تاشکند: طالبان د افغانستان د سولي په کنفرانس کي گډون نه کوي
۱۳۹۶ اسفند ۲۲, سهشنبهد ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چي د طالبانو استازو تر اوسه پوري په دغه نړيوال کنفرانس کي د گډن له پاره غوښتنلک نه دی وړاندي کړی.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخي پتېيل سوې ده چي د رواني ميلادي مياشتي (مارچ) پر ۲۶ او ۲۷ نېټه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کي په افغانستان کي د سولي په اړه کنفرانس راوبلل سي.
هغوی ويلي دي چي په دغه کنفرانس کي به د افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جان سليون او د اروپا د بهرنيو اړيکو استازې فيدريکا موگريني په گډون د څو نورو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران برخه ولري.
د ازبکستان چارواکو ويلي دي چي د دغه کنفرانس گډونوال به د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پيل په اړه بحث وکړي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني دوې اوونۍ مخکي د «کابل پروسې» په کنفرانس کي وسله والو طالبانو ته يو بې ساری وړاندي وکړ چي که سولي ته غاړه کښېږدي، د يوه سياسي گوند په توگه به ئې وپيژني. خو طالبانو تر اوسه پوري د غني دغه وړانديز ته غبرگون ښوولی نه دی او په افغانستان کي ئې خپلو بريدونو ته زور ورکړی دئ.
بله خوا بيا د امريکا د دفاع وزير جيمز متيس د سه شنبې په ورځ افغانستان ته د سفر پرمهال خبريالانو ته ويل دي: «دا امکان نه لري چي ټول طالبان دي تر يوه پوښښ لاندي راوستل سي. دا اوږده لار ده. خو د طالبانو ځيني عناصر (غړي) سته چي له افغان حکومت سره خبرو ته لېواله دي».