1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتارجنټاین

تبصره: ميسي اوس د نړۍ تر ټولو ستر فوټبالر دی

۱۴۰۱ آذر ۲۸, دوشنبه

له قطر څخه د دويچه ويله مارک میدو ليکي چې ارجنټايني ستوري، لیونيل ميسي، اوس د دې حق لري چې د هرې زمانې تر ټولو ستر نارینه فوټبالر وګڼل شي، نه یوازې د ګټلو جایزو په خاطر ېې بلکې د لوبې د طرز له وجې یې.

ليونل میسي تر پایلوبې ګټلو وروسته
ليونل میسي تر پایلوبې ګټلو وروستهانځور: CARL RECINE/REUTERS

هغه بلاخره دغه کار ترسره کړ. دا تر ټولو وروستی وياړ وو چې ليونل میسي په قطر کې د فوټبال نړیوال جامو لوبو کې تر لاسه کړ. اوس نو هغه کولی شي په مشروع توګه د دې ادعا وکړي چې د هرې زمانې تر ټولو ستر نارینه فوټبالر دی.

هو، دا درسته ده چې برازيلي ستر فوټبالر، پلې، د نړیوال جام درې لوېې لوبې وګټلې او لا هم یوازېنې کس دی چې دغه بریا يې ترلاسه کړې ده، خو د فوټبال په ۱۹۵۸، ۱۹۶۲ او ۱۹۷۰ کلونو د نړیوال جامونو لوبې ډيرې متفاوتې وې.

میسي په داسې یوه دروه کې سیالۍ کوي چې هڅې او له مخې د سيالانو لرې کول ډير سخت شوي دي، د لوبو شمیر ډير شوی او د فوټبال پر لوبغاړو فشارونه هم شدید شوي دي. هغه د خپلې کارې دورې په ټولو وختونو کې وځلېد، وتوانید چې د بارسيلونا له پاره د اتلولۍ په څلورو ليګونو بريا او د هسپانيا له پاره د لسو مډالونو په ګټلو کې مرسته وکړي او همدارنګه ېې تېرکال د «امریکا کوپا» فوټبال په نړیوالو سياليو کې د ارجنټاین مشري وکړه. ميسي د سرو زرو ۷ توپونه ترلاسه کړي دي چې تر اوسه ساری نه لري.

ميسي د ګولونو ريکارډ مات کړ

پلې، تقريباً په خپلې ټوله کارې دوره کې د یو مسلکي فوټبالر په توګه په سانتوس کې ولوبېد او یوازې یو ځل د لنډې مودې له پاره د «نیویارک کوسموس» په ټیم کې وګمارل شو. ميسي ثابته کړه چې هغه یوازې په بارسيلونا کې بریالی نه دی، بلکې د فرانسې د اتلولۍ لوبو په تیر فصل کې يې د پاریس سنت جرمن ټيم ته هم بریا ورپه برخه کړه.

جادويي پښې

یوازې د میسي ترلاسه شوې جایزې نه دي چې هغه ېې د نړیوال جام په سیاليو کې د ارجنټاين تر بريا وروسته د فوټبال د ټولو دورو په تر ټولو ستر فوټبالر باندې بدل کړ، بلکې د هغه د لوبې کولو طرز هم فرد پورې منحصر دی.

د نړۍ په سطحه په ميلیونونو ماشومان د فوټبال مينه وال دي، تر ډيره د میسي له پاره. لنډی او شرمندوکی سړی له جاوديي پښو سره ېې.

د روزاریو ښار یو ماشوم، چې د فوټبال د هر بل مينه وال ماشوم په څير له فوټبال سره ژوند کوي او فوټبال سره نفس وباسي.

دلته په قطر کې د ارجنټاين ډيری پلویان او مینه وال، د هندوستان او بنګله ديش په څير هېوادونو کارګر مهاجر دي. دوی ټول د ميسي مېنان دي او په دغو لوبو کې د ارجنټاين د ټيم پلویان د فوټبال د نورو ټیمونه د پلويانو پرتله ډير وو.

قطر: د نړيوال جام امنیت ته له ۵۰ زرو ډير کسان روزل شوي

په فاینل لوبه کې د فرانسې پر وړاندې د ارجنټاین د لوبې سرعت له هماغه پيل څخه د ميسي په لاس کې وو. هغه په دقیقو پاسونو او ماهرانه درېبلونو سره، د خپل هیواد ملي ټيم بريا ته ورساوه. ميسي همدارنګه پر خپل اعصاب باندې مسلط پاتې شو او وې شو کړی چې د پينالتيانو مخه ونيسي. دې پسې يې د فاينل لوبې یو له تر ټولو ښه ګول وښونکي، انجل دي ماریا، سره د دوهم ګول په ترسره کولو کې مرسته وکړه.

له دويچه ويله څخه مارک ميدوز، ډاډمن دی چې میسي اوس د نړۍ د تر ټولو ستر نارينه فوټبالر په توګه د پله مقام ګټلی دی. د فرانسې ټيم د یو ويروس د خپریدا له کبله ضعیف شوی وو، خو کلیان امباپې وتوانيد چې د ارجنټاين په مقابل کې لومړنی ګول ترسره کړي.

د ارجنټاین اتل، میسي، خپل ځواک په اضافي وخت کې کشف کړ او د خپلې کاري دورې یو تر ټولو سخت ګول ېې د سيالې ډلې ګول ته داخل کړ. خو دغه مسئله د ميسي له پاره اهمیت نه لري.

له قطر څخه د دويچه ويله مارک میدو ليکي چې لیونيل ميسي، اوس د دې حق لري چې د هرې زمانې تر ټولو ستر نارینه فوټبالر وګڼل شي

وروسته له هغې چې فرانسوي ګول وهونکي، امباپې، د خپل ټیم په نفع دريم ګول تر سره کړ، ميسي په نړېوال جام د طلايي بوټ د ترلاسه کولو چانس له لاسه ورکړ. خو دې هم د ميسي له پاره اهمیت نه درلود. په هر حال، هغه په دغو نړېوالو لوبو کې د یوې فردي جایزې ګټونکی شو.

د ۲۰۱۴م کال نړیوال جام په سيالېو کې وروسته له هغې چې په اضافي وخت کې آلمان ته د بایللو له کبله خپګان رامنځ ته شو، اوس هغه یو نړېوال اتل دی. حتی سربېره پر دې چې په افتتاحيه لوبه کې ېې هیواد د سعودي عربستان پر وړاندې ماتې هم وخوړه.

ليونل ميسي په شپږم ځل د سرو زرو توپ ترلاسه کړ

ميسي یوه الګو هم ده. هغه  دهسپانيا له مالياتي بنسټونو سره ستونزه درلوده، خو بل هیڅ داسې جنجال نشته چې نسبت ېې دغه ۳۵ کلن فوټبالر ته ورکړل شي. د هغه مقایسه د ارجنټاین پخواني ستر لوبغاړی، دياګو مارادونا.

 حلیم او مهربان

ځینې وايي چې فقید فوټبالر، مارادونا، له میسي څخه بهتره وو. خو د مخدره موادو سره په تړاو د هغه ستونزې، فريبکاري، او قاچاقبرو ډلو سره ېې د لاس لرلو تورنه، ښيي چې مارادونا نشي کېدای د نړۍ د تر ټولو ستر فوټبالر په توګه وستايل شي.

دا درسته ده چې ارجنټاين نه شو کولی د هغه له ګډون پرته د ۱۹۸۶ کال نړیوال جام په سیاليو کې بریالی شي، خو د فوټبال د ۲۰۲۲م کال په نړیوال جام کې دغه مسئله کېدای شي د ميسي په هکله وويل شي. هم دی وو چې هیواد یې وشو کړی د فوټبال د نړیوال جام په سیاليو کې د دریم ځل له پاره د اتلولي لقب تر لاسه کړي.

د تېرو شلو کلونو په جریان کې دا مختلف اروپايي هیوادونه ول چې د فوټبال نړیوال جام سیاليو اتلولي يې ترلاسه کاوه خو ليونل میسي بريالی شو چې دغه طلسم مات کړي او فرانسه يې پرې نښوده چې خپله د تېر نړیوال جام اتلولي يې دا ځل هم حفظ کړي.

ځېنې نور بيا داسې فکر کوي چې رونالدو د نړۍ تر ټولو ستر فوټبالر دی. خو د هغه د لاسته راړنو په نوملړ کې د نړېوال جام د ګټلو مډال وجود نه لري.

دا هم باید هېره نه شي چې ميسي، د بارسیلونا د فوټبال ټيم، د »تواضع او مهربانۍ اوښکو په تویولو» سره ترک کړ او رونالدو د مانچیستر یونايتډ، ریال مادرید او یوونتوس ټيمونه په داسې حال کې ترک کړل چې ځان ېې برحقه ګاڼه، ډير مغرور او خودخواه وو.

لیونل میسي د نړیوال جام په پايلوبه کې له دغې بریا سره، د فوټبال د غرونو څوکه فتح کړه.

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب