1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تاجيکستان پر افغانستان خپل د صادراتي برق ډیره برخه قطع کړې

۱۳۹۹ مرداد ۷, سه‌شنبه

د بریښنا شرکت اعلان کړی چي تاجيکستان پر افغانستان باندي خپل ۸۹ فیصده صادراتي برق قطع کړی دی. خو ایا تاجيکستان حق لري چي پر تړون سربیره خپل صادراتي برېښنا پر افغانستان باندي قطع کړي او ایا صادراتي برق اصلأ یو ښه بدیل دی؟

Afghanistan Kabul Elektriker
آرشیف انځورانځور: Getty Images/J. Moore

د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله دویچه ویلي ته وویل چي تاجيکستان د اوبو د کمبود په دلیل د۳۵۰ میګاواټه صادراتي برېښنا څخه افغانستان ته اوس یوازي ۴۰ میګاوټه صادروي. په دې سره کابل د برق د کمبود سره مخامخ سوی دی.

خو توحیدي وايي، چي د هغه د جبران په خاطر له ازبکستان څخه ۲۰۰ میګاواټه برېښنا رانیسي او په دې سره به د کابل د برق مشکل حل سي.

کابل ۱۰۰ میګاواټه برېښنا د داخلي منابعو«اوبو» څخه تامینوي، ۴۰ میګاواټه د تاجيکستان او له ازبکستان څخه د ۲۰۰میګاواټه برېښنا په رانیولو سره تامینوي.

د کابل اوسیدونکي د برق د کمبود څخه په تشویش کي دي او وايي، چي همدااوس هم په ۲۴ ساعتونو کي ۸ ساعته برق نه لري. د وارداتي برق په کمبود سره به پر کابل باندي نوره هم ډیره تاریکه جوړه سي.

د کابل یو اوسیدونکی ناصر وايي، چي«د افغانستان دولت د بین المللي ټولني لخوا پر ميلیاردونو کومک سربیره په تیرو ۱۹ کلونو کي په افغانستان کي دننه د برق د تأمین په خطر اساسي کارونه نه دي کړي او دغه هیواد له خارج څخه په صادراتي برق مرتبط دی. دا نو طبیعي خبره ده، چي هر وخت چي هغوی وغواړي کولای سي خپل برق پر افغانستان باندي قطع کړي.»

پر ورته موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: 

یو بل تن شعیب وايي:«زه د میدان وردګ ولایت یم او د خپل ولایت څخه کابل ته راغلی یم، چي د برق رڼا ته درس ووایم، خو په کابل کي منظم برق نه سته. له تاجيکستان څخه د برق په قطع کیدو سره به دغه مشکل نور هم ډیر سي. په ۲۱ قرن کي د دغه ډول مشکل موجودیت د افغانستان د دولت له پاره شرم دی.»

د افغانستان د پارلمان لومړی مرستیال، محمد میرزا کټوازي دویچه ویلي ته وویل چي «د کابل په صنعتي پارک کي په سل هاوو کوچنۍ فابریکې فعالیت کوي، چي که د برق له کمبود سره مخامخي سي، ډیر مشکلات به رامنځته کړي.»

کټوازي له حکومت څخه وغوښتل، چي د ملي سترخوان په نامه ۲۴۴ ميلیونه ډالره بودجه چي پارلمان هغه رد کړې هم ده، د برق د یوه بند د جوړیدو له پاره اختصاص کړي، تر څو افغانستان په اینده کي د صادراتي برق د انحصار څخه خلاص سي.