تازه: په کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې نه کیږي
۱۳۹۷ مهر ۲۷, جمعهد افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان کړی چې د کندهار تر پیښې وروسته او د دغه ولایت د امنیه قوماندان جنرال عبدلرازق تر وژل کیدو وروسته به په کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې د یوې اونۍ له پاره وځنډول شي.
ولسمشر غني د ملي امنیت په شورا کې د کندهار د ټاکنو د ځنډولو سربیره د دې ولایت امنیه قوماندان ته د ستر پاسوال رتبه هم ورکړه. د ملي امنیت د شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې په دې هکله راغلي دي: « د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت د عمومي ریاست په جلا وړاندیزونو او د هېواد د جمهور رئیس په منظورۍ د کندهار مخکېني امنیه قومندان شهید جنرال عبدالرازق ته د ستر پاسوالۍ او د کندهار د امنیت مخکېني رئیس شهید جنرال عبدالمومن حسین خېل ته د ډګر جنرالۍ رتبې ورکړل شوې.»
د غونډې په بله څنډه کې په کندهار ولایت کې د ټاکنو د نه کیدو په هکله هم مهمه پریکړه وشوه. د ملي امنیت د شورا په اعلامیه کې راغلي چې د کندهار د ولسونو او د ټاکنو د کمیسیون په غوښتنه به د ولسي جرګې ټاکنې د یوې اونۍ له پاره وځنډول شي. د ملي امنیت د شورا په اعلامیه کې په دې هکله راغلي: «د کندهار د ولسونو د غوښتنې او د ټاکنو خپلواک کمیسیون په وړاندیز د ملي امنیت شورا ځانګړې ناستې پرېکړه وکړه چې د کندهار د پرونۍ پېښې له امله دې په یاد ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې یوه اونۍ وځنډېږي. په کندهار کې د ولسي جرګې د ټاکنو د ترسره کیدو نیټه به د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان کړي.»
په دې ترتیب کندهار تر غزني ولایت وروسته دوهم ولایت دی چې پکې د ولسي جرګې ټاکنې نه ترسره کیږي. افغانان د شنبې په ورځ د تلې په ۲۸ نیټه د ولسي جرګې له پاره تر درې کلن ځنډ وروسته خپل نوي استازي ټاکي. د ولسي جرګې ټاکنې لا له وړاندې د خراب امنیت او احتمالي درغلیو له تهدید سره مخ دي.
په عین حال کې طالبانو د ټاکنو په ورځ د سړکونو د تړلو ګواښونه کړي او له خلکو غواړي چې په دې ټاکنو کې برخه وانه خلي. دغې ډلې تر دې وړاندې د افغانستان له ټولو ښوونکو او زده کونکو هم غوښتي وو چې په ټاکنو کې برخه وانه خلي او د دې اجازه ورنکړي چې د دوی ښوونځي د ټاکنو د مرکزونو په توګه وکارول شي.
د افغانستان حکومت بیا له خلکو غوښتي چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې پراخه ونډه واخلي او د دې لړۍ د خوندیتوب له پاره یې له ۵۰ زره ډیر امنیتي سرتیري ګمارلي دي.