که څه هم له دې ناستې څخه انتظارات په تر ټولو ټیټه کچه کې دي خو بیا هم هر هیواد هڅه کوي چې خپلي ملي ګټې خوندي کړي.
انځور: picture-alliance/dpa/AFP/J. Macdougall
د اردوغان له پاره طلايي فرصت
داسې انګیرل کیږي چې د ترکیې ولسمشر اردوغان به له دې ناستې څخه ډیره ګټه پورته کړي. هغه په پام کې لري چې تر ناستې وروسته د آلمان د ممنوعیت باوجود په آلمان کې ترکانو ته وینا وکړي.
انځور: Reuters/K. Pfaffenbach
دوه ستر قدرتونه
د روسیې ولسمشر پوتین او د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ترمپ به د دې ناستې په څڼده کې د لومړي ځل له پاره وویني. ټاکل شوې چې دوی به په مهمو موضوع ګانو لکه د اوکراین کړکیچ، د سوریې جګړه او پر روسیه باندې پر اقتصادي بندیزو هم خبرې اترې وکړي.
انځور: Reuters/C. Barria
د جي ۲۰ پر ضد پراخ لاریونونه
د جي ۲۰ سرمشریزې پر ضد د آلمان د همبورګ په ښار کې پراخ لاریونه هم روان دي. دغه لاریونه تیره ورځ په تاوتریخوالي اوښتي چې له امله یې ګڼ شمیر ټپیا هم شوي دي.
له دې څخه تر مخه چي په هامبورګ کي د جي شل غونډه پېل سي، په دې تړاو زيات تاوده بحثونه تر سره سول چي ايا هامبورګ د دا ډول يوې غونډي له پاره وړ ځای دی که څنګه؟
انځور: Getty Images/Friedemann Vogel
لاریون که تاوتریخوالی
د جمعې د ورځي او شنبې تر منځ شپه کي په هامبورګ کي د بعضو احتجاج کوونکو له خوا سخت تاوتريخوالی رامنځ ته سو. په اصل کي د دغه احتجاج مقصد د جي شل سرمشريزي پر ضد احتجاج ؤ خو په بعضو راپورونو کي راغلي چي دغه احتجاج نور اجتجاج نه بلکه صرف «تاوتريخوالی» دی.
د تاوتريخوالي په ترڅ کي د دغې سیمي د يو شمېر دوکانونو ښيښې ماتي کړل سوي. د پوليسو په وينا په يو شمېر دوکانونو کي سوځېدونکي توکي غورځول سوي تر څو دغه دکانونه وسوځل سي. پولیسو د مظاهره چیانو د تیت کولو له پاره اوبه او د مرچو سپرې هم کارولې ده.
انځور: Reuters/H. Hanschke
پولیسو د مرستو غوښتنه کړې
پوليسو ويلي چي د دوی پر ضد هم د سخت تاوتريخوالي څخه کار اخيستل سوی. دا چي په دقيقه توګه کوم شمېر پوليس او عام وګړي ژوبل سوي، په هکله يې لا معلومات نسته.
پوليسو ويلي چي د شپې پر وخت د څو ساعتونو ترينګلتيا څخه وروسته سهار وضعه آرامه سوه. ويل سوي چي نه يوازي په اړونده ناحيه بلکه په بعضو ګاوندي ناحيو ته هم د تاوتريخوالي لمن غځېدلې وه.
انځور: Reuters/H. Hanschke
بې سابقه لاریون
د پوليسو وياند تيمو څيل ويلي: «موږ هيڅکله تر مخه دا ډول په لوړه اندازه کرکه او تاوتریخوالی نه ؤ ليدلی.»
انځور: picture-alliance/dpa/C. Gateau
لاریون ټپیان هم درلودل
د وياند په وينا د پنجشنبې د ورځي راهيسي ۲۱۳ امنيتي کسان ژوبل سوي او دا چي ښايي دغه شمېر نور هم جګ سي.
انځور: Reuters/H. Hanschke
د انګلا مرکل موقف
د دې څخه ترمخه د آلمان لومړۍ وزيري انګېلا مېرکل ويلي ول چي د سوليز احتجاجونه درک کولای سي خو د «انساني ژوند په خطر کي اچول» او تاوتريخوالی د منلو وړ نه دی.
انځور: DW/J. Witt
د آلمان د عدليې وزارت د لاریون کوونکو محکمه غواړي
د آلمان د عدلي چارو وزير هايکو ماس د تاوتریخوالي کوونکو د قاطع محاکمو غوښتنه کړې ده.
انځور: Getty Images/L. Neal
آیا سترې ناستې په سترو ښارونو کې ترسره شي؟
د هامبورګ په ښار کي د جي شل ضد احتجاجونو په تاوتریخوالي اوښتلو هغه بحثونه لا تاوده کړي چي ايا جي شل غونډي په لويو ښارونو کي جوړول سم کار دی که څنګه؟
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Schrader
د جي ۲۰ پر سرمشریزې سیاسي نیوکې
د المان د مسيحي سوسيال اتحاد ګوند د کورنيو چارو سياستوال هانس پېټر اوهل د آلمان د حکومت پر هغه پرېکړه نيوکه کړې ده چي د جي شل سرمشريزه يې په هامبورګ کي معقده کړه.
انځور: picture-alliance/Lars-Josef Klemmer
نیوکې او انتقادونه
نوموړي د اوسنابريوکر څايټونګ په نوم ورځپاڼي ته ويلي: «بايد د جي شل سرمشريزه له سره په يو مليوني ښار لکه هامبورګ کي نه وای پلان سوې. هلته د امنیت وضعه تر کنټرول لاندي ساتل ډېر مشکل کار دی.»