1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

«بې پيلوټه اوکرایني الوتکو په مسکو کې اهداف په نښه کړي دي»

۱۴۰۲ مرداد ۸, یکشنبه

دوو اوکرایني بې پيلوټه الوتکو تیره شپه په مسکو کې پر دوو اداري ودانیو برید کړی او ځینې برخې یې ورته ویجاړې کړي دي. په دې برید کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی.

Russland Drohnenangriff auf Moskau
انځور: REUTERS

د مسکو ښاروال سرگئې سوبیانین، د یکشنبې په ورځ په خپل تلگرام کې ولیکل: «دوو اوکرایني الوتکو تیره شپه برید وکړ او د دوو اداري ودانیو مخکنۍ برخه یې لږه ویجاړه کړې ده.» سوبیانین زیاته کړې ده چې د تیرې شپې بریدونو ځاني تاوان نه دی اړولی.

کيف باندې د توغنديو بریدونه او پر مسکو باندې د ډرون حمله شوې ده

مسکو او د دې ښار اطراف د اوکراین د سرحد په ۵۰۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري. ډیر کم به داسې پيښ شوی وي چې دغه سیمه دې مخکې تر دې تر برید لاندې نیول شوې وي. خو اوس د روسیې په مرکز کې د بې پيلوته الوتکو د برید په هکله رپوټ ورکول کیږي.

دغه برید په مسکو کې پر کرملین او نورو نږدې ښارونو د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو د لړۍ يوه برخه ده چې روسیه یې په اړه اوکراین تورنوي.

مسکو د روانې میاشتې په لومړیو کې د پنځو اوکرایني بې پیلوټه الوتکو د را نسکورولو خبر ورکړی و چې د روسیې د ونوکوو هوایي ډگر فعالیتونه یي مختل کړي وو.

پر مسکو بيا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه سوي

د بې پيلوټه الوتکو دغه بریدونه د روسیې له خوا د نیول شوو سیمو د بیرته ترلاسه کولو له پاره د اوکراین د هڅو په جریان کې صورت نیسي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي چې «داسې امکان نه لري چې کیف دې بې د امریکا او متحدینو له مرستې څخه دا ډول بریدونه ترسره کړي.»

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب