شخړي
تخار: د طالبانو برید لږ تر لږه نهه پولیس وژلي دي
۱۳۹۸ آبان ۱۰, جمعهاعلان
د تخار د ولایتي شورا غړي محمد اعظم افضلي، ویلي دي چې طالبانو د شپې له خوا په خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوې پوستې باندې برید کړی دی چې په کې نهه تنه وژل شوي او یو بل کس ټپي دی.
د ولایتي شورا یوه بل غړي سید صلاح الدین برهاني، بیا ویلي دي چې په پیښه کې لس پولیس وژل شوي دي. د ولایتي شورا دغو غړو ویلي دي چې طالبانو په وروستیو وختونو کې په تخار ولایت کې خپل حضور پیاوړی کړی دی.
د رسنیو د رپوټونو په حواله طالبان په روان کال کې د تخار ولایت د درو ولسوالیو په نیولو توانیدلي دي. د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د سولې خبرو اترو په جریان او د دې بهیر تر ړنګیدو وروسته، طالبانو او افغان ځواکونو یو پر بل بریدونو ته زور ورکړی دی چې د جګړې په ډګر کې خپله برلاسي وښيي.
(ms/sr (dpa