1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تاجیکستان د پولي ساتني په اړه له روسیې د مرستي غوښتنه رد کړې

نجيب الله زيارمل آژانسونه
۱۴۰۴ آذر ۱۳, پنجشنبه

تاجيکستان د چهارشنبې په ورځ رد کړه چي گويا دوی له افغانستان سره د خپلي بې ثباته پولي د ساتني له پاره د روسيې مرستي ته اړتيا لري. تيره مياشت وسله والو په دغه سرحد کي پنځه چينايي کارگر ووژل.

په تاجيکستان کي روسيي ځواکونه د افغانستان پولي ته نږدې د تمرينانو په سيمه کي
تاجيکستان وايي پر خپلو سرحداتو بشپړ کنترول لريانځور: Olga Balashova/TASS/dpa/picture alliance

د يادي پيښي د بريد کوونکو د هويت په اړه نه تاجيکستان او نه هم افغانستان مفصل معلومات وړاندي کړي دي.

تاجيکستان، بريد کوونکي «د يوې وسله والي ترهگري ډلي غړي» بللي دي او په افغانستان کي واکمنو طالبانو بيا هغوی «د بې نظمۍ د رامنځته کولو په لټه کي» عناصر بللي دي او د تحقيقاتو ژمنه يې کړې ده.

د تاجيکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه بيانيه کي د روسيې په مشرۍ د ډله ايز امنيت تړون سازمان سره پر سرحد د گزمې له پاره د روسي ځواکونو د ځای پر ځای کولو د امکان په اړه هر ډول خبري اتري رد کړي دي.

په دغه بيانيه کي زياته سوې ده چي «د هيواد په سرحد کي وضعيت باثباته او د باصلاحيته چارواکو په بشپړ کنترول کي دی».

د پخواني شوروي اتحاد دغه يو له بې وزلو هيوادونو څخه چي اکثره وگړي يې مسلمانان دي، په افغانستان کي د طالبانو د بيا واکمنېدو راهيسي د تاوتريخوالي له احتمالي زياتيدو څخه اندېښنه لري.

دا په وچه کي راگير هيواد د په زرونو چينايي کارگرو کوربه دی، چي ډېر يې د کانونو یا د بیجینگ په استازیتوب د زیربنايي پروژو د جوړولو قراردادیانو په توگه کار کوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب