جرمونه
تخار: د دوو قوماندانانو په جګړه کې ۱۰ کسان وژل شوي
۱۳۹۹ خرداد ۵, دوشنبه![Afghanistan Tachar-Provinz Bombenanschlag bei Wahlkampfveranstaltung](https://static.dw.com/image/45876676_800.webp)
اعلان
د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر اساس، د تخار ولایت مقام يو وياند وايي چې د دغه ولایت په کلفګان ولسوالۍ کې د دوو سيمه ايزو قوماندانانو تر منځ وسله واله نښته کې د لسو وژل شوو کسانو تر څنګ، پنځه نور ټپيان شوي هم دي.
د تخار د ولايتي شورا غړي، مير احمد قسیم هم دغه پيښه تائيد کړه، خو هغه د آلمان خبري آژانس ته وويل چې په دغه جګړه کې ۹ کسان مړه شوي او ۹ نور ټپیان دي.
چارواکي وايي چې د ولسوالۍ تر مداخلې وروسته اوس په سيمه کې وضعيت آرام شوی دی. دوی وايي چې د دغې جګړې د رامنځ ته کيدو علت نه دی څرګند، خو زياتوي چې په دغې جګړه کې ښکيل دوه سيمه ايز قوماندانان په خپلو کې پخوانۍ دښمني لري.
د چارواکو په وينا په تخار ولايت کې د يو شمیر ځايي غيرمسئولو وسله والو شتون، له کلونو راهيسې په دغه ولايت کې د بې ثباتۍ او جرمي کړنو سبب واقع شوي دي.
آژانسونه/م.ک.ص/ن.ز