1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

تخار: د واده په مراسمو کې په لسونو کسان مسموم شوي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۶, دوشنبه

په تخار ولایت کې څلوېښت تنه د یو واده په مراسمو کې تر ډوډۍ خوړولو وروسته مسموم شوي دي. په مسموم شوو کسانو کې زوم هم شامل دی.

Afghanistan Tachar-Provinz Bombenanschlag bei Wahlkampfveranstaltung
د تخار ولایتي روغتون - د آرشیف انځورانځور: Getty Images/AFP/N. Sadeq

باختر خبري آژانس چې د طالبانو تر حاکميت لاندې فعالیت کوي، رپوټ ورکړی چې دغه پيښه د يکشبنې په شپه د تخار ولایت د چاه آب ولسوالۍ په تخن آباد سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

ياد آژانس لیکي چې مسموم شوي کسان د چاه آب ولسوالۍ روغتون ته لیږدول شوي چې د هغو له ډلې د څو تنو روغتيايي وضعیت سخت ښودل شوی دی.

خو یو شمیر ځايي خلکو بیا رسنیو ته ويلي دي چې د واده په مراسم کې سل تنه مسموم شوي دي.

طالبانو د دغې پيښې په تړاو د آشپز په ګډون درې تنه نيولي دي. تر اوسه د واده په مراسمو کې د دغو کسانو د مسموم کیدو دلیل معلوم نه دی.