تايلنډ او اندونيزيا؛ د سېلابونو ۴۰۰ قربانيان او پاک کارۍ
۱۴۰۴ آذر ۸, شنبه
پرله پسې درنو موسمي بارانونو د يادو درو هېوادونو پراخې سیمې لاندې کړې او زرونه کسان یې بند پاته کړل. ډېری دغه کسان د ژغورنې په تمه د خپلو کورونو پر چتونو ولاړ وو. ژغورونکي لا هم هڅه کوي چې د اندونیزیا د سوماترا ټاپو سخت زیانمنو سیمو ته ورسېږي، چېرې چې تر اوسه له ۲۷۰ ډېر کسان لا درکه دي.
د اندونیزیا د ناورین پر وړاندې د مبارزې ادارې د شنبې ورځې د نوو شمېرو له مخې په سېلابونو او ځمکې ښوېیدنو کې له ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي. زياته شوې چې د وژل شوو له ډلې ۱۶۶ په شمالي سوماترا کې، ۹۰ په لوېدیځ سوماترا کې او ۴۷ په اچه ولايت کې دي.
داندونيزيا د ملي ناورین ادارې مشر «سوهاریانتو» وویل لسونه زره کسان خوندي ځايونو ته ايستل شوي، خو د درېیو یادو ولایتونو ډېری سیمو ته د رسېدو لارې لا هم بندې دي. ده په یوه خبري غونډه کې وویل چې په لوېدیځ سوماترا کې د وريجو د تخم ویش عملیات پیل شوي چې باران راکم کړي. هغه زیاته کړه چې د شنبې تر ورځې باران تر ډېره کم شوی و.
د اچه په سيمه کې مېشت د نَویا په نوم يو ځايي کس وويل: «د کور اوبه وچې شوې، خو ټول ځای په خټه پوښل شوی دی.»
هغه فرانس پرس ته زياته کړې: «ځینې سامانونه خراب شوي او ځینې لوېدلي دي او موږ تر اوسه د پاکولو وس نه لرو. موږ د سیمې خلک یو ځای کار کوو چې خټه پاکه کړو.»
د فردا یوسرا په نوم بل کس بيا وویل چې هغه له خپلې کورنۍ سره کور پرېښود او د نږدې جومات په یوه لویه کوټه کې يې د شاوخوا زر نورو خلکو ترڅنګ پناه اخېستې ده. هغه زياته کړه: «دلته موږ هر هغه څه خورو چې په لاس راځي.»
په تايلنډ کې د پاک کارۍ عملیات
په جنوبي تايلنډ کې د سونګ کلا ولایت په ځینو سیمو کې د اوبو کچه تر درې مترو (نږدې ۱۰ فټه) رسېدلې وه او په دې لړ کې ۱۶۲ کسان وژل شوي. دا د تېرو لسو کلونو تر ټولو بد سېلاب ګڼل کېږي.
په سخت زیانمن ښار هات یای کې د یوه روغتون کارکوونکو مړي یخچالي لاريو ته انتقالول، ځکه چې د اړونده يخې خونې ظرفیت ختم شوی و.
د تايلنډ لومړي وزیر انوتین چانویراکول د سېلابونو له امله د رامنځته شوې ویجاړۍ بخښنه وغوښته. هغه وویل: «هرکله چې زیان، مرګونه یا ټپيان وي، تل یې پړه پر لومړي وزیر وي.» نوموړي زياته کړه: «زه به خپل ټول مهارت او هڅه وکاروم چې حالت ښه کړم.» هغه د ولسوالۍ د پاک کارۍ لپاره دوه اونیز مهالوېش اعلان کړ.
حکومت د اغېزمنو کورنیو لپاره د مرستو لړۍ پیل کړې چې پکې د هرې کورنۍ لپاره د دوو میلیونو بات (۶۲ زره ډالر) د مرګ ژوبلې په بدل کې مرستې شاملې دي.
د سېلاب د ژغورنې مرکز ویاند وانچانا ساواسدي په وينا، له ۴۰ زرو زیات کسان تر اوسه په بیړنیو پناه ځایونو کې دي، که څه هم «ځینې خلک خپلو کورونو ته ستانه شوي دي». د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې په هات یای ښار کې له سختو سېلابونو بند پاتې ۶ زره مالیزیايان ژغورل شوي دي. په مالیزیا کې د شمالي پرلیس ایالت ځینې برخې د اوبو لاندې شوې وې او دوه کسان په کې وژل شوي دي.