1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بې پیلوټه بار وړونکې الوتکې په افغانستان کې په کار پیل کړی

۱۳۹۰ دی ۲, جمعه

د امریکا متحده ایالاتو پوځي چارواکو د پنجشنبه په ورځ وویل چې یوه څرخي بې پیلوټه الوتکه چې کولای شي تر ۱،۶ ټنو پورې بار ولیږدوي په افغانستان کې یې په کار پیل کړی دی.

په افغانستان کې دغه نوې بې پیلوټه بار وړونکي الوتکي لمړی ازمایښتي پرواز په هلمند کې تر سره کړی
په افغانستان کې دغه نوې بې پیلوټه بار وړونکي الوتکي لمړی ازمایښتي پرواز په هلمند کې تر سره کړیانځور: AP

هیله څرګنده شوې چې دغه K-MAX ډوله الوتکه چې له خپل بار سره په یوې جنګي حوزې کې د تیرې شنبې په ورځ په کار پیل وکړ د هغو ځمکنیو نقلیه وسایلو پیټي سپک کړي چې وخت په وخت د یاغیانو تر بریدونو لاندي پریوځي او انساني مرګ ژوبله له ځان سره لري.

امریکایي چارواکو دا روښانه کړې نه ده چې دغه الوتکه څومرې لیرې واټن وهلی شي، هغوی یواځې دومره ویلې دي چې لومړی الوتکې د یوې منځنې فاصلی په لري والي سره خپل پیټې هدف ځای ته رسولی دی.

د امریکا متحده ایالاتو د بې پیلوټه هوایي نقلیه وسایلو د ټولګي څخه جګړن ، کایل او کارنر، وویل:

«مونږ د دغې الوتکې په واسطه هغه بارونه ولیږدول چې معمولا باید د ځمکني نقلیه وسایلو په واسطه یې ولیږدو.»

هغه زیاته کړې «دا وسیله اوس په آزمایښتي پړاو کې ده او وبه لیدل شي چې په جنګي چاپیریال کې تر کومې کچې دندې تر سره کولای شی.»

ویل شوې دي چې دا بی پیلوټه بار وړونکی الوتکې په لوړ ارتفاع کی د شپې له خوا الوزي تر څو د سپکو وسلو د بریدونو څخه خوندي پاتې شي.

دغه ډول الوتکه چې د متحده ایالاتو د Kaman Aerospace and Lockheed Martin د هوایي شرکتونو په ګډې همکارۍ سره جوړه شوې ده کولای شي چې په دقیقه توګه خپل لیږدول شوی پیټې له لوړې ارتفاع څخه ټاکلي ځای کې وغورځوي، پرته له دې چې پر ځمکه کښیني. دغه ډول توانمندي په افغانستان کې، چیرته چې د دوړو او خاورو له امله د الوتکو کښیناستل او پورته کیدل له ستونزو سره مخامخ کوي، ډیر ګټور دي.

د Lockheed Martin له شرکت څخه سټیفن اتاناس وایي:« په یقین سره چې دا یو لویي پرمختګ دی.» نوموړی زیاته کړې:

«د ازموینی په پړاونو کې مونږ ډیرې ستونزې وګاللې، پرله پسی آزموینې او ارزونې سرته ورسیدې. اوس مونږ دغه آزموینه د جګړې په ډګر کې وکړه، مونږ له هغه څه څخه وړاندی ګام واخیست چې فکر مو کاوه چې ښایي ممکن وي او اوس هغه څه وشول چې ممکن دي.»

د امریکا متحده ایالاتو دغه بې پیلوټه بار وړنکي څرخي الوتکه د هلمند په ولایت کی تر آزموینی لاندی ونیول شوه.

د Aviation Week له مؤسسې څخه د هوایې چارو کار پوه، پاول میکلیري، وویل له دی سره د «بې پیلوټه لوژستیکي زمانې» د پیل زیری ورکول کیږي.

پیلوټ لرونکی K-MAX ډوله الوتکه په ۱۹۹۰م لسیزه کې جوړه شوې وه او له هغې څخه د درنو بارونو د لیږدولو لپاره کار اخیستل کیده.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: سید ریاض

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب