تایوان کې د رایو شمیرنه پیل شوه
۱۴۰۲ دی ۲۳, شنبهپه تایوان کې د رای ورکونې د مرکزونو له تړل کیدو وروسته د سیمه ایز وخت مطابق د مادزیګر په څلورو بجو د رایو شمیرنه پیل شوه. د لا زیات روڼتیا او شفافیت په خاطر د رایو پاڼې اتباعو ته وښودل شوې.
ویل کیږي چې پر ۱۹،۵ میلیونه د رای ورکونې شرایطو درلودونکو غږ شوی وو چې په دې سیاسي بهیر کې ګډون وکړي. یو شمیر رای ورکوونکو ویلي دي چې یوازې په ټاکنو کې د ګډون کولو له پاره یې له امریکا متحده ایالاتو او استرالیا څخه تایوان ته سفر کړی دی.
له چین سره چې د تایوان یو ځواکمن ګاونډی بلل کیږي، له تشنجه ډکې اړیکي د ټاکنیزو کمپاینونو مهمه موضوع وه. په پيکنګ کې واکمن ګوند تایوان د چین د قلمرو یوه برخه ګڼي، په داسې حال کې چې چین د هند سمندر او آرام سمندر پر دې ټاپو هیڅ کله هم حکومت نه دی کړی او تایوان د لسیزو راهیسې یو خپلواک او منتخب دیموکراتیک حکومت درلودلی دی.
د ټاکنو له په لاره اچولو مخکې داسې وړاندوېنه کیدله چې د اوسني ولسمشرې مرستیال ویلیم لای، چې د مترقي دیموکراتیک ګوند غړی دی به د دغو انتخاباتو احتمالي ګټونکی وي.
د تایوان ولسمشره تسای اینګ-ون، وروسته د دوه دورې جمهوري ریاست څخه د دریم ځل له پاره د نوماندیدو اجازه نه درلودله.
آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا