1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستتاجیکستان

اروپايي ټولنې درې تاجکي بانکونه د بندیزونو لیست کې شامل کړي

احمد حکيمي رویترز
۱۴۰۴ آبان ۱۰, شنبه

د تاجکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د اروپايي ټولنې د وروستيو بندیزونو له امله چې د تاجکستان يو شمېر بانکونه يې په نخښه کړي، «ژور اندېښمن» دی. حکومت وايي د بندیزونو د منفي اغېزو د کمولو له پاره به اقدامات وکړي.

Flagge Tadschikistan
انځور: Valerio Rosati/Zoonar/IMAGO

اروپايي ټولنې په یوه تازه اقدام سره، د تاجکستان درې بانکونو باندې بندیزونه وضع کړي دي. د اروپايي ټولنې د نولسم پړاو غونډه کې چې د اکتوبر پر ۲۳مه نېټه ترسره شوه، د اروپايي ټولنې له خوا دغه اقدامات اعلان شول. د معلوماتو له مخې درې تاجک بانکونه «سپيتمین»، «دوشنبه سيټي بانک» او « د تاجکستان تجارتي بانک » د اروپايي ټولنې د بندیزونو په تازه لیست کې ورزیات شوي دي.

په منځنۍ آسیا کې پروت او په وچه کې راګیر تاجکستان، شاوخوا لس ميليونه نفوس لري، چې اقتصاد یې تر ډیره پورې په روسيه کې د تاجکستیاني له لوري خپل هیواد ته د کارګرو د پيسو پر لیږد تکیه دی.

د تاجکستان د بهرنيو چارو وزارت زیاته کړې چې «د تاجکستان جمهوريت د خپلو نړيوالو ژمنو پابند دی او تل چمتو دی چې له نړيوالو شریکانو سره د بندیزونو د احتمالي سرغړونو د مخنيوي له پاره ګډ کار وکړي.»

کارپوهان وايي، دا بندیزونه ښايي د تاجکستان مالي نظام تر مستقیم فشار لاندې ونیسي، ځکه چې یاد بانکونه د روسیې له مالي شبکو سره ژورې اړیکې لري. د دوی د راکړې ورکړې ډېره برخه د روسي روبل له لارې کېږي، او د بندیزونو له کبله به د پيسو لېږد، په ځانګړي ډول په بهرنیو هیوادونو کې د تاجک کارګرو له خوا استول شوې پېسې، له ځنډ او محدودیت سره مخ شي.

په عين حال کې، ځينې اقتصادپوهان خبرداری ورکوي چې که د بندیزونو اغېزې دوام وکړي، د تاجکستان مرکزي بانک به اړ شي د بدیلو لارو په لټه کې شي، لکه د چین او منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د نویو مالي تړونونو جوړول. د دوی په وینا، دا وضعیت ښيي چې د روسیې جګړه اوس د منځنۍ آسیا هېوادونه هم د ثبات له نظره اغېزمنوي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب