان کې هغوی له ناوړه چلند سره مخامخ کیږي او اخراجیږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب