1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تاريخي پريکړه: اقليمي مهاجر هم د پناه ورکولو حق لري

۱۳۹۸ بهمن ۱, سه‌شنبه

د اقليمي مهاجرو څخه هم بايد د پناه غوښتني حق وانه خيستل سي، په دې شرط که يې ژوند د اقليمي بدلون له امله په خطر کي وي. دغه پريکړه د ملگرو ملتو د بشري حقونو ادارې له هغه وروسته وکړه چي د يوه اقليمي مهاجر دوسيه يې څيړله.

Klimaflüchtlinge können Asylanspruch haben Dänemark
انځور: picture-alliance/dpa/NASA

د ملگرو ملتو د بشري حقونو ادارې د سه شنبه په ورځ په ژنيو کي دغه ډول پريکړه «تاريخي» وبلله. خو نوموړې کميټې بيا د پاسيفيک د جزيره يي دولت، کيريباتي څخه راغلي، هغه سړي دعوا رد کړه چي په ۲۰۱۵م کال کي يي نه غوښتل د هغه کورنۍ له نوي زيلند څخه وايستل سي.

اصلاً بايد اقليمي ستونزي وکولای سي، د يوه مهاجر د پناه غوښتني پر پروسې باندي رول ولري. د ملگرو ملتو د بشري حقونو د کميټې يوه کارپوه يووال شاني  ويلي «دغه ډول پريکړه په يوه نوي ستندرد اوښتې چي له مخي به يي د هغو مهاجرو له پاره چي د اقليم د بدلون له امله د پناه غوښتنه کوي، آسانتياوي رامنځته سي.«

له کريباتي څخه نوموړي سړي چي ايوان تايتوتا نوميږي، دا دليل راوړی چي د بحر د اوبو د سطحي لوړيدل د هغه هيواد په ټاپو کي ژوند ناممکنه کړی.

د نورو ترڅنگ، زراعتي مځکي مخ پر کميدو دي او د څښلو پاکي اوبه په مالگينو اوبو ککړي سوي دي. د بريتانيا دغه پخوانۍ مستعمره چي تقريبأ ۱۲۰ زره اوسيدونکي لري، يوازي ۸۰۰ کيلومتره مربع زراعتي ساحه لري.

خو د کميټې په حواله بيا، د تايتوتا په عريضه کي دا خبره ثابته سوې چي د هغه په ټاپو کي د خلکو د ساتني له پاره کافي ميکانيزم موجود دی. لکه څنگه چي د ملگرو ملتو د بشري حقونو ادارې رپوټ ورکړی دی، خو بيا هم هغه کسان بايد ديپورت نه سي چي په خپلو ټاټوبو کي يې د ژوند کولو حق د اقليمي بدلون له کبله له گواښ سره مخامخ وي.

دغه کميټه په هغو هيوادو کي چي د اولسي او سياسي حقونو بين المللي تړون يي لاسليک کړی دی، د مراعات کولو څارنه کوي. هغه ۱۷۲ هيوادونه دي. په هغو کي ۱۱۶ هيوادونه چي نيوزيلند او آلمان هم شامليږي د دې حق لري چي د دغو قوانينو څخه د سرغړوني په صورت کي د انفرادي شکايتونو حق په رسميت پيژني. هغوی ځانونه مکلف بولي چي د نوموړي کميټې مقررات مراعات کړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب