که يو وخت په لرې راتلونکې کې آلمانان د مرکل له زمانې څخه يادونه کوي، او د دغه دور په هکله د يو ستر عنوان په لټه کې وي، نو هغه وخت به د هغو له پاره تر ټولو ښه انتخاب همدغه درې کليمې وي: «موږ بريالي کيږو.» د آلمان صدراعظمې انګلا مرکل په دقيقه توګه درې کاله مخکې دغه کليمې په ژبه راوستلې. له هغه وخت راهيسې پر دغې سياسي جملې، تر ټولو زياتې تبصرې، شننې او بحثونه ترسره شوي دي.
هغه جمله چې هيواد ته يې بدلون ورکړ
آیا دا په رښتيا هم درې کاله مخکې وو؟ انګيرنه خو داسې کيږي لکه له دغې خبرې چې يو عمر تير شوی وي. دليل يې دا دی چې آلمان له دغې جملې سره او د مهاجرت سياست چې ورسره تړاو لري، يو بنسټيز بدلون پیدا کړ، البته نه يوازې ېې بنسټيز او يا اقتصادي بدلون پيدا کړ، بلکه له سیاسي، ټولنيز او تر ټولو د مخه له ذهني اړخه يې بدلون وموند.
آیا له هغه وخته تر اوسه بريالي شوي يو؟ د دغې پوښتنې ځواب هم هو او هم نه دی. په کال ۲۰۱۵ کې نژدې يو ميليون مهاجر آلمان ته راغلل. له هغو څخه په پیل کې لږ تر لږه د رضاکاره مرستندويانو، ناحيو، سازمانونو، کليساګانو او اتحاديو له خوا په ورين تندي هرکلی وشو. هغه مهال د دغو مهاجرو لويه برخه په ډيره ښه او مناسبه توګه ومنل شول. دغو فعاليتونو ته په کتو ويلای شو چې په دې برخه کې برياوې شته. خو د اوږدې مودې له پاره په ډير شمير کې مهاجر آلمان ته دننه شول، هغه هم په داسې حال کې چې پر هغو لازم کنترول شتون نه درلود. له دې سره د ښاري ادارو او ناحيو له خوا ډير ژر داسې شک ښکاره کړ چې ګواکي د دغو ټولو مسئوليتونو څخه وتل دومره اسانه کار هم نه دی. داسې يوه انګيرنه پيدا شوه چې دولت او د سياست برخه يو منظم بهير ته نه تمایل او نه يې هم د امنيت د ساتنې وړتيا لري. په دې منځ د انګلا مرکل حکومت د د مهاجرت په چارو کې خپل سياست په تدريجي توګه شديد کړی دی. د هغو له مهمو دلايلو څخه يو يې دا دی چې هغې په دې تړاو د يوې بلې مشې او ليبرال له پاره، نه په اروپا، نه په خپله آلمان او په ځانګړې توګه خپل ګوند کې هم، د اکثريت ملاتړکونکو څخه برخمنه نه وه.
اوس له ډيره وخته راهيسې خبره يوازې د مهاجرت پر سياست نه څرخيږي، د بيلګې په توګه پر داسې خبرو چې آلمان به په خپل دومره عظمت سره د څه شمير مهاجرو له عهدې څخه په څومره وخت کې وتلای شي. اوس تر ډیره بريده خبره پر دې ده چې د مهاجرت او پناه غوښتنې موضوع د يو لړ ستونزو د راولاړيدو لامل واقع شوې ده، لکه د ملت او سياست تر منځ د خبرو اترو ستونزې.
هغه ټپونه، نفرتونه او غوصې چې ګمان کيده نور له ډيرې مودې راهيسې د ختيځ او لويديځ، ښار او کليو، ښي اړخو او کيڼ اړخو تر منځ له منځه تللي دي، په ناڅاپي توګه يو ځل بيا راڅرګند شول. مختلفې ټولنيزې ډلې نشي کولاي د دغې پوښتنې په ځواب کې چې د مهاجرو له پاره تر ټولو ښه سياست کوم دی، تفاهم ته ورسيږي؟ اوس خبرې قهرجنې شوي او له دغه وران وضعيت څخه بيا ښي اړخي عوام پاله او نوي نازيان د خپلو موخو له پاره ناوړه ګټه پورته کوي. حرمتونه مات شوي او د کليماتو په انتخاب او د استدلال په حد کې معيارونو توپير موندلی دی.
د «موږ» له کليمې څخه د مرکل اصلي منظور څوک ول؟
ډيری کسان د مرکل دغه جمله داسې تعبيروي: دلته له «موږ» څخه منظور، چې په پام کې وه په يوه برخه کې به بريالي کيږو، په اصل کې له ټولو څخه نه وو. په دا ډول يوه نظريه کې، د مهاجرت د سياست اصلي بار د پوليسو ماموران، د اړوندو چارواکو استازي، د مهاجرو هستوګنځايونو ته ميشت نژدې اوسيدونکي، ښاري ادارې، ناحيې او مجمتمع ګانې پر خپلو اوږو وړي، نه د برلين په لوړو برجونو لرونکو ودانيو کې ناست د فدرالي ادارې سياستوالان. ځينې داسې کسان هم شته چې هغوی خپله پښه له دې حده هم هاخوا ږدي او وايي چې سياستوالان په اصل کې هيڅ کله د عادي اتباعو په فکر کې نه دي، په داسې يو فکر کې چې موږ څرنګه د نړيوال کيدو ستونزې، او نورو ستونزو، لکه د کار او ټولنيز امنيت بد وضعيت پر وړاندې څرنګه کولای شو ځان آماده کړو.
له همدې کبله د «موږ بريالي کيږو» جمله بايد په راتلونکې کې د يو لړ نورو پوښتنو ځوابونو له پاره هم خپله چمتو وي، د بيلګې په توګه: آيا ټولنه، سياست، اتحاديې، سیاستوالان او عام خلک به پر دې بريالي شي چې يو ځل بيا هم په خپلو کې يو موثر او جوړونکی ديالوګ پيل کړي؟ آیا دوی به زموږ د ټولنيز نظم پر مرکزي بنسټونو او ستنو چې هغو ته بايد ټول درناوی او ارزښت قايل وي، تفاهم وکړي؟ د قانون پر حاکميت، دموکراسۍ او پر ټولنيز مساواتو تفاهم وکړي؟ او همدا ډول د پناه غوښتنې پر سياست؟ تر هر څه دمخه د دې امکان موجود دی چې دغه امر به د مهاجرو د منلو او د ادغام له سخت پيچلي بهير څخه په کراتو ستونزمن وي.
د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:
آلمان په ۲۰۱۵کال کي؛ په دې هیواد کې څه تیر شول؟
د مرکل يو «سېلفي» انځور: آيا مرکل د دا ډول انځورونو په اغېز پوه وه؟ د کال تر پای پوري آلمان ته يو مليون پناه غوښتونکي راغلل. ۲۰۱۵ کال يو محرک کال وو.
انځور: Reuters/F. Bensch
احساس او سختي
د جولای په مياشت کي يوه ځانګړې لحظه. صدراعظمه انګېلا مېرکل پر يو وخت هم زړسوی او هم سختي ښيي. مېرکل د هغې ژړېدونکي انجلۍ پر سر لاس تېروي چي کورنۍ يې په آلمان کي د پناه ترلاسه کولو انتظار کوي، خو مېرکل په عيني حال کي وايي چي آلمان ټولو ته ځای نه سي ورکولای. د ۱۴ کلنې فلسطينۍ انجلۍ او مېرکل دغه موضوع په اجتماعي رسنيو کي د زياتو بحثونو سبب سوه.
انځور: picture-alliance/dpa/NDR
د ستايل سوي هيواد صدراعظمه
د سوريې، عراق او افغانستان څخه په ناڅاپه توګه انسانان آلمان ته راغلل او د پناه غوښتنه يې وکړه. د دوبي په پای کي لا د دغو کسانو شمېر سلهاؤ زرو ته جګ سو. مېرکل اعلان وکړ «د پناه غوښتني قانون حد اکثر پوله نه پېژني.» پناه غوښتونکي د مېرکل لېوالان سول. د دوبي په آخر او مني کي هره ورځ تقريبا ۱۰ زره انسانان له اتريش څخه د بايرن سرحد له لاري آلمان ته داخيليږي.
انځور: DW/O. Lopez
هره دوشنبې!
په داسي حال کي چي په زرهاو آلماني داوطلبان د پناه غوښتونکو سره مرستي کوي، يو شمېر نور بيا د انګېلا مېرکل پر ضد انسجام کوي. په ۲۰۱۵ کال هم درېسدن ښار د «پګيدا» د احتجاجونو مرکز پاته وو. هره دوشنبې د دغه غورځنګ په زرهاو پلويانو احتجاجونه وکړل. د AfD په نوم نوي ګوند په لومړي ځل په ټول آلمان کي په احصاييو کي ۱۰ فيصده پلويان وموندل.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Schreiber
په کرکه او اور
په ۲۰۱۵کال دغه هم د آلمان مناظر دي. په دغه کال تر ۶۰۰ څخه زيات د پناه غوښتونکو ټاټوبي تر بريدونو لاندي راغلل. په ۲۰۱۱ کال د بريدونو شمېر ۱۸ وو. چارواکو تر اوسه د دغو بريدونو تر شا د کوم تنظيم او انسجام نښي نښانې نه دي موندلي. زياتره وخت بريد کوونکي ځايي نارينه وي. د دغو څخه زياتره داسي کسان دي چي پوليس تر مخه د خارجيانو ضد کسانو په توګه نه پېژندل.
د آلمان له پاره د بريتانيې ملکه دويمه اليزابېت د تاج پوشي راهيسي يوه په زړه پوري او محبوبه سياسي څهره وه، او پاته ده. دغې ملکې د جون په مياشت کي آلمان ته رسمي سفر وکړ او د خپلو آلماني خپلوانو څخه يې ليدنه وکړه. په آلمان کي زيات خلک د بريتانيې د ملکې مينه وال دي.
انځور: Reuters/J. Macdougall
چي مېرکل لا قوي وه
کله چي نړۍ د آلمان په بايرن کي مېلمه وه، انګېلا مېرکل لا تر سوال لاندي نه وه راغلې. هغه د آلمان «ملکه» او د اروپا د مشرتابه مهمه سياستواله وه. د اېلماو د ماڼۍ په G7 غونډه کي د غړو هيوادونو مشرانو د زهرجنو ګازونو د اخراج د کمولو پرېکړه وکړه. په دغه سرمشريزه کي د روسيې له خوا د کريميا الحاق وغندل سو.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Kugler
د پام وړ محاکمه
دا يوه نه هېرېدونکې لحظه وه: د نازيانو د وژني د کمپ اوشويتڅ څخه ژوندۍ پاته سوي اېفا کور، ۹۴ کلن اوسکار ګريونينګ ته د پخلايني لاس ورکړ. ګريونينګ د نازيانو د دغه کمپ د ساتونکو څخه وو. ۸۱ کلنې اېفا کور د آلمان په ليونه بورګ کي د ګريونينګ پر ضد په محاکمه کي وويل چي «ما نازیان بخښلي دي.» ګريونينګ په دغه محاکمه کي خپله پړنتيا ومنله او ورباندي پښېماني يې ښکاره کړه.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Goldbach
آلمان د دوو مهمو آلمانيانو سره مخه ښه وکړه
د اپريل په ۱۳مه نېټه نړیوال شهرت لرونکي او د ليکوالۍ نوبل جايزه ګټونکی آلمانی ليکوال ګيونتر ګراس (انځور ښه اړخ) له دې نړۍ سترګي پټي کړې. د نوامبر په ۱۰مه نېټه د آلمان پخواني ولسمشر او محبوب سياستوال هېلموت شميډټ له نړۍ رخصت سو. شمېډټ او ګراس دواړه نه يوازي په سياسي توګه ملګري ول بلکه هنري ملګرتیا يې هم درلوده.
انځور: picture-alliance/dpa
د آلماني موټر جوړونې شرکت فولکس واګون رسوايي
د آلمان د فولکس واګون موټرو په هکله مشهوره ده چي دغه موټر بااعتباره، صادق او کم قيمت دي. فولکس واګون ته د آلماني اقتصاد د مهم ترينو شرکتونو په سترګه کتل کيږي. خو دغه نړیوال شرکت درغلۍ کړي. دغه شرکت په مليونو موټرو کي ناسم کمپيوتري پروګرامونه ځای پر ځای کړي چي د زهرجن ګاز اخراج تر حقيقت کم وښيي. دغه شرکت د ملياردونو ډالرو د جبران خساره د ادا کولو د ګواښ سره مخامخ دی.
انځور: picture-alliance/dpa/J.Woitas
ژوند د ترهګرۍ څخه په بيره کي
د نوامبر په مياشت کي په آلمان کي په لومړي ځل د ترهګريز بريد څخه د څرګندي بيري له کبله د فټ بال يوه نړیواله لوبه لغوه کړل سوه. دا د پاريس د بريدونو څخه څلور ورځي وروسته وه. د آلمان او هالنډ د لوبډلو تر منځ دغه سيالي په هانوور کي پلان سوې وه. د هغه راهيسي په آلمان کي پر مهمو ځايونو زيات امنيتي چارواکي تر سترګو کيږي.
انځور: Reuters/F. Bimmer
د فټبال باچا راوپرځېد
د آلمان د فټبال اتحاديه د درغليو، تور لګونې او نورو منفي خبرونو تر منځ راګيره ده. دغه اتحاديه چي هميشه د نارينه , له خوا اداره سوې، رئيس ؤلفګانګ نيرسباخ يې سياسي مسؤليت په غاړه واخيست او استعفأ يې وکړه. فرانڅ بېکن باور د شکونو او شبهاتو مرکز ګرځېدلی دی. پوښتني کيږي چي آيا آلمان په ۲۰۰۶ کال د فټبال د نړیوالو سياليو د کوربه توب تر لاسه کولو له پاره رشوت ورکړی وو؟
انځور: picture-alliance//Pressefoto Baumann
خپل نظر په نورو منونکې
د آلمان د صدراعظمي په تړاو داسي نظرونه رامنځ ته سوي ول چي د هغې سياسي مشرتابه پای ته رسېدونکې ده. د مېرکل د خپل ګوند اکثره سياستوال د پناه غوښتني د سياست له کبله له هغې سره مخالف ول. خو د دسامبر په منځ کي د مسيحي ډيموکراټ ګوند په کنګره کي ټولو بېرته د انګېلا مېرکل ملاتړ وکړ. مېرکل تر اوسه لا په خپل ګوند کي مقتدره ده او هر څه يې تر کنټرول لاندي دي.