بې پولې خبریالان: په ۲۰۲۵م کال کې ۶۷ خبریالان وژل سوي دي
۱۴۰۴ آذر ۱۸, سهشنبه
بې سرحده خبریالانو ټولنې چې په نړیواله کچه د رسنیو پر وضعیت څارنه کوي، د غزې په تراډه کې اسرائیلي ځواکونه له هغو ۶۷ خبریالانو څخه چې په ټوله نړۍ کې وژل سوي دي، د ۲۹ کسانو د وژنې مسوول بللي دي.
نوموړي سازمان په خپل کلني رپوټ کې اعلان وکړ چې په دې ډول د "وژل سوو" خبریالانو شمیر په ۲۰۲۴ م کال کې له ۶۶ څخه لوړ سوی دی، چې ډیری یې په جگړو او یا د جنايی شبکو له خوا وژل سوي دي.
اړونده موضوع: د خبریالانو له پاره خونړی کال؛ په تیره بیا غزه کي
د بې سرحده خبریالانو د سازمان عمومي منشي، تیبو بروتن په یوې اعلامیې کې وویل: "له خبریالانو څخه کرکه ددغه ډول وضعیت سبب گرځي! دغه کرکه په روان کال کې د ۶۷ خبریالانو د مړیني سبب سوه - نه په تصادفي ډول، او هغوی جانبي قربانیان نه وو. هغوی د خپل کار له امله په نښه سول او ووژل سول."
هغه زیاته کړه: "خبریالان، د تاریخ د مهمو شاهدانو په توگه، په تدریجي ډول د ضمانت په قربانیانو، ناغوښتل سويو عیني شاهدانو، د معاملې کولو وسیلو، په ډیپلوماتیکو لوبو کې د شطرج دانو او هغو نارینه وو او ښځو باندې تبدیل سوي چې باید له منځه یوړل سي."
د خبریالانو له پاره تر ټولو خطرناکه سیمه
د غزې تراډه د خبریالانو له پاره تر ټولو خطرناکه سیمه پاته سوې ده، چیرې چې په ۲۰۲۵ م کال کې ۲۹ خبریالانو پکښې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. او دوهمه خطرناکه سیمه مکسیکو ده چې سږکال پکښي نهه خبریالان وژل سوي دي.
د ياد رپوټ له مخې، د غزې په تراډه کې د خبریالانو له پاره تر ټولو مرگونې پیښه د اگست د میاشتې پر ۲۵ مه د غزې په جنوب کې پر یوه روغتون باندې په اصطلاح یو "دوه ضربه یي" برید و چې له امله یې د رویترز او اسوشتید پرس د نړیوالو آژانسونو د دوو همکارانو په گډون، پنځه خبریالان ووژل سول.
اړونده موضوع: په ۲۰۲۴ کال کې په ټوله نړۍ کې ۱۰۴ خبریالان وژل شوي دي په ۲۰۲۴ کال کې په ټوله نړۍ کې ۱۰۴ خبریالان وژل شوي دي
په دغه رپوټ کې ویل سوي دي چې په ۲۰۲۳ م کال کې د غزې د جگړې له پیل راهیسې، د اسرائیل پوځ د تقریباً ۲۲۰ خبریالانو د مړیني مسوول و چې په هغوی کې، حداقل ۶۵ تنه د خپل کار له امله یا د دندې پرمهال وژل سوي دي.
اسرائیل په وار وار سره دا موضوع رد کړې ده چې ځواکونو یې خبریالان په نښه کوي.
په ټوله نړۍ کې ۵۰۳ خبریالان نیول سوي دي
نورې کړکیچڼې سیمې لکه اوکراین او سوډان هم په ۲۰۲۵ م کال کې د ۳۴ خبریالانو د وژل کیدو شاهدان وو.
په رپوټ کې راغلي دي چې له مجموعاً ۶۷ وژل سوو خبریالانو له ډلې څخه حداقل ۵۳ تنه یې د جگړو یا جنايی شبکو قرباني سوي دي.
په مکسیکو کې، ۲۰۲۵ م کال د خبریالانو له پاره په تیرو دریو کلونو کې تر ټولو خونړی کال و. سږکال په دغه هیواد کې د رسنیو نهه کارکوونکي ووژل سول، چې دغه هیواد یې د خبریالانو له پاره د نړۍ په دوهم خطرناک هیواد تبدیل کړی دی.
رپوټ ددې بیانوونکی دی چې د رسنیو کارکوونکي په تیره بیا خپلو هیوادونو کې له گواښ سره مخامخ دي. په تیرو ۱۲ میاشتو کې له قربانیانو څخه یوازې دوو تنو یې له خپلې خاورې څخه بهر ژوند له لاسه ورکړی دی.
پر هغو کسانو سربیره چې وژل سوي دي، په ټوله نړۍ کې ۵۰۲ نور خبریالان د خپل کار په دلیل، نیول سوي او بندیان سوي دي. چین د رسنیو د ۱۲۱ کارکوونکو او روسیه د ۴۸ خبریالانو په زنداني کولو سره ددغه نوملړ په سرکې ځای لري.