1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تاجیکستان: تېره اوونۍ له افغانستانه په حملو کې ۵ تنه وژل شوي

۱۴۰۴ آذر ۱۰, دوشنبه

د تاجیکستان چارواکو ويلي چې تېره اوونۍ پرې له سرحد هاخوا افغانستان له لوري دوه حملې شوي چې په کې پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي. چارواکو تېره اوونۍ په سرحدي علاقه کې د درو چينايانو د وژل کېدو خبر ورکړی وو.

آرشیف - په تاجیکستان کې یوه پوځي اډه
تاجیکستان ويلي تېره اوونۍ پرې د افغانستان له لوري دوه حملې شوي چې په کې پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شويانځور: Juri Rescheto/DW

د تاجیکستان د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د تېرې اوونۍ په جریان کې د ګاونډي هېواد افغانستان له لوري دوه حملې شوي چې په کې پنځه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د تاجیکستان چارواکو تر دې مخکې په سرحدي لرو پرتو علاقو کې د مخدره موادو د قاچاق او د سرو زرو د غیرقانوني کېندنو په هکله خبرداری ورکړی وو. دغو چارواکو تېره اوونۍ وویل چې د افغانستان له خاورې د ډرون په حمله کې درې چینايي وګړي وژل شوي دي.

د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې ويلي چې ولسمشر امام علي رحمان د وضعیت د ارزونې او د سرحدي امنيت د لاټينګښت په موخه د امنيتي ارګانونو له مشرانو سره کتلي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې رحمان «د افغانانو غیرقانوني او پاروونکي اقدامات په کلکه غندلي او سپارښتنه ېې کړې چې د ستونزو د حل او د دا ډول پېښو د تکرار د مخنيوي له پاره اغېزمن اقدامات تر لاس لاندې ونیول شي.»

په افغانستان کې د طالبانو ادارې تر اوسه د تاجیکستان د څرګندونو په هکله څه نه دي ویلي. تر اوسه د دغو ادعا شوو حملو مسئولیت هم کومې ډلې یا کس نه دی منلی.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت تېره اونۍ د افغانستان او تاجیکستان په سرحد کې د درو چینايي وکړو د وژنې په هکله ويلي ول چې د ترسره شوو پلټنو پر اساس، په دغه پېښې کې «هغه کړۍ لاس لري چې په سیمه کې د ګډوډۍ، بې‌ثباتۍ او د هېوادونو ترمنځ د بې‌باورۍ رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.»

که څه هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دغه حمله غندلې، خو په اعلامیه کې ېې نه دي ویلي چې دغه حمله د افغانستان له خاورې شوې که نه.

تاجیکستان یو غرنی هېواد او د پخواني شوروي اتحاد له جمهوریتونو یو دی چې شاوخوا ۱۱ میلیونه نفوس لري. که څه هم د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ په تېرو څلورو کلونو کې مناسبات ساړه ول، خو په وروستیو کې د دواړو ګاونډیو ترمنځ سفرونه او لېده کاته شوي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب